نبوي سیرت (۲۱ برخه)
لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
دغه (د اصحاب الفیل) واقعه د الله جل جلاله د قدرت معجزه وه، د دې واقعې خبر د هغه وخت په متمدينو او لويو مملکتو کي لکه فارس او روم نشر سو ځکه ابرهه د نجاشي د طرفه په يمن کي والي او نائب ؤ او حبشې بيا د روم د حکومت سره ټينګ او نژدې تعلقات درلودل، نو روم د حبشې د لاري په دغه واقعه خبر سو او فارس چي هميشه به يې د روم او د هغه د حلفاوو يا متعاهدينو خبرونه د جاسوسۍ د لاري لاس ته را وړل او و هغو ته به هميشه په خزه کي ناست وه دا خبر ور و رسېدى او د هغه وخت د مځکي د مخ هغه لوى او پر مخ تللي مملکتونه هم دغه دوه وه، نو دغه واقعې ټول عالَم و ځان ته متوجه کړى او عالَم يې د بيت الله په شرف پوه او خبرکړى، عالَم ته دا معلومه سوه چي الله جل جلاله دغه ځاى مقدس کړى دى لکه دا چي د دغه ځاى څخه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د راتګ مقدمه وه او عالَم ته يې دا ور ښکاره کړه که د دغه ځاى د اَهله څخه يو څوک د نبوت دعوه وکړي دا به عيناً هغه شئ وي چي د دغي واقعې تقاضاء او غوښتنه ده او د دغه ځاى څخه به د نبي را وتل د دغه پټ حِکمت تفسير او بيان وي چي الله جل جلاله ولي د مکې مکرمې مشرکان د هغه وخت پر اهل ايمان چي نصارا وه په داسي طريقه سره کاميابه کړل چي د اسبابو تر قدرت لوړه خبره وه.
تاسي پوهېږى چي د ابرهه لښکر څو نفره ؤ؟ شپېته زره نفره د ابرهه د لښکر تعداد او شمېر ؤ او دغه ټول لښکر په کوچني مرغانو هلاک کړل سو، نو خود دغه واقعه د دغه ځاى څخه د نبي د را وتلو مقدمه وه.
سبحان الله! الله جل جلاله د کعبې شريفي ظاهري بِناء د ابرهه د لښکره څخه په کوچنیو مرغانو وساتل او دکعبې شريفي باطني او روحاني عظمت يې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په مبارک ميلاد سره ور وساتى چي د بت پرستانو د بتانو څخه يې پاکه او خالي کړه.
د دغي واقعې په ليدلو سره نور هم د عربو په زړوکي د کعبې شريفي عزت زيات سو.
څرنګه چي عربو جنتري نه درلودل نو دوى به د يوې لويي واقعې په پېښېدلو سره خپل تاريخونه پيژندل يا بیانول، مثلاً داسي به ویل کېده: فلانئ کار د حربُ الفُجار د مخه يا وروسته پيښ سو، د غسي يوه لويه واقعه چي به د دوى په ژوند کي پيښه سوې وه په هغه سره به يې نور تاريخونه ښوول، نو دغه د فيل واقعه هم د عربو دپاره تاريخ وګرځېدى، مثلاً فلانئ کار د فيل تر کال يو کال د مخه وسو، يافلانئ کار د فيل تر کال دوه کاله وروسته وسو. اصلاً د دنيا ټول تاريخونه همداسي دي چي په يوه لویه واقعه سره شروع کيږي، مثلاً ميلادي تاريخ د حضرت عيسْى علیه السلام په زېږېدلو سره شروع سوى دى او زموږ مسلمانانو تاريخ هغه چي هجري تاریخ ورته ویل کیږي د رسول الله صلی الله علیه وسلم په هجرت سره شروع سوى دى، زموږ په وطن کي به هم داسي ويل کېدل: فلانئ کار د وباء په کال وسو، يا فلانئ کار د بلوا په کال وسو، د سکاوۍ په کال يا د ترکي په کال داسي وسوه، مقصد دا چي د فيل کال هم د عربو دپاره تاريخ وګرځېدى او رسول الله صلی الله علیه وسلم د فيل په کال او د فيل تر واقعې پنځوس ورځي وروسته و دنيا ته تشريف را وړى دى.
نور بیا...
ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند