لیکوال : نثار احمد صمد
علمأ وایي چي مځکه هره ورځ پنځه واره داسي نارې وهي :
۱ـ اې انسانه ! ته خو زما پر شا ( یعني سطح ) باندي تګ راتګ کوې ، خو یوه ورځ به زما نس ته هم رالویږې.
۲ ـ اې انسانه ! ته خو زما پر سطح باندي ډول ډول شیان خورې ، خو زما په نس کي به حشرات تا خوري.
۳ ـ اې انسانه ! ته خو زما پر سطح باندي ښه خنداوي کوې ، خو ژر به زما په نس کي ژړاوي کوې .
۴ ـ اې انسانه ! ته خو زما پر سطح ښه خوشحاله یې ، خو سبا به زما په نس کی غمجن یې .
۵ ـ اې انسانه ! ته خو زما پر سطح باندي ګناهونه کوې ، خو ژر به زما په نس کي سزاوي ګالې .
هو ، د مځکي دا خبرداری او پوهاوی له عبرته ډک سبق دی . که مځکه ووایي یا نه ، که موږ ووایو یا نه ، که یې ومنو یا نه ، همدا تریخ واقعیت دی چی هر انسان باالاخره د مځکي نس ته ور لوېدونکی دی . هلته د حساب ـ کتاب ورکونکی دی . د خپلو ګناهونو ، خپلو ظلمونو ، خپلو بدګڼو او ښېګڼو ځواب ویونکی دی .
خو افسوس چي د دې خبرداري او پوهاوي سره سره بیا هم دنیوي چاري ډیري خوښوي لاکن اخروي چاري په باک هم نه راوړي . همدا علت دی چي تقوا کډه کړې او ظلمت واکمن دی .
منبع : د لیکوال اثر ( اخلاقی کنایې ، لومړی ټوک ، ۲۰۱۲ ) ؛ ۲۰۲ ـ ۲۰۳ مخونه .
-----------------------
یادونه: د تعلیم الاسلام ویب پاڼي نوري علمي مقالې د ارشیف څخه په دغه پیوند لوستلای سی: چاڼ شوي مضامين