تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
دمیږي ژوند
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  June 8, 2021
  0

 

له انسانه به تېرسو او د( میږي ) ژوند ته به ځغلنده نظر وکړ، چې يوه وړه حشره کارونه کوي د اګډه ملګرتیا د مېږتون په جوړولو او ددانواو خوړو راغونډولوپه وخت لیدلای سئ.


دا حشره پرته له دې نه، چې پوهنتون ته تللی وي او بې له دې نه، چې پوهنځې يې ویلی وي په خدای ورکړې پوهې ، فطري غریزې او احساس سره په دې پوهېږي، چې که غواړي يوه دانه په سورې کې خوسا او خرابه نه شي؛ نو پکار ده ، چې نیمه يې کړي .


میږی که محسوس کړي ، چې دانه لمده سوې ، نو سمدستي يې له سورې راوباسي او لمرته يې ږدي ، چې وچه سي او اصولا دوی خپلې سورې او مېږتون په لوړ او وچ ځای کې جوړوي ، چې اوبه ورته ونه رسېږي .


نو آیا ویلې سو، چې دا حیرانوونکې کارونه له لارښوونکې پرته کېدای سي ؟!


ددې وړې حشرې استاد اولارښوونکی څوک دی ؟ او له کومه یې دادو مره ژوند بنیادئې پرې ولاړ دی ؟


سترې خبرې چې انسان پرې د زده کړې له لارې پوهېدای سي (زده کړي او دژوندبنیاديې پري ولاړدي؟


ستاسې پام يوې په زړه پورې مناظرې ته را اړوو:


یوه ماده لمانځي یوعالم ته وویل (دخدای تعالي وجود راته ثابت کړه )ددي پوښتني په وخت کي يو ماشوم هم ناست وو:چي له هګۍ سره يي لوبې کولي عالم له  ماشومه هګی راواخېسته او ماده لمانځي ته یې وویل : داهګۍ وینې ، چې يوه سخته ، کلکه او بنده   کلا کې دننه او د دېوالونوترشایې ډېر نری پوستکی دی او په هغه کې دننه لږشان ویلي شوي ،( سره او سپین زردي)

دهګی سپین اوژیړ خودوی له یوبل سره نه ګډ ېږي ؛نو آیا ویلي شو، چې داژېړ او سپین ،چې له یو بله بېل دي او پخپله پیدا شوي دي ؟


ای پوښتونکیه ! هېڅوک ددې هګیو له دننه خبر نه دي، کوم چرګوړي ، چې ترې راوځي نربه وي او که ښځه او چې راووځي، نو زړه راښکوونکی او رنگارنگ وي کوم يو ځواک د چرګوړی داسې رنګ او انځورکړی دي .


آیا دیو چرګوړي یایوطاووس رنګول او انځورول تختې یاتصویرله رنګو لونه کم دی ؟


آیا موږ ویلی سو، چې يو جوړ سوی تصویر ، جوړوونکی او انځورګر لري؛خود افطري انځورګري پخپله سوې ده ؟


عالم زیاته کړه: آیا نه منې ، چې د اهګئ او هغه چرګوړی ،چې ترې پیداکیږي او دومره خصوصیات لري د ایو حکیم ، پوه اومد بر پالونکی او لري؟


پوښتونکي لږ سوچ وکړ او لکه ، چې له خوبه راپاڅېدلی وي سمدستي يې ویل ( هو ګواهې ورکوم ، چې د نړۍ یوپیداکوونکی او پالونکي  لري، چې نوم يې الله  دی او ټول كمالي صفتونه لري او ګواهې ورکوم ، چې محمد صلی الله علیه و آله وسلم دخدای بنده او استازی دی .)
هودنړۍ له موجوداتو هرژوندی مثال ، هراتوم ،هره زره او دژوندیو څارویوهر سلول د حقیقي پالونکې او خالق پرشتون رښتیني ګواه دي.


ماخذ :  رب زما

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته