سیرت نبوي (۲۵۵برخه)
لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
(دوهمه برخه )
اسلامي لښکرد مکې مکرمې و طرف ته حرکت کوي
رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمايل: يا عباس! ابوسفيان ستا خېمې ته در سره بوزه او سهار يې ما ته راوله، عباس رضی الله عنه وايي: ابوسفيان ما را سره بوتلى او په سهار کي مي رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ور وستى، کوم وخت چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وليدى نو يې ورته و ويل: يا اباسفيان! آيا د دې وخت نه دى راغلى چي دا شاهدي آداءکې: لا إلْه إلا الله؟ ابوسفيان ويل: څومره حليم او کريم يې او څومره د صلۀ رحمي خاوند يې! که چيري بېله يوه الله څخه نور آلهه واى موږ ته به يې نن فايده را رسولې واى، نو بېله دغه يوه الله څخه نور آلهه نسته، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته و ويل: آيا د دې وخت نه دى راغلى چي شاهدي آداء کې چي زه رسول الله يم؟ ابوسفيان ويل: په دغه باره کي مي تر اوسه په زړه کي يو شئ سته، يعني: تر اوسه په دې کي شکمن يم چي ته رسول الله يې، دلته عباس رضی الله عنه ورته و ويل: يا اباسفيان! مسلمان سه او د مخه تردې چي سر دي پرې سي شاهدي آداء که چي ﴿لا إلْه إلا الله وأن محمّداً رسول الله﴾ او په والله که مسلمانان په زور مکې مکرمې ته داخل سوه دا به تر ابده د قريشو ذِلّت وي، اسلام غالبه او ښکاره سو او ته تر اوسه په شک کي يې، نو ابوسفيان مسلمان سو مګر په خوله او ويې ويل:
﴿اشهد ان لا إلْه إلا الله و اشهد أن محمّداً رسول الله﴾.
دا خو يې په خوله و ويل، مګر په زړه کي يې تصديق نه ؤ، چي په دې به بيا په وروسته کي پوه سو.
ابوسفيان و رسول الله صلی الله علیه وسلم ته و ويل: يا رسولَ الله! آيا د مکې مکرمې و خلکو ته امان ورکوې؟ دلته بيا عباس رضی الله عنه مداخله وکړه او ويل: يا رسولَ الله! ابوسفيان داسي سړئ دى چي فخر يې خوښ دى داسي يو امتياز ورکه چي دئ په هغه سره فخر وکړي، رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمايل: هو! هر څوک چي د ابوسفيان کورته ننوزي هغه په امان دى، ابوسفيان په دې امتياز خوشاله سو مګر ويل: يا رسولَ الله! زما کور کوچنئ دى دومره نفر نه ځايوي، رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمايل: که څوک مسجد الحرام ته داخل سو هغه هم په امان دى، ابوسفيان ويل: دا هم کفايت نه کوي، رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمايل:
هر څوک چي په خپل کورکي کښيني او په ځان پسي دروازه وتړي هغه هم په امان دى، ابوسفيان ويل: هو دا عام او پراخه امان دى، اوس نو په مکه مکرمه کي لکه بنديز چي ولګېدى، ځکه د دې خبرو معنْی دا ده: كله چي موږ مسلمانان مکې مکرمې ته داخل سو او هر څوک مو دباندي پر لارو وليدل هغه لره امان نسته، امان چيري دى؟ د ابوسفيان په کورکي، په مسجدالحرام کي او هر څوک چي په خپل کورکي کښيني او دروازه په ځان پسي بنده کړي هغه په امان دى، مګر هر هغه څوک چي پر لارو او کوڅو وليدل سي هغه وژل کيږي، ابوسفيان په دې امان خوشاله سو او غواړي چي ولاړسي قريش خبرکړي، ابوسفيان مخ پر مکه مکرمه رهي سو عباس رضی الله عنه هم ور سره دى، خو رسول الله صلی الله علیه وسلم و عباس رضی الله عنه ته ور ږغ کړه هغه بيرته را وګرځېدى او ابوسفيان يواځي رهي سو، دلته رسول الله صلی الله علیه وسلم و عباس رضی الله عنه ته ځيني امرونه او لار ښووني وکړې، بيا نو عباس رضی الله عنه هم په ابوسفيان پسي رهي سو او هلته مکې مکرمې ته نژدې چي د دوو غرو په منځ کي و مکې مکرمې ته د ننوتلو لار تېره سوې وه (چي موږ تنګئ ورته وايو) دلته عباس رضی الله عنه په ابوسفيان پسي ځان ور ورساوه او ږغ يې پر وکړی ويل:
يا اباسفيان! و درېږه، ابوسفيان چي په خپل چرت کي ډوب ؤ او حواس يې بايللي وه ترشا يې وکتل او وبېرېدى، ويل: غدرکوى يا بني هاشم؟ عباس رضی الله عنه ويل: يا غواړم چي خبري در سره وکم، ابوسفيان ويل: نژدې ؤ چي زړه مي درېدلى واى و دي بېرولم خو يو څه په آرامه به دي را ته ويلي واى چي صبر وکه يو څه درته وايم، داسي په يوه وار دي ږغ را باندي وکړی چي و درېږه، زه دي و بېرولم، عباس رضی الله عنه ويل: والله ما ګمان نه کاوه چي ستا بېره دي و دغي اندازې ته رسېدلې وي چي د ږغه هم بېرېږې، ابوسفيان ويل: ښه څه وايي؟ عباس رضی الله عنه ويل: نه يم خبر فقط رسول الله صلی الله علیه وسلم امرکړم چي د دغه دوو غرو په منځ کي دي پر دغه ځاى و دروم.
دوى دالته و درېدل او هلته رسول الله صلی الله علیه وسلم لښکر امرکړی چي حرکت وکړی، مګر هو د ابوسفيان و مخ ته د رسم ګذشت پر قسم تېرسى، رسول الله صلی الله علیه وسلم غواړي چي خپل لښکر او قواوي و ابوسفیان ته ورښکاره کړي، اوس چي د سه شنبې د ورځي سهار دى او د هجرت د اتم کال د روژې د مياشتي اووه لسمه ورځ ده رسول الله صلی الله علیه وسلم او اسلامي لښکر د وادي فاطمې څخه چي مر الظهران ورته ويل کېده د مکې مکرمې و طرف ته حرکت وکړی، د لښکر اوله ډله چي مقدمه وه هغه د بني سُلَيم قبيله ده چي زر نفره د آس سپاره او ټوله په اسلحه پټ دي د خالد بن وليد رضی الله عنه په قومنداني دغه ځاى ته چي عباس رضی الله عنه او ابوسفيان دواړه په غره کي ناست دي را ورسېدل ابوسفيان دغه قبيله و نه پېژندل ويل يا عباس! دا څوک دي؟
عباس رضی الله عنه ويل: دا بني سُلَيم دي، ابوسفيان ويل: زموږ او د بني سُلَيم يې سره څه؟ زموږ او د هغو په منځ کي خو هيڅ اختلاف او مشکل نسته دوى ولي راغلي دي؟ بيا بله قبيله تېره سوه بيا بله قبيله خو هره قبيله چي تيريږي ابوسفيان د عباس رضی الله عنه څخه پوښتنه کوي چي دا څوک دي او هغه يې ورښيي، ابوسفيان د هري قبيلې سره وايي: زموږ او د دوى يې سره څه؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم ټوله قبيلې امر کړي وې چي کوم وخت د ابوسفيان پر برابري ورسى په لوړ آواز به درې تکبيره واياست، الله اکبر، الله اکبر، الله اکبر.
د دغو قبائلو په ليدلو سره د ابوسفيان زړه نور هم ولوېدى او پوښتنه به يې کول دا څوک دي؟ دا څوک دي؟ د عربو ډيري قبيلې سره يو ځاى سوي وې چي هغه قبيلې: جُهَينه، غِفار، مُزَينه، سُلَيم، تميم، اسد او قيس څخه عبارت وې او بيا په آخر کي يوه مجموعه يا د لښکر يوه حصه تېرېدل چي دغه مجموعه تر ټوله لښکر منظمه او قوي وه، ټول په اسلحه داسي پټ وه چي بېله سترګو څخه يې بل ځاى نه معلومېدى (زرغونه ټولۍ) چي دا ټولۍ د مهاجرينو او انصارو څخه جوړه سوې وه او د دې ټولۍ قومندان په خپله رسول الله صلی الله علیه وسلم ؤ، په دغه ځاى کي په خپله رسول الله صلی الله علیه وسلم د دغي ټولۍ مشرتوب کاوه، ابوسفيان چي دغه ټولۍ وليدل نو يې په تعجب سره و ويل: سبحان الله! يا عباس! دغه څوک دي؟ عباس رضی الله عنه و ويل: تا نه و پېژندل؟ ويل: يا والله! نه يې پيژنم دا څوک دي؟
کوم وخت چي ابوسفيان د دغي ټولۍ حرکت او انظباط، عسکري او حربي قدرت وليدى چي په نورو ټولو قبائلو کي يې داسي انتظام، قوت او حرکت نه ؤ ليدلى، نو خود په ډير تعجب سره يې و ويل: يا عباس! دغه څوک دي؟ په والله هيڅوک د دغي ټولۍ مخ ته نه سي درېدلاى او هيڅوک يې د جنګ او مقابلې طاقت نه لري.
عباس رضی الله عنه و ويل: دا رسول الله صلی الله علیه وسلم دى په مهاجرينو او انصارو کي، ابوسفيان د دغه لښکرو په ليدلو سره و عباس رضی الله عنه ته و ويل: په والله ستا د وراره پاچهي ډيره لویه سوې ده، عباس رضی الله عنه و ويل: يا اباسفيان! دا پاچهي نه ده بلکه نبوت دى، ابوسفيان و ويل: هـو نبوت دى.
بيا نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وابوسفيان ته د تللو اجازه ورکړه، ويل اوس نو مکې مکرمې ته ولاړ سه، د رسول الله صلی الله علیه وسلم د دغه کاره څخه مقصد دا ؤ چي ابوسفيان ټول لښکر د اسلحې او جنګي طاقته سره و ويني ځکه که ابوسفيان دغه لښکر و نه ويني اسلحه او استعداد يې و نه ويني او مکې مکرمې ته ولاړ سي ممکن خپلي رأيي او نظر ته تغير ورکي او بيا د جنګ إراده وکړي، حال دا چي رسول الله صلی الله علیه وسلم جنګ او وژنه نه غوښتل دا يې خوښه وه چي مکه مکرمه بېله جنګه تسليم سي نو ځکه يې خپلي قواوي په ابوسفيان وليدلې او کوم وخت چي ابوسفيان دغه قوي لښکر وليدى هغه هم پوه سو چي جنګ فايده نه لري مکه مکرمه بايد بېله ځنډه او بېله عذره تسليم کړم.
ابوسفيان مکې مکرمې ته داخل سو او هلته يې په لوړ آواز سره ناري کړه: يا معشر القريش! دغه محمّد صلی الله علیه وسلم دى د دومره لښکره سره درته راغلى دى چي تاسي هيڅ مقاومت نه سى ور سره کولاى، د قريشو مشران چي په هيڅ نه دي خبر پر را ټول سوه، ويل څه خبر دي را وړى دى؟ ابوسفيان ويل لښکر دى، ټولياني دي، قبيلې دي، تسليم سى چي سالم پاته سى، هند بنت عُتبه چي د ابوسفيان ښځه وه هغه وبېرېدل چي ابوسفيان مکه مکرمه مسلمانانو ته تسليموي او دا كله راضي وه چي مکه مکرمه دي مسلمانانو ته تسليم سي ځکه دا هغه مسلمانان دي چي په بدر کي يې د دې ورور، پلار او اکا ور و وژل او اوس مکه ور تسليم سي، دا کار يې بالکل نه ؤ خوښ او په قهر سوه، ابوسفيان يې تر ږيره ونيوى او پر نورو مشرانو يې ناري کړه: مکه مه ورتسليموى، خو ابوسفيان وايي:
يا ور تسليم يې کړی والله تاسي ټوله وژني، هند چي ډيره په قهر او غضب کي وه ويل: ابوسفيان و وژنى دغه احمق، چاغ او پنډ وايي تسليم سى، دئ و وژنى دا ډير بد مشر دى، د دې په عوض چي پر جنګ مو دلاوره کړي دئ مو په تسليمېدلو امر کوي؟ ابوسفيان و ويل: هوښيار اوسى چي د دې په خبرو مغروره نه سى والله ټول قريش وژني، ما په خپلو سترګو وليدل بني سُلَيم، تميم، خزاعه، فلانۍ او فلانۍ قبيلې مي ټوله وليدې چي را رهي دي، والله که يې يواځي انصار او مهاجرين را وستل هيڅوک د هغو قوت او طاقت نه لري، قريشو ويل: چاره څه ده؟ ويل تسليم سى، ويل څنګه تسليم سو؟ ابوسفيان ويل: که څوک د ابوسفيان کور ته ننوتل په امان دي، قريشو ويل: خداى دي خوارکه موږ ستا په کورکي ځاييږو؟ چي ستا په کور ننوزو، ابوسفيان ويل: که څوک مسجد الحرام ته ننوتل هغه هم په امان دي، قريشو ويل:
يا اباسفيان! په مسجد کي هم نه ځاييږو، ابوسفيان ويل: که چا د خپل کور دروازه په ځان پسي وتړل هغه هم په امان دي، قريشو ويل: هو دا عامه عفوه ده، نو ټوله مخ پر خپلو کورو رهي سوه، خپل اهل او اولادونه سره را ټولوي او په کورو ننوزي دروازې په ځانو پسي تړي، ويل: چي څوک مو دباندي او پر لارو و نه ليدل سي ځکه وژل کيږي، اوس نو د مکې مکرمې اهل او اوسېدونکو د تسليمېدلو نيت وکړی.
خو هلته د قريشو او مکې مکرمې ځينو بېباکه او مغروره خلکو دا إراده وکړه چي موږ د مسلمانانو سره جنګيږو، نو ځيني اوباش او لُچک خلک د عِکرمه بن ابي جهل، صفوان بن اميه، سهيل بن عمرو، حارث بن عبيد الله، حارث بن هشام، عبدالله بن ربيعه او نورو مشرانو سره يو ځاى سوه ويل: که قريش کاميابه سوه خو موږ د دوى سره يو او که قريش مغلوبه سوه هر څه چي بیا مسلمانانو غوښتل هغسي به ور سره وکو، دغه خلک په خندمه کي سره يو ځاى سوه او د مسلمانانو سره د جنګ کولو إراده لري، په دغه ډله کي د بنو بکر د قبيلې يو سړئ هم ؤ چي حماس بن قيس نومېدى، دغه سړي په خپل کورکي اسلحه سره برابرول او يو ځاى کول، ښځي يې ورته و ويل: دغه اسلحه د څه شي دپاره يو ځاى کوې؟ ده ويل: د محمّد او د هغه د اصحابو د جنګ دپاره، ښځي يې ورته ويل: په والله د محمّد او د هغه د اصحابو و مخ ته هيڅوک او هيڅ شئ نه سي درېدلاى، ده ويل: والله زما دا اميد دى چي زه به د هغو څخه ځيني ستا نوکران کم (يعني: بنديان به يې ونيسو او زموږ مريان به وي) دغه سړئ هم په هغه کسانو کي ؤ چي د مسلمانانو د جنګ دپاره د قريشو سره يو ځاى سوي وه.
(په ياد يې ولرى د دغه سړي چي نوم يې حماس دى پاته قصه به لږ وروسته درته بيان سي)
د دغه سرکښو قريشو د دغه کوچني لښکر غړي سره را ټول سوه او په هغه حصه کي ولاړ دي چي د هغه طرفه څخه د خالد بن وليد رضی الله عنه لښکر راځي، هلته بيا رسول الله صلی الله علیه وسلم د مکې مکرمې پر څلورو اطرافو لښکر را رهي کړى، يعني: لښکر يې پرڅلورو حصو و وېشى چي مکې مکرمې ته د څلورو لارو څخه ور داخل سي، هغه اول تقسيم چي پر پنځو حصو ؤ لښکر د جنګ دپاره تيار ؤ،که قريشو جنګ کولاى لښکر د جنګ آمادګي درلودل، مګر اوس و مکې مکرمې ته داخلېدل و هغه تقسيم ته ضرورت نه لري نو يې لښکر و څلورو حصو ته و وېشى چي د لښکر د هري حصې مشران او قومندانان دغه نفر وه: خالد بن وليد، زبير بن العوام، ابو عبيده عامر بن الجراح او سعد بن عُباده ، خو سعد بن عُباده رضی الله عنه په هغه وخت کي چي د ابوسفيان مخ ته تېرېدى و هغه ته يې ويلي وه: نن ورځ د قصابۍ ورځ ده، نن ورځ د مکې مکرمې حُرمت حلاليږي، نن ورځ الله جل جلاله قريش ذليله کړه.
(يعني دا چي په مکه مکرمه کي جنګ او وژنه حرام دي خو نن ورځ جائز او روا ګرځي)
دغه خبر و رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورسېدى، عثمان بن عفان او عبدالرّحمْن بن عوف رضي الله عنهما و رسول الله صلی الله علیه وسلم ته و ويل: يا رسولَ الله! موږ بېريږو چي سعد بن عباده رضی الله عنه به په قريشو کي قتل او وژنه وکړي، رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمايل: داسي نه ده لکه دﺉ چي وايي بلکه نن ورځ د رحمت او مهربانۍ ورځ ده، نن ورځ داسي ورځ ده چي کعبه شريفه پکښي معظمه کيږي (ځکه د بتانو څخه خالي کېدل) په نن ورځ کي الله جل جلاله قريش معززه کوي (ځکه دا د قريشو عزت دى چي و اسلام ته داخل سي) بيا نو رسول الله صلی الله علیه وسلم امر وکړی چي د سعد بن عُباده رضی الله عنه څخه دي بيرغ واخستل سي، سعد رضی الله عنه د قومندانۍ څخه ايسته او معزول کړل سو.
مګر د دې دپاره چي په خپله سعد رضی الله عنه او انصار دغه د ده په ايسته کولو ناراضه نه سي نو يې بيرغ و قيس بن سعد بن عباده رضی الله عنه ته ورکړی چي د دغه سعد رضی الله عنه زوى ؤ، يعني: د پلار څخه واخستل سو او زوى ته ورکول سو (دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم حکمت، پوهي او ښه تصرف ؤ چي د خپلو اصحاب کرامو سره يې څنګه معامله کول).
لښکر د څلورو طرفو څخه حرکت وکړی او ورته ويل سوي وه چي د خيف په منطقه کي به د جبل هند سره يو ځاى کېږى چي دغه منطقه و مکې مکرمې ته نژدې وه.
او دا چي رسول الله صلی الله علیه وسلم ولي دغه خِيف د مسلمانانو د لښکر د يو ځاى کېدلو دپاره انتخاب کړى؟ په دې کي يو حکمت ؤ ځکه دا هغه ځاى دى چي په پخوا کي د قريشو مشران په دغه ځاى کي سره را ټول سوي وه او پر دې يې عهد او قسم کړى ؤ چي د همېش دپاره به د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره جنګيږو هيڅ وخت به نه تسليميږو او نه به صلحه ور سره کوو، خامخا به محمّد صلی الله علیه وسلم وژنو، د قريشو دغه وعدې او قسمونه او هغه د مقاطعې او بندیز اتفاق په دغه خيف کي سوي وه او رسول الله صلی الله علیه وسلم د دې دپاره په خيف کي واړول چي قريش هغه خپل عهد او قسمونه په هغه ځاي کي مات کړي کوم چي دوى هَلَته دغه عهد او قسمونه سره کړي وه، رسول الله صلی الله علیه وسلم د لښکر څلور سره حصې امر کړې چي ټولي د خيف په منطقه کي سره يو ځاى سى.
او لښکر ته يو بل امر دا هم ؤ: چي نه به د چا سره جنګ کوى او نه به څوک وژنى بېله هغو کسانو څخه چي جنګ در سره کوي ځکه چي موږ جنګ او وژنه نه غواړو، بېله لسو نفرو څخه، دغه لس نفره چي مو هرچيري پيدا کړه وژنى يې که څه هم د کعبې شريفي په پوښو ځړيږي، په هر حال کي دغه لس نفره و وژنى، په دغو لسو نفرو کي شپږ يې نارينه او څلور يې ښځي وې، چي نومونه يې په داسي ډول سره دي:
1- عِکرمه بن ابي جهل،
۲- هَبّار بن الاسود،
۳- عبدالله بن سعد بن ابي سرح،
۴- مِقيَس بن صبابه الليثي،
۵- حُويرث بن نُقيد،
٦- عبدالله بن هلال.
دغه نفر يې نارينه وه او د نرانو په نومو کي هلته د سيرت په کتابو کي لږ اختلاف سته.
او ښځي يې:
۱- هند بنت عتبه چي د ابوسفيان ښځه وه، دا هم د اسلام ډيره سرسخته دښمنه وه او دا هغه څوک ده چي د اُحُد په ورځ يې د سيد الشهداء سيدنا حمزه رضی الله عنه سره هغه ظالمانه او ناوړه وضعيت وکړی.
۲- ساره، چي د عمرو بن هشام آزاده سوې مينځه وه او دا هغه څوک ده چي د حاطب رضی الله عنه ليک يې و قريشو ته ور وړى او ونيول سوه.
3 ، 4 - فَرتَني او قرينه، چي دغه دوې مينځي وې او غزلي به يې ويلې(لکه زموږ د وطن مسلياني) خو په غزلو کي به يې همېشه د رسول الله صلی الله علیه وسلم او مسلمانانو ذم او بد ويل.
عِکرمه، په دې سبب په دغو لسو کسانو کي شامل ؤ چي دئ او د ده پلار د اسلام شديد او سر سخته دښمنان وه.
عبدالله بن سعد بن ابي سرح، هغه څوک دى چي مسلمان ؤ او د مسلمانانو سره په مدینه منوره کي اوسېدی او وحيِ يې ليکلې او بيا مرتد سو او مکې مکرمې ته راغلى.
د مِقيَس بن صبابه، جُرم دا ؤ چي دئ کافر ؤ او ورور يې چي قيس بن صبابه نومېدى مسلمان ؤ، دغه مسلمان قيس د اُحُد په ورځ په هغه بد حال کي چي په مسلمانانو کي ګډ وډي پيښه سوه او يو د بله يې نه سره پيژندل د يوه بل مسلمان د طرفه په خطا کي و وژل سو، نو دغه کافر ورور يې مِقيس بن صبابه مدينې منورې ته ورغلى او ويل: زه مسلمان يم بيا يې د ورور ديت وغوښتى! ديت هم ورکول سو ځکه هغه مسلمان ورور يې د بل مسلمان د طرفه په خطا کي وژل سوى ؤ، پسله هغه څخه چي د ورور ديت يې واخستى بيا په یوه فارغه وخت کي هغه د ورور و قاتل ته ورغلى او هغه يې و وژى، يعني: ديت يې واخستى او بيا یې غدر وکړی، تر هغه وروسته مرتد سو او مکې مکرمې ته ولاړى، نو ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمايل: دغه مِقيَس هم بايد و وژل سي، که څه هم دکعبې شريفي په پوښو ځړيږي.
هَبار بن الاسود هغه څوک دى چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم لور زينب رضی الله عنها ته د دې د هجرت په ورځ په مخ کي و درېدى او د اوښه څخه يې لاندي وغورځول او دا پر يوه ډبره و لوېده چي د دغه لوېدلو په سبب يې هغه د نس کوچنئ و لوېدى.
مقصد دا چي دغو لسو نفرو هر يوه داسي يو خاص او لوى جُرم درلودى چي د بخښني وړ او لائق نه وه. د دغو اوامرو تر اورېدلو وروسته د مسلمانانو د لښکر څلورو حصو د مکې مکرمې د ښار پر طرف حرکت وکړی.
ان شاءالله نور بیا....
ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند
www.taleemulislam.net