تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ولي په اسلام کي طلاق د نر په واک کي دی؟
  تعلیم الاسلام
  October 11, 2017
  0

 لیکنه: عبدالغفار جُبیر/ د زیاتونو سره، تعلیم الاسلام ویب پاڼه 2016-06-15

ولي په اسلام کي طلاق د نر په واک کي دی؟ ددې څه حکمت دی؟!
 
جواب:
 
 ۱:  الله تعالی نارینه پر ښځي قایم کړی دی: الرِّجَالُ قَوَّامُونَ عَلَى النِّسَاءِ بِمَا فَضَّلَ اللَّهُ بَعْضَهُمْ عَلَى بَعْضٍ وَبِمَا أَنْفَقُوا مِنْ أَمْوَالِهِمْ {النساء:۳۴}
ژباړه: سړي حاکمان (مقرر شوي) دي پر ښځو باندې په سبب ددې چې فضليت ورکړی دى الله ځينې د دوى ته پر ځينو نورو باندې او په سبب ددې چې دوى له مالونو خپلو څخه (پر دغو ښځو) نفقه (لګښت) کوي.
 
طلاق هم د قیام یا صلاحیت یوه برخه ده.
 
۲: په اسلام کي چي کله یونر او یوه ښځه نکاح سره وکړي نو پر نر باندي ددې ښځې خوراک، څیښاک او پوښاک ټوله فرض دي، یعني په اسلام کي به د ښځې ټوله مصرف نر ورکوي، ښځه خپله مکلفه نه ده چي د خپل خوراک، څیښاک او پوښاک لپاره څه وګټي، ښځه به خپل ټول مصارف د نارینه څخه طلب کوي. نارینه د خپلي کورنۍ مسؤل، ساتونکی او بوج پورته کوونکی دی نو ځکه یې د طلاق واک هم د نر په واک کي دی.
 
۳: نارینه باندي لازم دی چي ښځي ته مهر ورکړي، ښځه د مهر څخه خلاصه ده نو ځکه د طلاق واک هم د نارینه په اختیار ورکول سوی دی.
 
 ۴:  که فرضاً یوه ښځه په اسلام کي په تکلیف وي او ددې حقوق یو خاوند نسي ترسره کولای نو و ښځې ته هم خدای پاک دا حق ورکړیدی چي ځان بېل کړي چي ودې ته په شریعت کي خلع وايي.
 
 ۵:  سلیم فطرت هم دا تقاضا کوي چي واک دي د نارینه په لاس وي،  دا چي په عمومي ډول سره د ښځې اعصاب و نارینه ته کمزوري دي نو له همدې کبله د روانشناسې د علم په رڼا کي ښځه تر نر ډیره احساساتي ده، خښم ژر ورځي، ژړا ژر ورځي نو که چیري د طلاق واک د ښځې په واک کي سي نو په یوه ورځ کي به یوه ښځه څو مړونه کوي او څو به طلاقوي، چي دا وټولنیز ژوند ته ستر نقصان دی له همدې کبله یې د طلاق واک ونر ته ورکړیدی. (او نارینه د خپلو عواطفو په اداره کولو کي تر ښځي ډیر غالبه دی).
 

که چیري نارینه هم د ښځي مهر ورکوي، هم د ژوند ټول مصارف ورکوي، هم یې د هر ډول خطراتو څخه ساتنه کوي او هم یې د ژوند په مهمو چارو کي مسؤلیت اخلي خو بیا هم طلاق د ښځي په لاس کي ورکول سي نو دا به کوم عقل او منطق صحیح وبولي؟!


۶: په غیر اسلامي ټولنو کي ۹۰٪ طلاقونه د ښځې په واک کي دي چي زیانونه یې په لاندي ډول سره دي:
 
- دا ماشومان له ترحم څخه خالي وي، هټلردا پروژه پرمخ بوتله .
- د ټولني د فساد سرچينه وګرځي لکه: غلاوي، قتلونه، او نور.
- هغه کسان چي سلنه ئې په نړيواله توګه سره زياته ده په محبسونو کي بنديان دي دا هغه کسان دي چي په وړکتوب کي له والدينو څخه محرومه سوي وه.
- دا ماشومان چي غټ سي ځان وژنه داسي ورته عادي ښکار لکه يو څوک چي ښه کار کوي.
- داسي کسان په ټولنه کي د هيچا احترام نلري، حتی قانون ورته پر اوبو کرښه ښکاري.(کفري نړۍ کي زښت زیات شتون لري).
- داسي کسان د ذهني کمزورۍ له کبله لوړ تعليم نسي حاصلولای، نو ځکه ئې ژوند د مشکلاتو ښکاروي.
- د انسانانو سره ژوند ورته دروند ښکاري، دا ځکه چي په هره ټولنه کي اصول وي او داسي کسان د ذهني کمزورۍ له کبله دا حوصله او زغم نلري.
- داسي کسان ډېرژر د بل چا تر احساساتو لاندي راځي، داسي ډېره پيښه سوې ده چي خپل غوښي ئې خپله خوړلي وي او يا يې بل ته ورکوي.
- وداسي کسانوته نه نصيحت، نه وهل، نه ډبول اونه بد ويل ګټه لري.
- ټوله انسانان ورته نابلده اوبيګانه ښکاري يواځي خپل کړه وړه ورته ښه ښکاري. 
 
 د ماشوم عصبي کمزوري ولي صورت نيسي؟ 
د امريکا د ذهني ناروغيو څيړونکي په دې آند دي چي که کوچني اولاد د حيوان وي او يا د انسان که چيري په عارضي ډول سره د مور څخه ليري سي هغه ته عصبي صدمه رسيږي، ددې کوچني انسان يا حيوان په دماغ کي چي کومي عصبي حجرې دي هغه په ۲۴ ساعتونو کي يا له منځه ځي اويا ئې فعاليت کميږي، ددې څيړ نيزمرکز او بي بي سي په آند چي هغه موږکان چي ۲۴ ساعته مو له مورڅخه ليري کړل د هغو ځينو عصبي حجرې له فعاليته لويدلي وې، او فلج سوي وې، د هغه برعکس هغه واړه موږکان چي له خپل مور سره وه هغه بلکل درست وه او هيڅ عصبي مشکل ئې نه درلو دی.  
 
دا چي کفري ټولنو وښځې ته د طلاق واک ورکړیدی نو زښته طلاقونه په ټوله کفري نړۍ کي ډیره ده چي نور زیانونه یې دا دي
 
 د طلاق زيانونه: 
۱: د نر او د ښځې څخه روپۍ مصرفيږي- دا چي نر خپل د کور او ښځه د بل کور لپاره بندوبست کوي دا مصرف غواړي هر يو خپل سرمايه بېلوي او خپل پرمخ ځي.
 
 ۲ :طلاق د يوه زخم په شان په جانبينو کي پاته کيږي، دا هغه وخت صورت نيسي کله چي خاوند او يائې ښځه د ژوند بل ملګري يا ملګرې پيداکړي او د زاړه ملګري يادونه ورته په ياد سي، کله يې نوي ملګري شتمن وي خو اخلاق ئې ښه نه وي، او يا نورې کمزورۍ پکښې وي.
 
 ۳: دا چي جوړ ژوند له منځه ځي او بيا نوي ژوند د نوو ننګونو سره پيل کيږي دا وخت او مصرف ته اړتيا لري له همدې کبله طلاق د معياري ژوند لپاره يوه ستره ننګونه ده.
 
 ۴:طلاق د انسان په شخصيت کي بدلون راولي، دا ځکه چي هغه کورنۍ او دوستان چي نر يا ښځې ورته په احترام کتل او ښې اړيکې ئې ورسره درلودې هغه اوس دښمنان سول له هغوڅخه يې نوره کرکه کيږي چي دا خپل په شخصيت کي انقلاب او اوښتون دئ.
 
۵:  طلاق د ماشومانو ژوند له منځه وړي لکه چي رڼا ورباندي واچول سول، هغوي بې سر پناه کوي.
 
۶:  وبشري ژوند ته زيان
۷ : زناوي
۸:  نشې
۹:  د انسانانو ترمنځ بې اعتباري
۱۰:  قتلونه
۱۱ : وماشومانو ته نه توجه.
 ۱۲ : ذهني او دماغي تکليفونه، امراض او کړاوونه
۱۳:  ځان وژنې.
۱۴:  د ايډز په شان د مهلکې ناروغۍ خپرېدل 
۱۵:  انساني او مقدسې رابطې او مزي پرېکول لکه زوی، خور، پلار او داسي نور...
۱۶:  په ځوانۍ کي به په خواهشاتو پسې ګرځي او که معمره سي بيا يې ژوند تر حيوان هم بدتره سي.
 اوداسي نور...
 
 پر ټولو ناخوالو باندي په تفصيل سره رڼا اچول ناشونې ده دلته مو یو څو حکمتونه او اغېزې ذکر کړل.
 
لیکنه: په کفري نړۍ کي د طلاق شمېر او اغېزې
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته