تازه سرليکونه
د (احکام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
شرعی پرده
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  February 16, 2021
  0

شرعی پرده

 

تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


نن سبا په یوه لویه ګناه کی ډیرعام مبتلا یو او هغه دشرعی پردې نه کول دی. عام خلګ خوڅه کوې ځینی خاص کورنۍ هم پکښی اخته دی چی دفامیل(خاندان)د نامحرموڅخه پرده نه کوی. ښځی چی دکوره څځه وزی نوچادری وکی مګردنامحرم دوستانوڅخه پرده نه کوی که څه هم ددوی څخه پرده کول دشریعت حکم دی ځکه چی ددوی سره ډیری اړیکی پیښیږی. لهذا دخاندان دنامحرموسره ډیراحتیاط ضروری دی. 
  دښځود پاره لاندی ذکرسوی دوستان نامحرمه دی پدې خاطرددوی څخه پرده کول ضروری ده.


د خاله میړه، دعمه میړه، د اکا زوی، دعمه زوی، دخاله زوی، دماما زوی، دخورمیړه، دمیړه ټوله نارینه دوستان بیله خسرڅخه داټوله نامحرم دی. ښځوته پکارده چی دلیوره څخه پرده په خاصه توګه وکی. یوې ښځی دحضرت محمد(صلی الله عليه وسلم)څخه پوښتنه وکړه چی موږ د لیوره(د میړه د ورور) څخه پرده وکو، حضرت محمد(صلی الله عليه وسلم)ورته وفرمایل چی لیورخومرګ دی مرګ یعنی څرنګه چی مرګ ژوند ختموی همدارنګه د لیوره څخه پرده نه کول دین برباده وی پدې خاطرد لیوره څخه داسی باید داسی وبیریږی لکه څرنګه چی د مرګ څځه بیریږی، ځکه چی فتنه ډیره ده پدې خاطرحضرت محمد(صلی الله عليه وسلم)په ټينګه سره دا جمله وفرمایل.


   د شرعی پردې دا مطلب نه دی چی دروازه په ځان پسی بنده که او په خونه کی کښینه بلکه که کورکوچنې دی نوغټ پوړنی ښه پرمخ راایله که چی مخ دی.

 

څوک ونه وینی اوپه پوړنی باندی بدن پټ که د کورکارکوه، لیکن که په کور کی څوک نه وینود نامحرم سره یوازیتوب جائز(روا) نه دی او بی ضرورته د نامحرموسره خبری مه کوی. که چیری یوه ضروری خبره وی مثلا د کور سودا راغواړې نوپه پرده کی لږپه دروند اواز ورته ووایه اوپریوه دسترخوان باندی د نامحرموسره ډوډی مه خوری یائې دخپلو مړوسره وخوری یا ښځی دی یوځای وخوری او نارینه دې بیل ځای وخوری. دغه رنګه کوچنی هلکان په کور کی مزدوران کی کله چی هغه ځوانان سی نو دکوربی بی وائی چی دده څخه څه پرده کوم، دې خوما لوی کړی دی. ښه سرخلاص کړی چی دده څخه پرده کول واجب ده، د کوچنیوالی احکام جلا دی او د لویوالی احکام جلا دی، د کوچنی په پاکولو یا لویولو سره څه کیږی، هغه سی خوخپل اولاد هم په کوچنیوالی پاکوې اولمبوې مګرکله چی ځوان سی بیا ئې هم پاکولای سی؟ د ځوانی وروسته چی دخپل اولاد دپاره احکام بدل سول نو مزدور خونامحرمه دی دده څخه پرده نه کول سخته ګناه ده .


همدا رنګه نن سبا یوه بله ناجوړی هم پیداسویده هغه داده چی دې زما دینی ورور دی، دې زما دینی زوی دی. دخولی په ویلوسره نه څوک ورور کیږی اونه زوی کیږی، ددوی څخه پرده ده.


ماخذ: دخداي جل جلاله د دوستي څلور اعمال 


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته