تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
درې خوار او غريب شيان
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  July 30, 2023
  0

لیکنه: مولوي نورالحق مظهري/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


درې خوار او غريب شيان 


عَنْ شَدَّادِ بْنِ أَوْسٍ؛ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ  صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: ثَلاثَةٌ غُرَبَاءُ: قُرْآنٌ فِي قَلْبِ رَجُلٍ فَاجِرٍ، وَمُصْحَفٌ فِي بَيْتٍ لا يُقْرَأُ فِيهِ، وَصَالِحٌ مَعَ الظَّالِمِينَ.[المجالسة وجواهرالعلم]


ژباړه: شداد بن اوس وايي: رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: درې شيان بېګانه/خوار دي: د ګناهکاره انسان په زړه کي قرآن، پداسي کور کي قرآن چي هلته يې تلاوت نه کيږي او د ظالمانو سره نيک انسان.


يعني هغه قرآن خوار او بېګانه دی چي د ګناهکار انسان په سينه کي پروت وي ځکه چي هغه عمل ورباندي نه کوي او حقوق يې نه پر ځای کوي او هغه قرآن خوار او بېګانه دی چي پداسي کور کي پروت وي چي هلته يې تلاوت نه کيږي ځکه چي يو د حقوقو څخه د قرآن د هغه تلاوت کول دي نو په کوم کور کي چي قرآن پروت وي خو د هغه کور اوسېدونکي يې نه را اخلي او نه يې لولي نو يقينا چي دغه قرآن په هغه کور کي خوار او بېګانه دی همداسي هغه نيک انسان خوار او بېګانه دی چي د ظالمانو او نا اهلانو سره اوسيږي ځکه چي دوی يې په حق او عزت نه پوهيږي او احترام يې نه کوي.

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته