لیکنه: انجینر محمد اسلم اسلم/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د قربانۍ اختر کي د قربانۍ مسائل او فضائل
قرباني چي مالي او ځاني شرعي عمل دى صدق یې په قرآن، حديث او اجماع سره ثابت دی، په قربانۍ باندي د ټولو اهل علمو په اتفاق سره دا رایه ده چي قربانې د اصولو له مخې واجب ده.
د لوى اختر په ورځو کي د اللهﷻ د رضاء د حاصلولو په موخه چي کوم ځانګړی څاروی حلالیږي د دې څاروې حلالولو ته قرباني (اضحيه) وايي.
د قربانۍ حکم
قرباني چي مالي عبادت دی، په شریعت کي یې حکم واجب دى. اللهﷻ په قران کریم د (الکوثر) سورت په وروستۍ برخه کي فرمايلي: فَصَلِّ لِرَبِّكَ وَانْحَرْ.
ژباړه: خپل رب ته لمونځ وکړه او قرباني وکړه.
همدارنګه رسول الله ﷺ هم د قربانۍ په اړه فرمايي:
څوک چي وس لري او بیا هم قرباني نه کوي، نو زموږ عيدګاه ته دې نه راځي. سنن ابن ماجه: باب الاضاحى واجبة، رقم الحديث (۳۱۲۳)
د قربانۍ حکمت او فلسفه
سربېره پر دې چي قرباني يو ابراهيمي ياد او عمل دى، دا د اللهﷻ په لار کي يو ډول سرښندنه او د اللهﷻ د منني اداء کول هم دي. کله چي بډايان د قربانۍ غوښه د بېوزلو په منځ کي وېشي؛ نو په مسلمانانو کي د دوستۍ او ورورولۍ احساس او روحيه ژوندۍ او پیاوړي کیږي.
غني او فقير يو د بل تر څنګ خوښي کوي؛ چي دا خوښي په يوه ټولنه کي د سوکالۍ او نېکمرغۍ لامل ګرځي.
د قربانۍ په وسیله یو بل سره د همدردۍ، صله رحمۍ او زړه سوۍ روحیه غښتلي کیږي، ځکه کله چي یو له بل سره همکاري او مرسته وشي نو دا ماده پیاوړي کیږي.
د قربانۍ حقيقت او ارزښت
حضرت زيد بن ارقم رضی الله عنه وايي چي، صحابه کرامو له رسول الله ﷺ څخه د قربانۍ د حقيقت په اړه پوښتنه وکړه. رسول الله ﷺ په ځواب کي ورته وفرمايل: دا ستاسو د پلار حضرت ابراهيم عليه السلام سنت دي. (صحابه کرامو وپوښتل) آيا نو په دغه قربانۍ کي موږ ته هم ثواب رارسيږي؟
رسول الله ﷺ په ځواب کي ورته وفرمايل: هو، د قربانۍ د حيوان د هر وېښته په بدل کي تاسې ته يوه نېکي ليکل کيږي. (صحابه کرامو بيا وپوښتل:) د وړيو هم دومره اجر دئ؟
رسول الله ﷺ په ځواب کي ورته وفرمايل: هو، د وړيو هم دغه حساب دى، د هر وېښته په بدل کي يوه نېکي ورکول کيږي.
سنن ابن ماجه: باب ثواب الاضحيه، رقم الحديث: (۳۱۲ )
د قربانۍ فضيلت
حضرت عايشه رضي الله عنها *وايي چي، رسول الله ﷺ وفرمايل: د قربانۍ په ورځ کي اللهﷻ ته تر قربانۍ زيات بل کار خوښ نه وي، په دې ورځو کي دغه نېک کار تر هر بل نېک کار غوره وي، د قربانۍ څاروى به د قيامت په ورځ د ښکرو، وېښتانو او ښنګرو سره يو ځاى ژوندى راشي، او د قربانۍ په ورځ به د حلالولو په وخت چي، د ويني يو څاڅکى پر مځکه لوېږي؛ نو ځمکي ته تر رسېدو مخکي د اللهﷻ د خوښۍ سبب ګرځي، او هغه يې قبلوي؛ نو اې د اللهﷻ بنده ګانو! په خوښۍ او د زړه په مينه قربانۍ وکړئ. تزمذى: (ابواب الاضاحى، رقم الحديث: ( ۱۴۹۳ )
د قربانۍ پر پرېښودلو وعيد
له حضرت ابو هريره رضي الله عنه څخه روايت دى چي، رسول اللهﷺ وفرمايل: څوک چي وس ولري (د نصاب څښتن وي)؛ خو قرباني نه کوي، هغه دې زموږ عيدګاه ته نه راځي. (سنن ابن ماجه: باب الاضاحى واجبة، رقم الحديث: (۳۱۲۳)
أضحية (قرباني) پر چا واجب ده؟
قرباني پر هغو کسانو باندې لازمه ده، چي پر هغه باندې زکوة فرض وي او د زکوة د فرضيت لپاره ٢٠٠ درهمه سپين زر يا شل مثقاله سره زر نصاب (اندازه) ټاکل شوې ده او صحيح او معتمد قول دا دی، چي دوه سوه درهمه سپين زر ٥٩٥ ګرامه دي او شل مثقاله سره زر ٨٥ ګرامه کيږي؛ نو څوک چي يو د دغو نصابونو څخه ولري هغه به اضحيه (قرباني) حلالوي. البته چي خپل اصلي ضرورتونه يې پوره وي، او د اصلي ضرورتونو څخه مقصد هغه اساسي اړتياوې دي، چي د انسان، ژوند، عزت او ابرو ورپورې تړلې وي، لکه: خوراک، څښاک، کالي، د اوسېدو ځاى، کسب کارانو لپاره د کار وسايل، د کور سامان او داسې نور شيان چي، په اصلي اړتياوو کي شمېرل کيږي.
په حرام مال قرباني نه کیږي
که د يو چا مال حرام وي، لکه د رشوت يا سود او يا داسې نور؛ نو پر هغه باندې قرباني واجب نه ده؛ که قرباني وکړي؛ نو قرباني يې نه صحيح کيږي، ځکه چي پر هغه باندې د ټول مال صدقه کول واجب دي.
www.taleemulislam.net