تعلیم الاسلام ویب پاڼه
ښکلا، قیمتي کالي ، لوړې زده کړې، بنګلې، واک، رتبه او ځان غوره ګڼل په دې شیانو هیڅکله شخصیت نه جوړېږي.
شخصیت یو داخلي ځواک دی، يو داسې ځواک چې نور وګړی يې نسي لیدی، خو حس کولی يې سي.
که چېرې خوش طبیعته یاست او ستاسې په داخله نړۍ (زړه) کې کرکه وي؛ نو دا ستاسې د خوش طبيعتي ټول خواږه له مینځه وړي.
شخصیت او کردار د څلورو عناصرو مرکب دی، کورنی اغېزې، د مدرسې اغېزې، د چاپېریال اغېزې او د دې ټولو اغېزو پر وړاندې دانسان خپل غبرګون که چیري تاسي ښه دوستان نسي پیدا کولی، نو د دې دا مانا نه ده چې ښه خلک په نړۍ کې نسته، بلکې ستونزه په تاسو ده، ستاسې شخصیت روغنه دی. ددې اغېزې د انسان په څېره باندې هم وي او د خبرو په اظهارباندې هم .
ماخذ : د ځوان او خوښ اوسېد و هنر