تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
دحافظ ابن حنبلي رحمه الله کتاب یو واقعه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  August 23, 2021
  0

دحافظ ابن حنبلي رحمه الله کتاب یو واقعه


ایډیټ : یوسفزی / تعلیم الاسلام ویب پاڼه 

حافظ ابن حنبلي رحمه الله په خپل کتاب کي د قاضي ابوبکر بن محمد بن عبدالباقي بغدادي رحمه الله يوه واقعه ذکر کړي ده.

وايي قاضي ابوبکر بغدادي يو وخت مکي معظمي ته راغی او هلته اوسيده يوه ورځ وږی سو د خوراک د پيدا کولو لپاره د کور نه بهر ووت ، ګوري چي په لاره کي يو غوټه پرته ده ، غوټه يې د ځان سره واخيسته او کور ته راغی کله يي چي غوټه خلاصه کړه ګوري چي په دې کي يو ډير قيمتي اميل دی غوښتل يي چي دغه اميل خرڅ کړي او ځانته د خوراک يو څه واخلي په همدي نيت د بازار په لور روان سو په لاره کي يو سپين ږيري سړي چغي وهلي چي له مانه يوه غوټه ورکه سوي که هر چا سره وي او را يي کړي نو 500 ديناره ورکوم بغدادي رحمه الله سپين ږيری د ځان سره د کور په طرف راووست او د غوټي د نښو پوښتنه يي ځيني وکړه نو سپين ږيري ټولي نښي صحيح وويلي غوټه يي سپين ږيري ته ورکړه نو سپين ږيري غوښتل چي بغدادي ته 500 ديناره د انعام په شکل ورکړي خو بغدادي رحمه الله پيسي وانه خيستي او سپين ږيري ته يي وويل دا ستا خپل حق دي سپين ږيري غوټه واخيسته او روان سو. يوه ورځ بغدادي رحمه الله د سفر په نيت يو ځاي ته د کښتۍ پواسطه روان وو چي په سمندر کي طوفان راغي او کښتۍ يي ډوبه کړه چي ټول ناست خلک په کښتۍ کي په سمندر کي ډوب سول يواځی بغدادي رحمه الله پاتي سو او د يو تختي پواسطه يي ځان تر يوي جزيري ورسوو په جزيره کي يي يو مسجد پيدا کړ هلته لاړ او تلاوت يي وکړ د جزيري خلکو د بغدادي رحمه الله تلاوت ډير خوښ کړ او ترينه يي غوښتنه وکړه چي زموږ بچو ته به قران کريم ور زده کوي.

دي رحمه الله ماشومانو ته قران کريم ور زده کول پيل کړل چي څه موده وروسته تري خلکو غوښتنه وکړه چي دلته يوه يتيمه نجلئ ده ته بايد هغی سره نکاح وکړي نو دي ځواب کي نه وويل خو د خلکو غوښتنه ډيره وه دا يي مجبور کړو تر څو نکاح وکړي، د نکاح په لومړي شپه چي کله يي د‌ خپلي ښځي سره ليدل نو په غاړه يي هاغه اميل وليده کوم چي ده پيدا کړي وو نو ډير زيات حيران سو سبا يي د کلي خلکو ته ددي اميل په اړه خپله کيسه وکړه نو د کلي خلکو ورته وويل چي دا نجلي د‌هغي سپين ږيري لور ده او هغه ويل چي ما په ژوند کي دومره ايماندره سړي نه وو ليدلي نو د الله تعالي نه يي سوال وکه چي الله تعالي دي زما د لور نکاح دي سره وکړي .

پند: ټول کارونه الله په ډيره ښه طريقه سره کوي بس زموږ د په اعمالو کي اخلاص او ايمانداري مهمه ده.


ماخذ: عبرت ناکي کیسي 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته