تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د مرګ او د ژوند وروستۍ شېبې (۲)
 
  May 3, 2017
  0
 
ژباړه او زیاتونه: غلام عمرعبدالله / تعليم الاسلام ويب پاڼه
 
 
مرګ او د ژوند وروستۍ شېبې (دوهمه برخه)

د صالحینو د مرګ حالات:

*عمربن خطاب* د اسلامي امت د محراب لمړی شهید حضرت عمرفاروق رضي الله عنه په داسي حال کي د مجوسي کافر تر تروریستي برید لاندي راغی چي د سهار د جماعت لمونځ يې ادا کاوه.
 
* عثمان بن عفان* د حیا نمونه، د قران شهید، د رسول الله صلی الله علیه وسلم د دوو مبارکو لوڼو خاوند امیرالمؤمنین حضرت عثمان رضي الله عنه په داسي حال کي د باغیانو لخوا په شهادت ورسېد چي د قران تلاوت يې کاوه.

* علي اﺑﻦ ابي طالب* د الله د رسول صلی الله علیه وسلم زوم، د امت څلورم خلیفه او د شجاعت غر امیرالمؤمنین حضرت علي رضي الله عنه په داسي حال کي د خوارجو تر برید لاندي راغی چي له کوره د سهار د جماعت لپاره را روان وو.
 
* امام ابي حنیفة *د امت ستر امام، د زهد او تقوا نمونه امام ابي حنیفه رحمه الله ته يې چي په کوم کور کي غسل ورکاوه، په هغه کور کي امام رحمه الله اووه زره (۷۰۰۰) ځلي د قران کریم ختم کړی وو.

* عبد الله بن إدريس رحمه الله* چي د امام مالک رحمه الله نږدې دوست او ملګری، عابد او زاهد شخص وو، کله چي وفات کېدی لور يې ورته ناسته وه او ژړل يې ده ورته وویل: لوري مه ژاړه ما په دې کور کي څلور زره ځلي قران کريم د همدغه (ځانکندن) د وخت لپاره ختم کړی دی.

*عامر بن عبد الله بن الزبير* رحمه الله تابعي و، د رسول الله صلی الله علیه وسلم د عمه کړوسی وو، د رسول الله صلی الله علیه وسلم احادیث يې هم روایت کړي دي، کله چي د مرګ پر بستر پروت وو، د کورنۍ غړي يې چار چاپېره ورته ناست وه او ژړل يې.
 
نوموړی د مرګ په سختیو کي وو چي د مؤذن ږغ يې واورېدی چي د ماښام اذان يې کاوه، سره ددې چي د نوموړي د مرګ سختي ډېره وه د اذان په اورېدو سره یې ناستو کسانو ته وویل: زما لاس ونيسئ !! 
 
ويل: چېري؟؟ 
 
ویل: مسجد ته !! 
 
ویل: ته او پردغه حال؟؟ 
 
ویل سبحان الله: زه دي د لمانځه د اواز کوونکي بلنه واورم او قبول دي يې نه کړم؟! 
 
زما لاس ونیسئ او مسجد ته مي بوځئ!! 
 
وروسته دوکسانو په خپل منځ کي واخیست، مسجد ته يې بوت، د امام شاته يې یو رکعت لمونځ وکړ او د سجدې په حالت کي وفات سو.

*  الشيخ كشك * رحمه الله، د الله د لاري رښتینی داعي وو، د حق دعوت يې کاوه داعييانه او مهاجرانه ژوند يې لاره، د حق په لاره کي یې هجرت هم کړی وو په داسي حال کي مړ سو چي د جمعې سنت لمونځ یې ادا کاوه.

* الخليفة الراشد عمر بن عبد العزيز* د اسلامي امت زړه سوانده امیر، د راشده خلفاؤ د ژوند او حکومت وروستۍ نمونه عمر بن عبدالعزیز رحمه الله په داسي حال کي وفات سو چي د مرګ پرحال یې د الله دغه سپېڅلی قول تکراروه :
 
تِلْكَ الدَّارُ الْءَاخِرَةُ نَجْعَلُهَا لِلَّذِينَ لَا يُرِيدُونَ عُلُوًّا فِى الْأَرْضِ وَلَا فَسَادًا ۚ وَالْعٰقِبَةُ لِلْمُتَّقِينَ.[سُوۡرَةُ القَصَص : 83]
 
ژباړه : د اخرت هغه كور خو به د هغو خلكو لپاره ځانګړی کړو، چي په ځمکه کښي خپله لويي نه غواړي او نه د فساد كولو اراده لري او نېک عاقبت یوازي د پرهېزګارانو لپاره دى.

* ابن تیمیة * شیخ الاسلام رحمه الله په داسي حال کي وفات سو چي پر ژبه يې دا ایات جاري و:
 
إِنَّ الْمُتَّقِينَ فِى جَنّٰتٍ وَنَهَرٍ (54) فِى مَقْعَدِ صِدْقٍ عِندَ مَلِيكٍ مُّقْتَدِرٍۭ (۵۵).
 
 ژباړه: له نافرمانۍ څخه ډډه كوونكي (پرهېزګاران) به په باوري توګه په باغونو او ويالو کښي وي، (دا جنت) د ډېر مقتدر باچا (الله) په وړاندي د رښتيني عزت ځاى دی.

 او دا یو حقیقت دی چي  ""څوک په کوم فکر او عمل ژوند کوي پر هم هغه فکر او عمل به مرګ ورته راځي"".
 
---------------------------------------------------------
 
مخکنۍ ليکنه:  مرګ او د ژوند وروستۍ شېبې (لمړۍ برخه)
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته