تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د مور و پلار په وړاندې زموږ احساس
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  May 29, 2021
  0

 د مور و پلار په وړاندې زموږ احساس


تعلیم الاسلام ویب پاڼه


زموږ ستونزمن احساس هغه دی، چې د خپل مور و پلار په وړاندې يې لرو. 


د ارواپوه د يوه سلاکار په توگه له سلگونو کسانو سره مخ شوی یم، چې دد خپل مور و پلار په وړاندې به يې بېل احساس درلود.


 دوی نه شول کولای دغه ډول احساس وپېژني او يې مني، یا یې له منځه یوسي .زما په اند د مور و پلار په وړاندې له خپل احساس سره د چلند کمزوري د یوې وړې ستونزې زغمل دي. موږ دهغوی په وړاندې مثبت او منفي احساس لرو او گومان کوو، چې باید یو ډول يې ولرو.


که د مور و پلار په وړاندې د غوسې احساس لرئ، طبيعي خبره ده چې گومان کوئ ورڅخه وېرېږئ. د هغوی په ځینو کارونو به ځورېږئ، له بله پلوه د هغوی په وړاندې د حق پېژندنې احساس هم کوئ، مینه ورسره لرئ، يوه اندازه مثبت احساس هم لري، خو ستونزمنه خبره دا ده چې میندې او پلرونه نه غواړي تاسې يې په وړاندې منفي احساس ولرئ.


 هغوی هڅه کوي د ځينو لارو چارو په خپلولو سره تاسې له غوسې، کرکې او نهیلۍ څخه وساتي. دا د عمل په وړاندې يو غبرگون دی، که گومان کوئ چې د منفي احساس په وړاندې مو کومه ستونزه سته، دغه باورستاسو منفي احساس نه سي درولای، بلکې لا یې پراخوي .
همدا ستونزه موږ له خپل احساس سره له مینې راگرځوي.


 گومان کوو دا احساس مو معیوب دی او د مینې وړ نه ښکاري حال دا چې له منفي احساس سره د مخ کېدو ډول له هغه سره مینه ده.
 خو تاسې څنگه کولای شئ له هغه څه سره مینه وکړئ، چې درباندې گران نه دی؟ دا ډول احساسونه په ذهن کې زېږي، هغه وخت يې درولای  دا باور منفي احساس د مينې وړ نه دی په دې باور بدل کړو: منفي احساس د مینې وړ دی، په همدې توگه وړاندې لاړ شو او ورسره مینه وکړو.


شو چې يو ستر لوست د بقا لپاره کوم احساس نه سته. نه ترې خلاصون موندلای سو، نه يې هم د خوشې کولو هیله لرو. احساسونه موږته د ژوند مانا رابخښي، پردې سربېره نور لوست هم راښيي. احساس د ژوند د لارښود په توگه موږ پر هغه لار بیایي، چې موږ غوره زده کړه په کې وکړو. 


کله چې د کومې ستونزې له کبله خپه يو، یا د وېرې احساس کوو. د دې تر څنگ یو ستر لوست سته، چې باید زده يې کړو، په داسې حالاتو کې يوه موضوع مطرح وي، چې موږ په تېر وخت کې هغه شا ته غورځولې ده، خو ایله اوس مو وخت موندلی چې په مينه يې ومنو. نور احساسونه هم همداسې دي.


هر يو يې په یوه بڼه موږ د هغو څيزونو پر لوري بيايي، چې د زده کړې لېوالتیا یې لرو .


احساس د ژوند په اړه د زیاتو څيزونو د زده کړې اغېزناکه وسیله ده او تل په موږ کې په څپو وي. هر وخت موږ ته ډېر وخت په واک کې راکوي، چې مقاومت پرېږدو، د خپل وجود کړکۍ پرانیزو او په عاطیفي  ډول ځان ومنو.


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته