تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ښه مشر څوک دی؟
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  October 2, 2021
  0

ښه مشر څوک دی؟


لیکنه : مولوي نورالحق مظهري/تعلیم الاسلام ویب پاڼه


1 - ښه مشر هغه څوک دی چي د ديانت ترڅنګ ښه اخلاق او صبور زړه ولري.


2 – ښه مشر هغه څوک دی خپل کشران هم نازوي او هم محاسبه ورسره کوي.


3 – ښه مشر هغه څوک دی په وظيفه کي تعهد او په کار کي اخلاص ولري او خپلو کشرانو ته هم همدا توصيه کوي.


4 – ښه مشر هغه څوک دی چي تل پر خپلو احساساتو واک ولري او بې ځايه نه احساساتي کيږي.


5 – ښه مشر هغه څوک دی خپله هم بيت المال ساتي او خپلو کشرانو ته هم د بيت المال د ساتني سپارښتنه کوي.


6 – ښه مشر هغه څوک دی چي په خپله اداره کي وړتيا او امانتدارۍ ته تر بل هر شي لومړيتوب ورکوي.


7 – ښه مشر هغه څوک دی چي هم د خپل ماتحت کشرانو څخه کاري راپور غواړي او هم د هغوی پيشنهاد، مشورې او انتقاد ته په آرامه غوږ نيسي.


8 – ښه مشر هغه څوک دی چي هم خپله تکبر نه کوي او هم خپل کشرانو ته د تکبر د نه کولو سپارښتنه کوي.


9 – ښه مشر هغه څوک دی چي د ځان لپاره هم د اهليت او استعداد پيدا کولو کوښښ کوي او د خپلو کشرانو لپاره يې هم کوښښ کوي.


10 – ښه مشر هغه څوک دی چي خپله هم درواغ نه وايي او خپل کشران هم د درواغ ويلو څخه راګرځوي.


11 – ښه مشر هغه څوک دی چي ترځان د نورو مشرانو اطاعت کوي او د هغوی دستور، امضاء او مکتوب ته اعتبار ورکړي.


ماخذ : اسلامي مقالې 


www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته