لیکنه: ملا سلیمان شاه/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د اُمت د تجزيې ناخواله
د شیعه، سني، سلفي، اهل حدیث، وهابي، دیوبندي، بریلوي، تبلیغي، شریعت او طریقت، داسي په بیلا بیلو نومونو لکه اسلامي، سیاسي، احزاب، مُلا، طالب، سره بیلیدل یوه لویه بدبختي ده، دغه اختلافات د اسلام د دښمنانو په ګټه او دامت د تجزیې او په وړو وړو ډلو د ویشلو سبب ګرځي او اسلامي امت په دی سره دمایوسۍ ناکامۍ او شکست پر لوري ګړندي ګامونه اخلي، خو د دغه اختلاف او تجزیې له منځه وړل اسانه دي، هغه دا چي مسلمه امت باید دخپل دین په باره کي قرآن او حدیث ته رجوع وکړي، د مجتهدینو داجتهاد او استنباط په مرسته ځانونه پوه کړي، د جهالت او بې علمۍ له تورو تیارو ځانونه را وباسي، د ړندو قضاوتونو څخه ځانونه و ژغوري، بل باید فروعي اختلافونو ته ارزښت ور نه کړي او د لوی ضرر او خطر پر ځای دي اخف ضرر مختاره کړي، ددې پر ځای چي د دغسي اختلافاتو په اثر د امت مسلمه موجودیت په خطر کي ولویږي او د اصلي دښمن (نړیوال کفر) تر تسلط لاندي راشي، په کار داده چي د پراخ نظر او حوصلې څه کار واخلي او خپل منځي اختلافات په ورور ګلوۍ او حوصله مندۍ سره حل و فصل کړي یا یې تحمل کړي ځڪه د نظر اختلاف ددښمنی په معنا نه دي مشکل نه لري.
الله جل جلاله دي مسلمان اولسونه یوځل بیا په پخواني شان او برم وځلوي.
www.taleemulislam.net