عَن عَبْدَ الرَّحْمَنِ بْنَ مَهْدِيٍّ يَقُولُ لَا يَكُونُ الرَّجُلُ إِمَامًا يُقْتَدَى بِهِ حَتَّى يُمْسِكَ عَنْ بَعْضِ مَا سَمِعَ.[مقدمة صحيح مسلم]
ژباړه: عبدالرحمن بن مهدي وايي: هيڅوک تر هغه وخته د خلګو امام نسي جوړېدلای چي خلګ دي پده پسې ولاړ سي تر څو چي د ځينو هغو شيانو څخه ځان ونه ساتي چي ده اورېدلي وي.
يعني څوک چي د خپلي خولې سره احتياط نه کوي او خپلي خبري نه کنټرول کوي بلکي ټوله هغه شيان نورو ته اوروي چي دی يې د خلګو څخه اوري هغه څوک ددې لياقت نه لري چي د خلګو لپاره دي امام او مقتدی سي او داسي څوک دي جوړ سي چي خلګ دي پده باندي بارو وکړي او دته دي د ځان د رهبر په سترګه وګوري.
هغه زموږ او ستاسو په اصطلاح ګپا وو او بې ځايه ډېري خبري کوونکی انسان د خلګو د رهبريت او مشرتوب لياقت نه لري.
ماخذ : اسلامي مقالې
www.taleemulislam.net