تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
مدرسه او مکتب څنګه سره يو ځای سول؟
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  May 1, 2024
  0

لیکنه: نعمت الله شاکر/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

مدرسه او مکتب څنګه سره يو ځای سول؟

(لومړۍ برخه)


په بر کلي کي مدرسې ته څيرمه ښوونځي هم وه. د ښوونځي او مدرسې اداري تشکيل او استادانو يو له بل څخه کرکه کوله او هري ادارې غوښتل، چي هغه بله اداره متضرره وي. د وخت په تيرېدو سره ئې کرکه په عملي اقداماتو بدله سوه، په ټولګيو او خصوصي مجلسونو کي به ئې يو پر بل تورونه لګول، د ښوونځي ځيني استادانو به د مدرسې استاذان او طالبان له دنيا څخه ناخبره بلل او په مختلفو نومونو ئې يادول؛ همداسي د مدرسې ځيني استادانو به د مدرسې په ټولګيو او نورو مجلسونو کي مکتب د کفارو فکري مرکز او د ښوونځي استادان او زده کوونکي بيدينان معرفي کول. دغه حالت د بر کلي د صميميت فضاء ورځ تر بلي د کرکي په چاپېريال بدلوله کړه. د کلي اوسيدونکي حيران وه، چي څه وکړي؛ ځکه د دوی اولادونو په يو وخت کي په مکتب کي زده کړي کولې او په بل وخت کي مدرسې ته تلل. کله به ئې فکر وکړ، چي خپل اولادونه د ښوونځي او مدرسې څخه راوباسي او دا ئې سره ويل، که جهل او بي سوادي آفت دی، نو په کورنيو او کلي کي دښمني تر بېعلمۍ زيات آفت دی.


همداسي د مدرسې او مکتب استادان هم د بر کلي او شاوخوا کليو اوسيدونکي وه او يو دبل سره د کرکي په روحيه ژوند کول سخت وو. 
د دواړو علمي مرکزونو حالت اووضعيت نور هم وخيم سو. ادارو ئې تصميم ونيوی، چي دوی يوازي هغه څوک په ټولګيو کي پريږدي، چي هغه بل علمي مرکز پريږدي. 


دا خورا خطرناک تصميم وو؛ ځکه له يوه اړخه زده کوونکي د ضروري علومو څخه بي برخي کېدل او له بله اړخه د يوه کلي او يوه چاپيريال اوسيدونکي د کرکي په فضا کي نسو اوسېدلای، حتی داسي زده کوونکي هم وو، چي يوه ورور او خور ته د مدرسې زده کړي راجحي وي، نو مجبور وو، چي مکتب پريږدي او بل ورور او خور بيا پدغسي صورت کي د مکتب زده کړو ته لومړيتوب ورکاوه، نو بيا به پر يوه سترخان داسي خوندي او وروڼه سره ناست وای، چي هر يو د هغه په بل په مقابل کي روزل کېدل.


تر ټولو بده داوه، چي د زده کوونکو علمي سويې ورځ تر بلي ټيټيدلې؛ ځکه اکثرو استادانو د درس اکثره وخت د مقابل اړخ په غندلو کي تيرواوه. زده کوونکو بشپړ درس نسو لوستلای او ورځ تر بلي ئې د پوهي او علم سره مينه لږيدله. د لوړو عمرونو لرونکو زده کوونکو د علمي سويو د ټيټوالي څخه علاوه، نوري بدي انګيرني هم کولې. 


د برکلي خلکو پخپلو منځونو کي ډيري مشورې سره وکړلې، چي دواړه علمي مرکزونه په همږغي سره د تعليم او تدريس د ترويج او عامولولو لپاره خپل منابع وکاروي، تر څو کليوال په علمي ميدانونو کي د شاوخوا کليو او ښارونو سره سيالان سي؛ خو داسي حل لاره نسوه ورته معلومه، چي د دوی درد دواء کړي....


د برکلي اوسيدونکو د نورو کليو د اوسيدونکو سره هم مجلسونه او مشورې وکړلې، چي يوه داسي معقوله لاره ورته وښيي، تر څو د دوی په کلي کي شته ستونزي هواري سي؛ خو هيچا هم داسي مشوره ورنکړه، چي د دوی مشکل حل سي؛ ځکه د دوی په ستونزه کي د نورو ډيرو خير پټ وو او هغوی اکثره د داسي فرصت په انتظار وه. 


د ګاونډ کليو ځيني خلکو د منځګړيتوب تر سرليک لاندي منافقتونه وکړل او دواړه علمي مرکزونه ئې تر پخوا زيات يو د بل په مقابل کي ودرول.


د بر کلي د ښوونځي يو تقاعد سوي معلم ته يوه طريقه ور په زړه سوه، چي ګوندي دغه طريقه موجوده ستونزه حل کړي.


 تقاعد سوی معلم صاحب د مدرسې ادارې ته راغلی او د مدرسې مهتمم او ناظم صاحبانو ته ئې وويل، چي زه وزګار يم، غواړم بيله اجورې او حق الزحمې څخه د مدرسې زده کوونکو ته ځيني مهم مضمونونه تدريس کړم. 


د مدرسې مسئولينو د مشورې کولو لپاره وخت وغوښت. معلم صاحب هم ورسره ومنله او ولاړ....


نوربيا... 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته