تازه سرليکونه
د (اسلام او ساينس) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
موسیقي په اسلام او ساینس کي/ څلور دېرشمه برخه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  October 14, 2024
  0

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 

 

موسیقي په اسلام او ساینس کي

(۳۴) 

په هندوستان کي انکار حدیث

 

۱۵: حضرت محمد ﷺ هیڅ حسي معجزه نه درلوده صرف قرآنکریم یې معجزه ده.


پرویز صاحب علاوه له صحیحو احادیثو څخه منکره دی خو قرآنکریم هم نه مني، په قرآنکریم کي د شق القمر بیان راغلی دی.


وَٱنشَقَّ ٱلْقَمَرُ. (سورت: القمر: ۱)

 

 ژباړه: او سپوږمۍ دوه ځایه سوه.


۱۶: زما په نظر د مرګ څخه وروسته ژوند (حیات بعد الممات) درست نه دی.( من و یزدان، حصه دوم ص: ۲۲۳)


منکرین احادیث د آخرت څخه هم منکره دي، د اخرت بیان صرف په احادیثو کي نه دی راغلی بلکي په قرآنکریم کي پوره بحث پر سوی دئ، جنت، دوږخ، حساب کتاب، سزا ، جزاء او داسي نور خو دی له ټولو منکره دئ.


په قرآنکریم کي یو مثال راځي: وَبِٱلْاخِرَةِ هُمْ يُوقِنُونَ. (سورت بقره: ۴) 


ژباړه: (د مؤمنانو یو صفت دادی) چي پر آخرت باندي ایمان لري.


۱۷: غلام احمد پرویز پر حضرت امام بخاری رحمة الله علیه باندي بهتان وايي او لیکي: د امام بخاری سره شپږ لکه روایات وه، له هغو څخه یې ۵۹۴۰۰۰ روایات مسترد کړل او نژدې (۶۰۰۰) روایات یې پخپل کتاب کي درج کړل. (مقام حدیث: ج: ۲ ص: ۳۲۴، ج: ۱، ص: ۵۷)


حضرت امام بخاری رحمة الله علیه د بخاری شریف څخه علاوه ۲۱ کتابونه د احادیثو تألیف کړي دي، لکه: الجامع الکبیر،المستند الکبیر، کتاب الوحدان، بر الوالدین، اداب المفرد او نور...


حضرت امام بخاری رحمة الله علیه د ضرورت مطابق شپږلکه صحیح احادیث انتخاب کړل، چي په بخاری شریف کي یې د حافظ ابن حجر رحمة الله علیه (المتوفی ۸۵۵ هق) او حضرت امام نووی رحمة الله علیه او نورو په نزد ۷۲۷۵ حدیثونه او غیر مکرره ۴۰۰۰ حدیثونه زیات و کم په بخاری شریف کي درج کړل.


حافظ ابوالفضل بن طاهر رح وايي: د امام بخاری رحمة الله علیه او امام مسلم رحمة الله علیه سره ډېر صحیح حدیثونه وه چي په صحیحینو کي یې نه دي سره راجمع کړي. (کتاب الشروط الائمه: ص: ۴۹، بحواله: انکار حدیث کے نتائج/ ص: ۱۴۳، تالیف: شیخ الحدیث ترجمان احناف مولانا محمد سرفراز خان رح.)


امام حاکم رحمة الله علیه وايی: شیخینو (امام بخاری، امام مسلم) سره دومري صحیح حدیثونه وه چي ټول یې په صحیحینو کي نه دي درج کړي. (مستدرک: ۱/ ۳/ بحواله: انکار حدیث کے نتائج/ ص: ۱۴۳، تالیف: شیخ الحدیث ترجمان احناف مولانا محمد سرفراز خان رح.)


حضرت اما نووی رحمة الله علیه لیکي: امام بخاری او امام مسلم ټول صحیح حدیثونه پخپلو صحیحنو کي درج نکړل بلکي دوی د صحیح حدیثونو یوه اجمالي ټولګه وړاندي کړل.( المقدمة للامام النووی ص: ۱۶، بحواله: انکار حدیث کے نتائج/ ص: ۱۴۳، تالیف: شیخ الحدیث ترجمان احناف مولانا محمد سرفراز خان)


علامه عبدالعزیز فرهاروی رح لیکي: امام بخاری رحمة الله علیه او امام مسلم رحمة الله علیه ټول صحیح حدیثونه په صحیحینو (بخاری، مسلم) کي ټول بند نکړل، بلکي د دوی دواړو تصریح سته چي دوی وايي چي دوی ټول درج نکړل. (کوثر النبی ص: ۱۱ قلمی، بحواله: انکار حدیث کے نتائج/ ص: ۱۴۴، تالیف: شیخ الحدیث ترجمان احناف مولانا محمد سرفراز خان رح.)


حافظ ابن حجر رحمة الله علیه، شیخ الاسلام حافظ اسماعیل رح او علامه ابوبکر الحازمی په سند سره د امام بخاری رح څخه خپل نقل کوي، چي حضرت امام بخاری رح فرمایلي دي: ما چي په الجامع الصحیح کي صرف صحیح حدیثونه درج کړي دي او کوم حدیثونه چي ما په صحیح بخاری کي نه دي درج کړي هغه څو چنده زیات دي. 


(فتح الباری ج۱: ۴، شروط الائمة الخمسه، للحازمی ص: ۴۹ مصر، بحواله: انکار حدیث کے نتائج/ ص: ۱۴۴، تالیف: شیخ الحدیث ترجمان احناف مولانا محمد سرفراز خان رح.)


منکرین حدیث اول دا وايي چي موږ صرف صحیح بخاری منو، بیا وايي چي موږ د بخاری دغه روایت هم نه منو او په اخر کي بخاری او مسلم ټوله رد کړي، چي موږ احادیث نه منو، ټول صحیح حدیثونه صرف په بخاری شریف او مسلم شریف کي نسته بلکي دا یې صرف وړوکي ټولګي دي او صحیح احادیث ډېر دي.


۱۸: احمد پرویز وايي: د مذهب تصور د قرآن خلاف دی. (مقام حدیث: ج: ۲، ص: ۳۱۳)


په قرآنکریم کي خپله راځي چي د الله په نزد باندي غوره دین اسلام دئ. 


إِنَّ ٱلدِّينَ عِندَ ٱللَّهِ ٱلْإِسْلَٰمُ. ( سورت آل عمران: ۱۹


ژباړه: دا لله په وړاندي دین همدا اسلام دی.


۱۹: منکرین احادیث په قرآنکریم کي تحریف کوي: وَٱلسَّارِقُ وَٱلسَّارِقَةُ فَٱقْطَعُوٓا أَيْدِيَهُمَا. (سورة المائده: ۳۸)


ژباړه: او غل که نر وي او که ښځه د دواړو لاسونه پرېکړئ.


د منکرین احادیث پرویزانو په جریده کي دوی وايي چي ددې مطلب دادی چي د غلو لاسونه د غلاوو څخه راوګرځوئ. (طلوع اسلام ص: ۱۷، ۱۵ اکتوبر: ۱۹۵۵)


د نورو مبارکو ایاتو تحریف هم کوي، لکه قرباني کول، د زاني په درو وهل او داسي نور.


په پاکستان کي منکرین احادیث د پرویزانو په نامه سره دي.

 

نوربیا...

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته