دبرات په شپه کښي درسول الله صلى الله عليه وسلم عمل
راټولونه : بصیر یوسفزي /تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د ځینو علماوو په نزد د دې شپی یوه ځانګړتیا داهم چی هدیرې مړ ستون ته تلل هلته د ټولو مسلمانو روح ته د مغفرت دعاکول او څه حصه د الله تعالی د کلام (قران ) لوستل ثواب يې مړو ته وربخښل سنت دي حضرت عائشة رضي الله عنها وایې چي يوه شپه پنځلسمه د شعبان وه زما واروو چې حضرت محمد صلی الله عليه و سلم زماخونې ته راغي كالې يې کښل چی لایي پوره کښلی نه وو بیرته يي واغوستل او ولاړ شو ماورباندي بدګمانې وکړه هسي نه چي د کومي بلې بي بي کوټې ته لاړ شی ، زه هم دنبی کریم صلی الله علیه وسلم په وروسته پټه پټه ورپسې ولاړم، چي کتل مي نبی کریم صلی الله عليه وسلم جنت البقیع (دمسلمانانو هدیرې) ته ولاړی حضرت محمد صلی الله عليه وسلم د مسلمانو ښځینه نارينه او شهیدانو ته دوعا کوله .اوما په خپل زړه کښی وویل چی زما مور او پلار دي ترتاقربان وي ما څه فکر کوئ اوته څه کوي بیا بیرته رارهی شو او زما کوټی ته راننوت او ویې ویل : ای عائشې ولی دي دومره ساه وکښه ماورته وویل : ای د خدای تعالی رسوله ! زما مور او پلار دي له تا قربان وي ، ستا په تګ سره ماته د ابدګمانې راپیداشوه هسي نه چي د کومي بلي بې بې کوټې ته لاړ شي نو زه هم درپسي و لاړم ترڅومي ته په جنت البقیع کښي په دوعا .
ولیدلي حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په جواب کښي راته وویل !
أي عائشي آیا ستا داخیال وو چي الله تعالی او د هغه رسول به ما سره ظلم وکړي؟
ما ته حضرت جبرائیل راغی او ویي ویل چي نن د شعبان پنځلسمه شپه ده نن الله تعالی د بنو کلب د قبيلې دوزو درو زغنو (ویښتانو) په اندازه (د بنوکلب ترټولو ډېرې وزې وې ) مخلوق له جهنم (دوزخ) څخه ازادوي البته په مشرک ، حاسد (کینه کونکی )صله رحمی قطع کونکی ، ترپنډ یو دلاندی د پایڅو ځړونکی ، د مور او پلار نافرمانی کونکی او د همیشه شراب څښونکی باندی در حمت نظر نه کوي .لدي وروسته نبی کریم صلی الله عليه وسلم كالی و کښل او ویي ویل چي اي عائشي آیا نن شپه د عبادت کولو اجازه راکوي ؟
اجازه يي ځکه ځینی وغوښته چی د محمد صلی الله عليه وسلم عادت داوو چي دشپي په څه حصه کښی به يې عبادت کاوو او پاتې برخه به یي د استراحت او د خپلو بیبیا نو د طبعیت سمولو لپاره معلومه وله چې په دې شپه کښی یې امکان نه وو ) حضرت عائشة رضي الله تعالی عنها وایې ما ورته وویل هو زما مور او پلار دي تر تا قربان وي هغه وو چي حضرت محمد صلی الله عليه و سلم پر لمانځه ودریدی او یوه داسی اوږده سجده يي وکړه چي زما خيال شو هسي نه چی دمحمدصلی الله عليه وسلم شاه ختلي وي او روح يي قبض شوی وي زه ورولاړه شوم او د حضرت محمد صلی الله عليه و سلم پر تلو مي لاس ورکښیښود دمحمدصلی الله عليه وسلم په پښو کښی یو قسم حرکت وو.
زما زړه پري مطمئن شو ژوند می یقین ښو او حضرت محمد صلی الله عليه وسلم په سجده، دکښي دا الفاظ ويل:
اعوذ بعفوك من عقابک واعوذ برضاك من سخلك واعوذ بك منت جل وجهك لااحصی ثبا علبك انت كما أثبيت على نفسك
ژباړه: به ستا له غضبه ستا په عفو سره پناه غواړم أو ستاد ناراضیتوب څخه پنا غوړام ستا په رضامندی سره او زه له تاڅخه ( ستا دعذاب څخه پناه ) غواړم ستا په مهربانۍ سره ستا ذات لوی اور عالی دي، زه ستا تعریف او ثناء نه شم ویلای لکه څنگه چي ته ثنا وایې پر ځان خپل ، حضرت عائشة رضي الله عنها وایي چي له حضرت محمد صلی الله عليه وسلم څخه مي پوښتنه وکړه چی دا دوعاڅه فضیلت لري ؟
حضرت محمد صلی الله عليه وسلم په خوب کښی راته وویل :
ای عائشې !
د إدوعازده کړه او نورو ته يي هم ورزده کړه : ما ته جبرائیل علیه السلام دادو عارواښووله ، اوزه داد و عا په سجده کی بیا بیا و ایم ( رواه البهيقى )
لدى تفصیل څخه به تاسو ته د دي مبارکې شپي ستور (کړنلاره ) معلومه شوي وي او دابه هم د ورته معلوه همه شوي وي چي په دي شپه کي باید څه وکړو څنګه عبادات و كړو څنګه هد يرې ته لاړ شو او هلته څه وکړو او چي وروسته کورته راشو په عبادت مشغول سو د هغي طريقه د دي ټولو اعمالو کولو سنت طریقی به درته معلوم شوې وې،( وفضائل الايهم الشهور ص ۱۹۳).
ماخذ : دقدر او برات شپو مسائل
www.taleemulislam.net