تازه سرليکونه
د (روژه مبارکه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
روژه د برکتونو میاشت (۶)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 20, 2023
  0

روژه د برکتونو میاشت
(شپږمه برخه) 


لیکنه: مولوي نورالحق مظهري/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

یو ویشتم برکت 


بل برکت د روژې د مبارکي میاشتي دا دی چي پدې مبارکه میاشت کي الله پاک خپلو ټولو بندګانو ته خاصه توجه کوي او هره شپه د الله پاک له لوري یو آواز کوونکی داسي آواز کوي: اې د خیر او ثواب غوښتونکې مخ را واړوه او د الله پاک نور عبادت وکړه تر څو ډېر ثواب تر لاسه کړې! او اې د ګناه غوښتونكې! د ګناه څخه لاس واخله، توبه وباسه او الله پاک ته راجع سه! لکه په حدیث کي چي راځي:


ويُنَادِي مُنَادٍ يا بَاغِيَ الخيرِ أَقبِلْ ويا بَاغِيَ الشَّرِّ أَقصِرْ.[سنن ابن ماجه1642]


ژباړه: یو آواز کوونکی آواز کوي چي اې د خیر غوښتونکې مخ را واړوه او اې د شر غوښتونكې د ګناه څخه لاس واخله.


دا خبره په دې خاطر کیږي چي په دې میاشتي کي د الله پاک د رحمت دروازې خلاصي دي نو مؤمن ته د ډېر عبادت د کولو او الله پاک ته د راجع کېدلو دعوت ورکوي او ګناهکاره انسان ته د ګناه د پرېښودلو او الله پاک ته د متوجه کېدلو دعوت ورکوي.


دوه ویشتم برکت


بل برکت ددې مبارکي میاشتی دا دئ چي په دې میاشتي کي الله پاک هره شپه ډېری داسي انسانان د اور څخه  آزادوي چي هغوی د اور او جهنم مستحق دي لکه په حدیث کي چي راځي:


ولله عُتَقَاءٌ من النَّارِ وذَلكَ كُلَّ لَيلَةِ.[سنن ابن ماجه۱۶۴۲]


ژباړه: په دې میاشتي کي الله لره د اور څخه آزاد کړل سوي بندګان سته او دا کار هره شپه کیږي.
یعني د روژې مبارکي میاشتي په هره شپه کي  الله پاک ډېر خلګ د اور څخه آزادوي او دا د انسانانو لپاره لويه بريا ده چي د همدې مياشتي په برکت الله تعالی ددوی په نصيب کړېده.
الله پاک دي موږ ټوله په دې مبارکي میاشتي کي د هغو خلګو څخه وګرځوي چي الله پاک يې د اور څخه آزادوي.


درویشتم برکت


بل برکت ددې میاشتي دا دی چي ددې میاشتي عظیم عبادت چي روژه ده د قیامت په ورځ د الله پاک په حضور کي د روژه نیوونکي شفاعت کوي او الله پاک روژې ته د شفاعت كولو اجازه هم ورکوي. په حدیث کي راځي:


عَنْ عَبْدِ اللهِ بْنِ عَمْرٍو، أَنَّ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: الصِّيَامُ وَالْقُرْآنُ يَشْفَعَانِ لِلْعَبْدِ فيَقُولُ الصِّيَامُ: أَيْ رَبِّ، إِنِّي مَنَعْتُهُ الطَّعَامَ وَالشَّهَوَاتِ بِالنَّهَارِ فَشَفِّعْنِي فِيهِ، وَيَقُولُ الْقُرْآنُ: مَنَعْتُهُ النَّوْمَ بِاللَّيْلِ فَشَفِّعْنِي فِيهِ فَيُشَفَّعَانِ.[شعب الایمان 1839]


ژباړه: د عبدالله بن عمرو څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: روژه او قرآن د بنده لپاره شفاعت کوي، روژه وایي: ای ربه ما دی د ورځي لخوا د خوړو او شهوتونو څخه منع کړی وو نو ماته اجازه راکړه چي دده شفاعت وکړم، قرآن وایي: ای ربه ما دی د شپې لخوا د خوب څخه منع کړی وو، نو ما ته اجازه راکړه چي دده شفاعت وکړم نو الله پاک دواړو ته د شفاعت کولو اجازه ورکوي.


د قيامت په سخته ورځ چي انسانان شفاعت کوونکي ته ډېره اړتيا لري دا د روژې عظيم برکت دی چي د روژه نيوونکي شفاعت کوي.


الله پاک دي موږ ته ددې توفیق راکړي چي سمه روژه ونیسو او د قرآن حق سم آداء کړو ترڅو د شفاعت مستحقین یې وګرځو.


څلورویشتم برکت 


بل برکت ددې میاشتي دا دی چي الله پاک ددې میاشتي په برکت په جنت کي روژاتیانو ته یوه خاصه دروازه ځانګړې کړېده چي بېله روژاتیانو بل هیڅوک د هغې دروازې څخه نسي داخلېدلای، په حدیث کي راځي:


عَنْ سَهْلِ بْنِ سَعْدٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ عَنِ النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم قَالَ: فِي الْجَنَّةِ ثَمَانِيَةُ أَبْوَابٍ فِيهَا بَابٌ يُسَمَّى الرَّيَّانَ لاَ يَدْخُلُهُ إِلاَّ الصَّائِمُونَ.[ صحیح البخاری 3257]


ژباړه: سهل بن سعد رضي الله عنه د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي چي هغه وفرمایل: په جنت کي اته دروازې دي یوه دروازه یې ریان نومیږي چي د هغې دروازې څخه بېله روژاتیانو بل هیڅوک نسي داخلېدلای.


په بل حدیث کي راځي چي کله روژاتیان ددې دروازې څخه جنت ته داخل سي دا دروازه نوره بنده سي، یعني دا دروازه د یوه فضیلت له مخي تنها د روژاتیانو لپاره خلاصه سوې وي.


پنځه ویشتم برکت 


بل برکت ددې مبارکي میاشتي دا دئ چي په دې میاشتي کي د الله پاک ملائکي ټوله ورځ د روژه ماتي تر وخته پوري د روژاتیانو لپاره طلب د بخښي کوي یعني ملائکي دا دعا کوي چي ای الله امت ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم بخښه وکړه، په حدیث کي راځي: 
وَتَسْتَغْفِرُ لَهُمُ الْمَلاَئِكَةُ حَتَّى يُفْطِرُوا.[ مسند احمد ۷۹۱۷]


ژباړه: ملائکي ددوی لپاره طلب د بخښي کوي تر څو چي دوی روژه ماتوي.


موږ باید د ځانه سره دا فکر وکړو چي ملائکي زموږ لپاره طلب د بخښي کوي نو موږ یې ولي د ځان لپاره نه کوو په داسي حال کي چي د ډېرو ګناهونو له کبله موږ هر يو استغفار ته پوره اړتيا لرو. 


الله پاک دي د ملائکو استغفار زموږ لپاره قبول کړي.

 

شپږویشتم برکت 


بل برکت ددې مبارکي میاشتي دا دئ، چي په دې میاشتي کي الله پاک عمرې كولو ته ډېر ثواب ورکړی دی آن تر دې چي هغه یې په ثواب کي د حج سره برابر بللې ده لکه په حدیث کي چي راځي: 


عَنْ وَهْبِ بْنِ خَنْبَشٍ ، قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى الله عَليْهِ وسَلَّمَ : عُمْرَةٌ فِي رَمَضَانَ ، تَعْدِلُ حَجَّةً.[سنن ابن ماجه ۲۹۹۱]


ژباړه: وهب بن خنبش وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: د روژې په میاشتي کي عمره کول د حج سره برابره ده.


علماؤ لیکلي دي: عمره خو د حج ځای ته نسي رسېدلای نو ځکه دلته هدف بیان د ډېروالي د ثواب دی نسبت ونورو وختونو ته یعني کوم ثواب چي عمره یې د روژې په میاشتي کي لري بل وخت یې نه لري، ‌ددې داسي مثال دی لکه رسول الله صلی الله علیه وسلم چي فرمایلي دي: څوک چي یو ځل سورت اخلاص ولولي داسي کیږي لکه ده چي درېیمه حصه د قرآن لوستلې وي.


اوه ویشتم برکت 


بل برکت ددې میاشتي دا دی چي ددې میاشتي په روژې باندي مځکه او آسمانونه خوشاله کیږي او که الله پاک مځکي او آسمانونو ته اجازه ورکړي نو دوی به و هغه چا ته زېری د جنت ورکړي چي ددې مبارکي میاشتي روژه نیسي لکه په حدیث کي چي راځي: 


عن أنس بن مالك، قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: لو أن الله أذن للسموات والأرض أن تتكلما لبشرتا من صام رمضان بالجنة.[احادیث شهر رمضان لإبن عساکر22]


ژباړه: انس بن مالک رضي الله عنه د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي چي هغه و فرمایل: که الله آسمانونو او مځکي ته اجازه ورکړي نو هغوی به و هغه چا ته چي روژه نیسي زیری د جنت ورکړي.


دا دی لوی برکت او ستر فضيلت مځکي او آسمانونه هم د روژې په فضيلت باندي قائل دي او هغه چا ته په زېري ورکولو خوشحاله کيږي، چي ددې مبارکي مياشتي روژه نيسي.


یا الله ددې مبارکي میاشتي په برکت مو اهل د جنت وګرځوې!


اته ویشتم برکت


بل برکت ددې مبارکي میاشتي دا دی چي الله پاک به د قیامت په ورځ روژاتیانو ته یوه ځانګړې میلمستیا ورکوي، دوی ته به د خوړلو لپاره دسترخان آواروي پداسي حال کي چي نور خلګ به د حساب په میدان کي وي لکه په اثر کي چی راځي:


عَنْ عَبْدِ اللهِ بْنِ رَبَاحٍ، قَالَ:تُوضَعُ الْمَوَائِدُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ لِلصَّائِمِينَ فَيَأْكُلُونَ وَالنَّاسُ فِي الْحِسَابِ.[شعب الایمان 3642]


ژباړه: عبدالله بن رباح وایي: د قیامت په ورځ به د روژاتیانو لپاره دسترخان کښېښودل سي نو دوی به خوراک کوي پداسي حال کي چی نور خلګ به د حساب په میدان کي وي.


دا ډېر لوی شرافت دی چي الله پاک یې روژاتیانو ته ورکوي نو مسلمان باید هیڅ وخت ځان ددغه شرافت څخه محروم نکړي او په ډېر شوق سره ددې مبارکي میاشتي روژه ونیسي.

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته