لیکنه : مولوي نورالحق مظهري/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ ، عَنْ رَسُولِ اللهِ صَلَّى الله عَليْهِ وسَلَّمَ قَالَ : ثَلاَثَةٌ لاَ تَرْتَفِعُ صَلاَتُهُمْ فَوْقَ رُؤُوسِهِمْ شِبْرًا : رَجُلٌ أَمَّ قَوْمًا وَهُمْ لَهُ كَارِهُونَ ، وَامْرَأَةٌ بَاتَتْ وَزَوْجُهَا عَلَيْهَا سَاخِطٌ ، وَأَخَوَانِ مُتَصَارِمَانِ.[سنن ابن ماجه971]
ژباړه: عبدالله ابن عباس رضي الله عنه د رسول الله صلي الله عليه وسلم څخه روايت کوي چي ويې فرمايل: درې نفره دي چي لمونځونه يې تر سرونو يوه لوېشته هم نه پورته کيږي: هغه څوک چي خلګو ته لمونځ ورکوي خو د خلګو ورڅخه بد راځي، هغه ښځه چي شپه تېره کړي خو مېړه يې ورباندي په خښم وي او هغه دوه وړونه چي رابطه سره پرې کړي.
دلته د وړونو څخه عام مراد دي که نسبي وړونه وي او که ديني وړونه وي ځکه پر ناحقه د يو مسلمان سره د رابطې پرې کوي يا تر درو ورځو اضافه د رابطې پرې کول شرعا حرام دي.
ماخذ : اسلامي مقالې
www.taleemulislam.net