تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ښې حافظې شرایط
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  February 8, 2021
  0

د ښې حافظې شرایط


لیکنه : نصیب الله / تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


د ښې حافظې لپاره بنسټیز توکي:


د بدن تندرستي-که څوک غواړي چي ښه حافظه ولري نو د بدن وصحت (تندرستیا) ته ضرورت شته او د تندرستیا څخه ماسوا امکان نه لري، دا ځکه چي د ښې وینې دوران په دماغ کي پر حافظې باندي مستقیماً اغیزه لري ، هغه څوک چي د قوي حافظې د درلودلو تکل ولرئ باید د ښه صحت فکر ورسره وي د ښه صحت لپاره دا مهمه ده چې ډوډۍ وژوول سي، ښه تنفس وسي ،د تفریح سره عادي سي د زکام بد خوبۍ او ټولو نشه یی موادو څخه ځان ژغورل ډیر او ځانګړی ارزښت لري.

 

په زړه پوري موضوع او کسب :


هرچا ته پکار دي چي و کوم شي ته ئې میلان وي هغه ولولي اوپخپله خوښه سره یو موضوع یا کسب انتخاب کړي ترڅو زهني ثبات ومومي او که چیري یوچا داسې موضوع او یا کسب چي ذهن ئې میلان نه ورته کاوه  ، او انتخاب ئې کړی ، دا به دده بې انصافي وي د خپل ځان سره ، او ظلم به وي د خپلي حافظې سره ، دداسې کسب او موضوع بدې اغیزې به دا وي چي هره ورځ به بار بار غلطیاني کیږي، هیره او تشویش به زیات وي او ان تر دې چې دا به په یوه ناروغي واوړي ، اصلًا  حقیقت دا دئ چې، حافظه ئې کمزورې نه بلکې د غلطې موضوع یا ناخوښه کسب غوره کیدل دي. 

 


غور او فکر:


کله چي یوه پیښه و حافظې ته راغله ددې څخه وروسته د هغې پر مختلفو پيښو باندی ، غور کول او دهغې تکرار په ذهن کي ضرورت دي ، مطلب دا چي پریو شي باندی ، د غور کولو عادت هم د حافظې په زیاتولو او ښه کولو کي مهم رول لري ، که چیري په کارکولو کي غور وسی او پر منفي اړخونو یې غور وسي او وڅیړل سي ، له دې څخه لومړی دا دحافظې اعتماد او باور ډیر ټینګوي او بل دا چي فني قابلیت ئې زیاتوي.


د طوطي په شان یوشی صرف د ژبي پرسر باندی یادول کوم ارزښت نه لري ، بلکې دا مهمه ده چي هغه تر غور لاندی ونیول سي او مفهوم ئې وڅیړل سي  یو طالب العلم یا یو شاګر د که کتاب لولي نو ښه به دا وي چې سهار او ماښام ئې په زوره سره تکرار او یاد کړي ، اوتل ئې یوازي د خپلي مطالعې په اطاق کي تکرار کړي.

 

د مشاهدې توان:


د مشاهدې قوت هم د حافظې لپاره مهم رول لري، ډیر کم تعداد خلک ددې قوت د مکمل او درست  استعمال سره اشنا دي د بیلګي په ډول د یو چا په کور کي غوایی دئ د هغه یو ښکر غټ او بل کوچنی دئ حال دا چي دکور خاوند ته  نه وي معلومه چې، راسته ښکر یې کوچنی دي ،او که چپه ، دا صرف د مشاهدې کمزوري ده;نه ددماغ، دا ځکه چي وهغوشیانو ته چې زموږ ورسره تعلق دئ  سمي سترګي نه ورته خلاصوو، اوپه ځیر سره نه ورته ګورو،


کچیری په ژور ډول سره ورته وکتل سی ، ضرورپه دماغ کي پاته کیږي.


زیات خلک یو کار کوي او فکر ئې بل ځای وي د بیلګي په ډول سره د یوشاګرد په لاس کي قلم دئ په لیکلو اخته دئ خوفکرئې نه وي موجود باید چي ددې عمل مخنیوی وسي ترڅو مشاهده ئې قوي اوپه آینده کي ئې مشکلات حل سي.

 

توجه: 


توجه د حافظې یوه مهمه برخه ده ، څه وجه ده چي ځیني شاګردان د لږ محنت سره سره ، د هغو شاګردانوڅخه چي شپه او ورځ ئې يوه کړی وي چي مخکي سي.


دا وجه داده چې دغه شاګرد ددرس په وخت د استاد هرلفظ په توجه او غور سره اوروئ اوکه پوه نشي نو ددوهم ځل لپاره د استاد څخه پوښتنه کوي په همدې سبب ئې ټوله درس په ذهن کي وي برخلاف د هغو شاګردانو چي ددرس په وخت توجه نه کوي ، اوفکرئې بل ځای وي چې وروسته پرخپل دې کړو پښيمانه هم وي.


ښه او دترتیب نه ډک ژوند:


یواځي ښه ژوند دحافظې په اصلاح اوقوت کي مهم رول لرئ.


د کور ښه اصول دا دي چي هر شی پرخپل ځای باندی پروت وي اوکه یوشی پکار شي هغه شی دي د استعمال څخه وروسته پرخپل ټاکلي ځای کي کښيښودل شي نه دا چي د پیداکیدو په سبب ئې وخت ضائع سي پریشاني منځ ته راسي د بیلګي په ډول سره که د اشپزخانی یوشی د کتابو په الماري کي کښيښودل شي مطلب به ئې دا وي چې خپل ځان ، دماغ اوحافظه پریشانه کوي.


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته