د مسواک وهلوڅو وختونه
رالیږونکي : نصیب الله ځلاند /تعلیم الاسلام ویب پاڼه
محدثینو او فقهاوو د مسواک د کاروني يو شمېر وختونه هم په ګوته کړي . رد المختار کي راغلي چي په لاندي وختونو کي مسواک وهل مستحب دی ، د غاښونو د ژړوالي په وخت کي ، دخولې د بدبویي په وخت کي ، د خوب څخه د راپورته کېدو په وخت کي ، په یوه مجلس یا محفل کي د ګډون پر مهال او کورته د تلو په وخت کي
رد المختار ، ج ۱، ص ۸۴)
حضرت علامه عبدالحق محدث دهلوي رحمته الله علیه لیکي چي په دغه حالاتو کي د مسواک وهل سنت دي ، له لمانځه وړاندي ، د اوداسه پر مهال کي ، د قرآن کریم د تلاوت پر مهال ، د غاښونود ژړوالي پر مهال ، د چپ پاته کېدو یا بیده کېدو له امله په خوله د بدبویي د پیدا کیدو پر مهال ، د یو بوی لرونکي شي خوړل او د خوب څخه د راپورته کېدو پر مهال •
لمحات التنقیح ،ج ۲، ص۲۵)
ماخذ: دمسواک ګټي
www.taleemulislam.net