لیکوال دکتور عبدالکریم زیدان
ژباړه: مولوي عبدالسلام حنیفي/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
هغه فرض/ واجب کارونه چي په مجموعي توګه یې پر امت ترسره کول لازم دي
فرض / واجب د اصول فقه علماؤ اند په دوه قسمه دي، چي واجب عیني او واجب کفائي ورته وايي، واجب عیني هغه احکام دي چي پر هر فرد باندي یې ترسره کول لازم وي، او واجب کفائي هغه احکام یا امرونه دي چي که چیرته یې په یو کلي یا ټولنه کي یوه ډله ترسره کړي، نو د ټولو مکلفو کسانو غاړه ورباندي خلاصیږي، مثلاً قضاء، افتاء، یا په یوه ټولنه کي د طب، انجینرۍ، زراعت، اقتصاد وغیره نورو علوم زده کول یا هر هغه کار چي امت ورته اړتیا لري، یا د دې کارونو لپاره زمینه جوړول د ټولني پر یوه ډله باندي د دې ترسره کول لازمی دي؛ ځکه چي کفائي فرض/ واجب له عامو ګټو سره اړیکه لري. مثلاً یو هیواد د خپل دفاع لپاره ( ۱۰۰۰ ) دانې جنګي الوتکو ته ضرورت لري نو د دې لپاره د هیواد پر ټولو وګړو باندي لازمه او ضروري ده چي یا به د دې لپاره زمینه برابروي او یا به یې په جوړولو کي لاس په کار کیږي، یا بل مثال په یو کلي کي خلک ناروغه کیږي او هلته کلینک او ډاکټر شتون نه لري او د هغه کلي لپاره یو کلینک او دوه ډاکټران کولای شي چي د دې کلي د ناروغانو تداوي په سمه توګه وکړي او په هر کار پسي ورسیږي، نو د کلي پر ټولو وکړو باندي لازمه ده چي دوی به د خپل کلي څخه دوه ډاکټران او کلینک لپاره لاس په کار کیږي، که چیرته د دوی اړتیا په دریو ډاکټرانو باندي پوره کیدله بیا دري ډاکټران لرل ضروري او واجب دي، که چیرته هیڅوک هم دا کار ترسره نه کړي او نه د دې کار لپاره زمینه برابره کړي؛ نو د کلي د ټولو وګړو غاړي بندي او مکلف دي، کله داسي پیښیږي چي یو کار د ټول امت پر وګړو باندي ترسره کیږي نو په هغه صورت کي که چیري ټول امت هغه کار ونه کړي نو ټول امت ورباندې ګنهګاریږي، ځکه چي دا غوښتنه له ټول امت څخه کیږي او هر څوک چي د دې کار د ترسره کولو وس او توان ولري، نو ترسره کول یې ورباندي لازمي دي، که چیري یې څوک وس نه لري نو پر هغه باندي لازمه ده چي توانمند کسان به ورته هڅوي، لکه امام شافعي رحمه الله د کفائي واجبو په هکله فرمایلي دي: که چیري د اسلامي امت ټول کسان کفائي واجب ترک کړي، یعني هیڅوک یې هم پرځای نه کړي، نو زما اندیښنه داده چي د ګناه له کړۍ څخه به یې هیڅوک هم پاتي نه شي ( الرساله ، صفحــ ۳۶۶ ــه )
د دې څرګندونو پر بنسټ د امت دنده داده چي امت وڅاري او د کفائي واجبو ترسره کولو ته یې چمتو کړي او یا یې د اداء کولو لپاره اړین ګامونه پورته کړي، ځکه د عامه ګټو د لاسته راوړلو لپاره دولت د امت استازی دي او دولت د کفائي واجبو د اداء کولو دنده پر ځای کولای هم شي، که چیري دولت په دې برخه کي کم راشي، او دا کار ترسره نه کړي، نو ټول امت ورباندي ګنهګاره کیږي. دولت ځکه ورباندي ګنهګاره کیږي چي د اداء کولو توان ئې لري خو پام ئې ورته نه دی کړی او امت ځکه ورباندې ګنهګاره کیږي چي دولت یې دې کار ته ولي نه دی چمتو کړی.
سرچینه: الوجیز في اصول الفقه
www.taleemulislam.net