تازه سرليکونه
د (مقارنة الاديان) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
عیسائیت په افغانستان کي (۶)
  تعلیم الاسلام راډیو
  December 10, 2017
  0

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر / تعلیم الاسلام ویب پاڼه 

 

د بایبل تعریف:

نړیوال عیسایي مذهبي قاموس د بایبل تعریف داسي کوي:

 

بايبل د یوناني ژبي د(Biblia) څخه اخیستل سویدئ، چي(بیبلیا) د کتابو په معنا سره دی، د پنځلسمی پېړۍ راهیسي دا نوم ودې کتابونو ته ورکول شویدئ، دا مذهبي کتابونه د پروتستانو په نزد (۶۶) کتابونه دي او د کاتولیکانو په آند (۷۳) کتابونه دي،

د مشرقي ارتودوکس کلیسا په آند(۷۸) کتابونه دي، چي (۴۰) څلویښتو مختلفو لیکوالانو یا زیاتو په مختلفو وختو کي په مختلفو ژبو سره لیکلي دي ، چي په دې لیکوالانو کي د دبدبې څښتنان، واکمنان، دهقانان، پاچایان، کب نیونکي،

 

مذهبي مشران، مالیه ټولونکي، کېږدۍ جوړونکي، شپانه، پوهه درلودونکي ، بې تعلیمه، عیسویان او یهود شامل دي،چي دوی اکثرو یو د بله سره نه پېژندله۔ (Easton's Bible Dictionary)

 

چي همدا اصطلاح اوس په نړیواله توګه سره استعمالیږي، بیا هم په کتابونو کي ډېر توپیر له ورایه معلومیږي، دغه بایبل چي اوس په ۲۷۰۰ ژبو سره ژباړل شویدئ، او په ټوله نړۍ کي شتون لري، د کاتولیکانو بایبل ۷۳ کتابونه لري، او بل لور ته د پروتستانو بایبل بیا ۶۶ کتابونه لري، پروتستان بیا دغه کتابونه لکه: (استر، باروک، ددانیال یوه برخه، طوبیا، یهودیت،

 

پوهه، واعظ، لومړی مقابین، دوهم مقابین، دریم مقابین، څلورم مقابین،لومړی اسدراس، دوهم اسدراس، ۱۲ واړه پیغمبران) چي ټول ۱۴ کتابونه کيږي، په عمومي ډول سره ۷ کتابونه نه مني او اوس و۱۴ ته رسیږي، هغه عیسایي علماء چي دغه کتابونه نه مني دوی یوه اصطلاح ورته کاروي اپوکريفه، Apocrypha یعني مشکوک ، غیر صحیح او غیر الهامي کتابونه.

 

د بایبل دا تعریف هر څه روښانه کړل چي دا مختلفو خلکو په مختلفو وختونو کي په بېلا بېلو حالاتو کي لیکلی دی چي دا په ښکاره سره جوتیږي چي  دا (بایبل)کوم الهي کتاب نه دی، که موږ یواځي ددې قاموس و تعریف ته ښه ځیر شو نو دا به راته جوته او روښانه شي چي حتی د حضرت عیسی علیه السلام او یا بل پېغمبر نوم پکښې نسته او ددې قاموس لیکوال یقینا په رښتني ډول سره د بایبل پېژندنه درک کړې ده،  ایا ودې کتاب (بایبل) ته بیا الهي کتاب ویل د انصاف، عقل او شعور څخه لیري خبره نه ده؟؟؟!!

 

د دهقان په لاس لیکل شوی کتاب بیا څنګه یو اسماني کتاب و بولو؟

 

د بې تعلیمه سړي کتاب او کرښو ته څنګه یوالهي کتاب ووایو؟

 

ایا دا د یوه الله جل جلاله په لوړ شان کي کفر او ګستاخي نه ده؟

 

په مجموع کي د یوه انسان د ګمان او لاس په ذریعه و لیکل سوي کتاب ته څنګه یو اسماني وحي ووایو؟

 

دا هیڅ عقل او نقل نه مني چي بایبل دي د خدای جل جلاله کتاب وي، او نه یې هم کوم عقل سلیم او نه یې هغه سر چي د یوې مرغۍ په شان ماغزه ولري ورته د منلو وړ ده۔

 

نور بیا...

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته