لیکوال: شیخ موسی بن راشد عازمي
ترجمه: سلطان محمود صلاح/ تعلیم السلام ویب پاڼه
مختصر نبوي سیرت
(شپاړه سمه برخه)
له أُمِّ سَلَمَة رضي الله عنها سره د رسول الله صلی الله علیه وسلم واده
o د څلورم هجري کال په شوال میاشت کي رسول الله صلی الله علیه وسلم أُمِّ سَلَمَة چي اصلي نوم یې هِنْدُ بنت أبي أمیه بن مغیره و، وروسته له دې په نکاح کړه؛ واده یې ورسره وکړ، چي د دې د مخکني خاوند له مرګ وروسته د عدت موده پوره شوې وه.
o أُمِّ سَلَمَة رضي الله عنها د پاخه عقل او پیاوړي ارادې درلودونکې میرمن وه، او دا د نبي صلی الله علیه وسلم د درنو مېرمنو رضي الله عنهن په ډله کي تر ټولو وروسته په ۶۱ هجري کال وفات شوه.
له زینب بنت جَحْشٍ رضي الله عنها سره د رسول الله صلی الله علیه وسلم واده
o رسول الله صلی الله علیه وسلم په څلورم هجري کال کي له زینب بنت جَحْشٍ رضي الله عنها سره واده وکړ. له دې مخکي زینب بنت جحش د زید بن حارثه چي نبي صلی الله علیه وسلم په زوی توب (زوی بوللی) نیولی و، په نکاح کي وه، بیا زید رضي الله عنه چي طلاقه کړه، بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم (د الله په امر) واده ورسره وکړ.
o له زینب بنت جَحْشٍ رضي الله عنها سره د رسول الله صلی الله علیه وسلم د واده یو هدف دا و چي د تبني (په زوی توب نیولو، زوی بوللو) جاهلي عادت او رواج او ورباندې مرتب آثار له یوه مخه ختم کړي.
o زینب بنت جحش رضي الله عنها له زید بن حارثه رضي الله عنه سره شاوخوا یو کال ګډ ژوند وکړ، بیا زید طلاقه کړه، چي عدت یې پوره شو رسول الله صلی الله علیه وسلم واده ورسره وکړ.
o رسول الله صلی الله علیه وسلم له زینب بنت جحش رضي الله عنها سره د الله تعالی په حکم واده وکړ، الله تعالی فرمایلي: فَلَمَّا قَضَى زَيْدٌ مِنْهَا وَطَرًا زَوَّجْنَاكَهَا. (الأحزاب: ۳۷).
ترجمه:نو کله چي زید خپل حاجت ترې پوره کړ،تا ته مو نکاح کړه.
o زینب بنت جَحْشٍ رضي الله عنها به د نبي صلی الله علیه وسلم له نورو مېرمنو ځان له زیات شرف برخمن باله او هغوی ته به یې په ډېر ویاړ سره ویل: تاسو خپلو خپلوانو نبي صلی الله علیه وسلم ته په نکاح ورکړې یاست، خو زه له اوو آسمانو پورته الله تعالی په نکاح ورکړې یم.
o نبي صلی الله علیه وسلم له زینب بنت جَحْشٍ رضي الله عنها سره د واده په مناسبت خلکو ته ښه ولیمه برابره کړه. انس رضي الله عنه وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم چي زینب بنت جَحْشٍ په نکاح کړه، نو ښه ولیمه یې برابره کړه او خلک یې په غوښو او ډوډۍ ماړه کړل.
د حجاب حکم نازل شو
o نبي صلی الله علیه وسلم چي له زینب بنت جحش رضي الله عنها سره واده وکړ، همدې وخت کي د حجاب حکم نازل شو او دلته د امهات المؤمنین د حجاب مطلب او مفهوم دا دی چي پردي خلک به د ضرورت پر مهال له امهات المؤمنین رضي الله عنهن سره فقط د پردې یا دروازې له شا خبري کوي.
o زینب بنت جحش رضي الله عنها د دیندارۍ، تقوی، سخاوت او نېکۍ له پلوه یوه غوره مېرمن وه، عائشه رضي الله عنها وايي: «لَمْ أَرَ امْرَأَةً قَطُّ خَیراً فِي الدِّیْنِ مِنْ زَیْنَبَ»: په دیندارۍکي مي له زینب غوره مېرمن نه ده لیدلې.
o رسول الله صلی الله علیه وسلم یو ځل خپلو مېرمنو ته فرمایلي وو: «أَسْرَعُکُنَّ لَحَاقاً بِيْ أَطْوَلُکُنَّ یَداً». (رواه مسلم): د تاسو هغه یوه به تر ټولو مخکي په ماپسې راشي (وفات به شي) چي لاسونه یې تر ټولو اوږده دي؛ زیاته سخي ده. له اوږدو لاسونو مراد دا دئ، چي له نورو زیاته سخي وي او زیاته صدقه ورکوي او زینب رضي الله عنها د همدې ځانګړني او صفت درلودونکي وه.
o زینب بنت جحش رضي الله عنها په شلم هجري کال د عمر رضي الله عنه د خلافت په دوران کي وفات شوه او د أمهات المؤمنین رضي الله عنهن له ډلي د نبي صلی الله علیه وسلم له رحلت وروسته همدا تر ټولو ړومبی ورپسې وفات او په بقیع کي خاورو ته وسپارل شوه.
د بني مُصْطَلِقْ غزا
o په پنځم هجري کال د شعبان په میاشت کي د بني مُصْطَلِقْ غزا چي بل نوم یې مُرَیْسِع دی وشوه، سبب یې دا و چي د بني مُصْطَلِقْ قبیلې سردار حارث بن ابي ضِرار پر مدینه د یرغل له پاره ډېر جنګیالان راغونډ کړي وو.
o نو رسول الله صلی الله علیه وسلم له اووه سوه غازیانو سره مقابلې ته ور ووت، ناببره یې دښمنان تر برید لاندي ونیول، جنګیالان یې ور ووژل او ښځي او اولادونه یې په اسارت ونیول.
له جُوَیْرِیَة رضي الله عنها سره د رسول الله صلی الله علیه وسلم نکاح
o د دې غزا د اسیرانو ښځو په ډله کي یوه هم د بني مُصْطَلِقْ قبیلې د سردار حارث لور جُوَیریه وه، رسول الله صلی الله علیه وسلم وړاندیز ورته وکړ که اسلام راوړي واده به ورسره وکړي، هغې دا وړاندیز ومانه، په اسلام مشرفه شوه او د امهات المؤمنین په ډله کي د شاملېدو ویاړ یې په برخه شو.
o رسول الله صلی الله علیه وسلم چي له جُوَیْرِیه رضي الله عنها سره واده وکړ، اصحابو رضي الله عنهم د بني مصطلق قبیلې ټول اسیران؛ نارینه او ښځینه آزاد کړل، ځکه دوی نور د رسول الله صلی الله علیه وسلم خپلوان (خسرګنۍ) وو.
o عائشې رضي الله عنها د جویریه په اړه ویلي: «مَا أعْلَمُ امْرَأَةً کَانَتْ أعْظَمَ بَرَکَةً عَلَی قَوْمِهَا مِنْ جُوَیْرِیةَ» رواه الامام أحمد: داسي مېرمن نه پيژنم (نه شته) چي خپل قوم ته یې له جویرې زیات خیر او برکت رسېدلی وي.
o أم المؤمنین جُویرې رضي الله عنها به د الله تعالی زیات ذکر کاوه، او په ۵۶ هجري کال د ۶۵ کلونو په عمر وفات شوه.
په دې غزا کي د منافقانو فتنه
o د بني مصطلق غزا له پاره جوړ شوي اسلامي لښکر کي د منافقانو د مشر عبدالله بن أُبي بن سلول قبحه الله په شمول زیات شمېر منافقین هم موجود وو، چي د ګډون موخه یې د مسلمانانو تر منځ د فتنې راولاړول او شر خورول وو.
o د بني مصطلق غزا په دوران کي دوې ستري پېښي وشوې:
- یوه د مهاجرینو او انصارو تر منځ د ستونزي یا فتنې پېښېدل.
- او بله د افک (تور او تهمت) په حادثه کي په أم المؤمنین عائشه رضي الله عنها پسې تهمت او تور لګول.
o د سلول زوی (د منافقانو مشر) قبحه الله او منافقو ملګرو یې غوښتل په خپل دې دروغجن تور او تهمت سره د أم المؤمنین عائشې رضي الله عنها عفت او آبرو ته زیان ورسوي، په رښتیا چي دا یوه ډېره ستره فتنه وه.
o الله سبحانه و تعالی له اوو آسمانونو پورته د أم المؤمنین عائشې رضي الله عنها برائت اعلان او تصدیق کړ او د دې سپېڅلي مېرمنې د برائت له پاره یې د قرآنکریم مبارک آیتونه رانازل کړل چي تر قیامته به تلاوت کیږي.
o نووي رحمه الله ویلي: له افک او تهمته د عائشې رضي الله عنها برائت قطعي او د قرآنکریم په نص ثابت دی، که چا په دې کي شک وکړ هغه د مسلمانانو په اجماع کافر او مرتد دی.
o د افک (تهمت) کیسه ډېر پندونه او درسونه لري، هر مسلمان ته ښايي ځان ورباندې خبر او پوه کړي، حافظ ابن حجر رحمه الله د دې کیسې اویا پندونه یاد کړي دي.
www.taleemulislam.net