د نارینه و د ورېښتانو توئیدل
لیکنه : ډاکټر عبدالرزاق حرمان/تعلیم الاسلام ویب پاڼه
ورېښتان د نارینوو په ښایست کي خورا مهم رول لوبوي، د ورېښتانو تویدل ډېرو ځوانانو تشویشونه را پیدا کړي. په افغانستان کي ځوانان له دې ستونزي سره زیات مخ دي. د تداوی لپار ځان تر جلدي ډاکټرانو پوري رسوي، خو له تداوی څخه خوښ نه وي.
دلته به د ورېښتانو د توئیدو پر اصلي سببونو و ږغېږو:
لومړی: ارثي تویدنه
د ورېښتانو د تویدو یو لوی سبب ارثی دی یعني د کورنۍ د نورو غړو ورېښتان یې هم همدا ستونزه لري. دا عموما په ۲۵ یا ۳۰ کلنۍ کي وي.
دوهم: تشویش او سټرس
تشویش کول د بدن پر ټولو غړو باندي منفي اغېز لري. د ورېښتانو په تویدلو کي دوهم لوی سبب تشویش دی. تاسو ته ښه ښکاره ده، چي په افغانستان کي کورني، ټولنیز او همدارنګه فردي تشویشونه ډېر عام دي، نو ځکه مو د خلکو ورېښتان له وخت مخکي توئيږي.
درېیم: خوراک
ورېښتان د خپلي پیاوړتیا لپاره پروټینو ته اړتیالري، چي له خوراک څخه یې لاسته راوړو. زموږ په هیواد کي د اقتصادي ستونزو او یا نه پاملرني په خاطر موږ خپل خوراک ته چندان توجه نه کوو.
د ورېښتانو د تویدو مخنیوی
هغه کسان، ورېښتان یې د ارثي سبب په خاطر توئيږي، د هغوی سره مسلکي ډاکټران یوازي دومره مرسته کولای سي، چي د ورېښتانو توئیدل یې و ځنډوي یعني څومره ورېښتان چي یې باید په ۳۰ کلنۍ کي توی سي، د ډاکټر په مرسته دا موده و ۳۵ کلنۍ ته رسولای سي.
او پاته سول هغه کسان چي ارثی فکتورونه نه لري او فکر کوي چي ورېښتان یې د تشویش او یا کمزوری خراب له وجی تویږی، هغوی باید د تشویش کچه کمه کړي او خپلي غذا ته پاملرنه وکړي او مسلکي ډاکټر ته ورېښتان ښکاره کړي.
www.taleemulislam.net