د تورو اوشنو چایو څښل څه ګټه لری؟
تعللیم الاسلام ویب پاڼه
توري او شيني چای د انسانانو په ژوند کي هغه ټاکلې د څښلومایع ماده ده،چه په نړۍ کي د څښلو لپاره ډیره کارول کیږي.
په افغانستان کي هم شین او تور چای په زیاته پیمانه سره څښل کيږي او د څښلو طرفداران یئ هم خورا ډیر دي. زمونږ په هيواد کي په سلو کي ٪۹۹ فيصده وګړي د تورو او شنو چا يو د څښلو څخه کار اخلي. د چایو اصلی نوم د چینای ژبی څخه اخیستل شوی دی، او د چایو د تولید هیواد هم جنوبی چین دی. چه همدغه نوم زمونږ دهیواد د خلکو په منځ کي هم د چای په نوم سره یادیږی او دا نوم یی ځانته غوره او خپل کړی دی .
دا ځکه چي په افغانستان کي چای د یوې پیژندل شوی عنعنوي او دودیزي وسيلي په تو ګه له پخوانيو وختونو نه مونږ ته را پا ته دي او په هر کور کي د تور او شین چای څښل يوه عامه عادی هراړ خیزه سپارښتنه او ضرورت دی ،کوم چه د هیواد په هر ګوټ او ځای کي دمیلمه پالنې ښکاره او څرګنده پیرزوینه بلل کيږي.
ما د دي ګټور بوټی په باره کي د نړۍ د انسانانو د اوسیدونکو د چاپیریال په مختلفو برخوكي د مسلکي پوهانو او متخصيصينو د نظريو په ملتيا سره خپل څيړنیز معلومات پیل کړه چه ددی اوس یی ستاسو سره په ګډه ګورو او ور باندی ږغیږو. چه چای څه شی او دانسان بدن ته څه ګټه رسوی .
څیړنیزو معلوماتو له مخي په ټوله نړۍ کي د اوبو نه وروسته چای د څښلو دوهمه وسیله ده.
چه ډیر خلک یی د څښلو څخه خوند اخلي. هر کال په نړۍ کي دری میلیارده کیلو ګرامه چای تولیدیږی د ټولی نړۍ د هيوادونو په پرتله د جاپان وګړۍ په سلو کی ٪۸۰ فیصده د شنو چايو د څښلو څخه کار اخلي. د چایو څښل بدن ته ډیره ګټه لري او د ډیرو خطرناکومرضونو د مخنیوي لپاره د درملنې او تداوی په زړه پوری دارو او درمل بلل کیږي.
چای د تورو او شنو په نامه سره پیژندل کیږي او دواړه د يوه شنه بوټی پواسطه د ځمکی پرسر کرل کيږي او بیا د تولیدی انکشاف د پرمخ تللي مرحلې د تیریدو نه وروسته د څښلو لړۍ ته وړاندی کیږی. د تورو او شنو چايو بیلوالی په دی : دي چي د شنو چایو پانو ته لومړی جوش ورکول کیږي او بیا وچیږي ولي دتورو چايو پانی بیله جوشه وچیږی او کله کله د شیمیایی موادو رنګ ور ګډیږي او بیا د څښلو لپاره تیاریږي. د چايو د تولید هیوادونه چین، جاپان، هند، تر کیه او داسی نور دی چه لویه برخه یی په چین کې کرل کيږي .
شین چای
شین چای د څښلو هغه ټاکلې ماده ده، چه د اړتیا وړ کسان یی ورځ په ورځ زیاتیږي او دښي روغتیا زیری پکښی نغښتي دي. د دي چای د څښلو وړ کسان د شنو چایو په څښلو کي ډیری ځانګړی ګټې ویني. د شنوچایوڅښل كله د عسلو سره کله د بوری او کله هم د نورو شیرنیو سره څښل کیږی. د ځينو مسلكي پو هانو په اند شين چای د خطر ناکو مریضو لکه د سرطان د ناوړی مریضی د کمولو لپاره د درملنې يوه په زړه پوري ښه نسخه ده.
او همدارنګه د کولوسترول په را کښتکولو کي هم د پام وړ مرسته کوي. او د زړه د حجراتو د ويجاړولو او خرابولو په مخنيوي کي هم ښه مرسته کوی. شین چای سړی ځوان ساتي او د اوږده عمر د ضمانت يوه ښه هيله او نښه هم ده. د شنو چایو په څښلو کي لاندي ګټی موجودی دی :
1 : شین چای د وزن د کمولو لپاره په زړه پوري درمل دی .
۲ :د زړه د ناروغي او کولوسترول د کمولو لپاره ښه دارو دي .
۳ :شین چای د چاغوالي د مخنیوي لپاره ډيره ښه وسيله ده چي د سرطان او د زړه د حجراتو او دماغی سلسلو د مختلفو ناروغيو د مخنیوي لپاره په زړه پورې مرسته کوي .
۴ :شین چای د بدن د پوستکي او د بندونو د پاړسوب او روماتيزم په مخنيوي کي هم اغیزمن تما میږي او د نفس تنګي او ساه كښلو په ستونزه کي هم مرسته کوي چي د غوږونو دعفونيت ستونزه را کموی او د اوریدو لوسلسلى تقويه کوي. فکری او مغزی ګډوډتیا ورکوی او دغاښو دمکروبونو په ويجاړولو کي مرسته کوی .
۵:شین چای د ډیرو مضرو او خطر ناکو مکروبو او باکتریاوو سره ښه مقابله کوي کوم چي د خولى له لاری د التهاب او دغاښونو د خرابیدو لامل ګرځي .
۶:شین چای د فکری خرابی عصبی احساس د کمولو لپاره ډیر اغيز من تمامیږی او دارامیت روغه فضا منځ ته را ولي او همدارنګه د هډوکو د تقویوی غښتليا او پیاوړيتوب د ساتلو لپاره ښه مرسته کوی .
7 :شین چای دغوړو اووازګينو حجراتو د ګلو ګوز خوځښت په ټپه دروی او د شکری دناروغي لپاره د وینی جریان د کنترولولو او د مغزی حافظی په پیاوړتیا کی ګتور او اغیز ناکه رول لوبوي او د روغتيا يو مهم اړخ دی.
توري چای :
تور چای زیاتره په غربي هیواد کی ډیر څښل کيږي چي په خپل ترکيب کي داسي مواد لری.
چه د انسان په بدن کی د غذايي موادو د هضمولو په برخه کې مرسته کوی. تور چای داحتراق عمل ته تیزوالی ور بخښي او د چاغي خنډ ګرځي. علمی تحقیقاتو ثابته کړی ده چه تور چای د هډوکو د پاړسوب حالت کموی او دهغه مخنيوی کوی. تور چای د خولی د ساری ناروغي د مخنیوي لپاره هم ګټوری او اغيز مني ښیګنی لری .
د څیړنیزو معلو ماتو له مخي تور چای زړه ته قوت ور کوي او د بدن د غوړتیا او چربیومخنیوی کوي. دمغزی سلسلي آرامتیا تسکین وی او مختلف وایروسونه او مکروبونه له منځه وړي.
تور چای دشنو چایو په نسبت په نړۍ کي ډير څښل کیږي. په تورو چايو کي بیلابیل ترکیبی مواد ګډیږی چه د ډول ډول ميوو اوبه د چایو سره تركبيږي او بيا يوځای د څښلو لپاره آماده کیږی. دڅیړونیزو تحقیقاتو پلټني دا په ډاګه ثابته کړی ده چه چای د انسان بدن ته دیر ګټی رسوی. ستومانی او ستړيا له منځه وړي د روانی او عصبی احساساتو دکهالت د نا منظم حالت انگيزه ورکوی، او دیوی سالمي روغتیا زیری پکښي نغښتي دي. چای دمجلس او دوستانو دخبرو اترو پر مهال يوه ځانګړی وسیله ده چي د میلمه پالني او کورودانې يوه په زړه پوری ډالۍ ده چه دخوند او لذت نه پرته فکری سالمتیا هم ور سره ملګری ده. ددي ټولومعلوماتو له مخي شین او تور چای دروغتيا او آرامتیا لپاره یوه ډیره په زړه پوری وسیله ده چه انسان ته دهوساینې سالمتيا زیری ور کوی. چه خوند او لذت پکښي پروت دی. نو ځکه ددی ګتور بوټی څخه مونږ ته دچایو په نا مه دغه نوم را پا ته دی او موږ یی وڅښلو ته تیاریوو. تاسو ته هم دشنو اوتورو چايو د څښلو په هیله