تعلیم الاسلام دارالافتاء
مسلسله شمېره : (٣٨٦)
نوم: اجمل
سوال : که يو هلک د يوې انجلي سره حقيقي مينه ولري او واده کول ورسره غواړي اما دهلک دمور او پلار ددې واده څخه ناخوښه وي په دې اړه که معلومات راکړئ ؟
جواب :
حامداً و مصلياً
مور او پلار ته دا حکم دى چي د اولاد جائز خواهشاتو او جذباتو ته ترجيح ورکړي ځکه چي د نکاح کولو چي کوم مطلب دى هغه د مسلمان پاکوالي دى او دا مطلب هغه وخت حاصليږي چي دی د خپل خوښي مېرمن وغواړي ،(١) که چیري دی د خپلي خوښي ښځه ونه غواړي نو تجربې دا ښودلي ده چي د دوی ژوند تريخ وي.
خو بياهم که مور او پلار ستا و خوښي ته نه اماده کېدل بيا نو ته خپله رائه د مور او پلار د رايي تابع کړه چي د هغو هم تجربه تر تا زياته ده او هم يې شفقت زيات دى.
جواب: مولوي عبدالهادي آغا
الجواب صحیح: مولوي سید عبدالباري
تعلیم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱) : قال العلامة علی القاري في شرحه: والتحصین المطلوب بالنکاح لايحصل الابالرغتبة في المنکوحة .
(۲): آپ کى مسائل اور ان کا حاصل، ج٦ ،ص٥٢.