تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د تهجد د لمانځه فضائل/ دوهمه برخه
  تعلیم السلام ویب پاڼه
  November 30, 2024
  0

لیکنه: مولوي عبدالله طیب/ تعلیم السلام ویب پاڼه


د تهجد د لمانځه فضائل
(دوهمه برخه)  

 

دریم فضیلت: ژباړه: د حضرت ابي هریرة رضی الله عنه څخه روایت دی، دی وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: بهترینه د روژو څخه د رمضان د میاشتي وروسته د محرم د میاشتي روژه ده او بهترینه د لمونځونو څخه د فرضې لمانځه وروسته د شپي لمونځ دی.{جامع الترمذي، باب فضل صلاة اللیل }


تشریح: یعني د فرضي روژې وروسته چي د رمضان د میاشتي روژه ده بهترینه روژه د شهر الله المحرم  میاشتي روژه ده او د فرض لمانځه څخه وروسته بهترینه لمونځ د شپي لمونځ دی، نو معلومیږي چي د شپي د لمانځه کولو ډېر لوی فضیلت دی او ډېر مقامونه او برکات لري، نو راځئ د فضیلت څخه یې ځانونه برخمن او د برکاتو څخه یې ځانونه مستفید کړو. 


څلورم فضیلت: ژباړه: د حضرت ابي هریرة رضی الله عنه څخه روایت دی، دی وایې: رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: کله چي یو ستاسو څخه بیده سي شیطان دده پر سر دري غوټي وتړي، وهي یې پر هري غوټې باندي چي شپه وږده ده یعني بیده سه، نوکچیري دی کښېني د الله جل جلاله ذکر وکړي یوه غوټه خلاصیږي، کچیري اودس وکړي بله غوټه خلاصیږي، کچیري لمونځ وکړي ټوله غوټې خلاصیږي، نو دی سهار کوي طیب النفس خوشحاله، خو کچیري وېښ نه سي نو دی سهار کوي خبیث النفس ټمبل.{سنن النسائي، باب التترغیب في قیام اللیل}


تشریح: یعني کله چي یوکس بیده سي شیطان یې پر سر درې غوټي تړي چي دی په دغو غوټو سره د ذکر، اوداسه او لمانځه څخه منع کوي، پر هري غوټي باندي دی پر سر وهي او ورته وایي شپه وږده ده بیده سه، کچیري دی کښیني او د الله جل جلاله ذکر وکړي نو یوه غوټه به خلاصه سي، که اودس وکړي بله غوټه به خلاصه سي او که لمونځ هم وکړي نو ټوله غوټي به خلاصي سي، او دی به سهار خوشحاله او نفس به یې خوشحاله او ښه وي، خو کچیري وېښ نه سي نو په داسي حالت کي به سهار کړي چي ټمبل او نفس به یې خبیث او بد وي.
نو د تیر حدیث څخه معلومه سوه چي د شپي د لمانځه کولو ډېر فضائل دي او ډېر د خیر، برکت او معنویت څخه ډک لمونځ دی. او که غواړئ چي د شیطان د دامونو، وسوسو او دسیسو څخه په امن کي و اوسئ نو راځئ د شپي لخوا دتهجد لمونځ مه پرېږدئ. 


پنځم فضیلت: ژباړه: د حضرت ابي هریرة رضی الله عنه څخه روایت دی، دی وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: الله جل جلاله دي رحم وکړي پر هغه کس چي د شپي ولاړسي لمونځ وکړي او خپله ښځه هم کښېنوي، هغه هم لمونځ وکړي، کچیري هغه وېښه نه سي نو پر مخ یې اوبه وپاشي، او الله جل جلاله دې رحم وکړي پر هغه ښځي باندي چي د شپې ولاړه سي لمونځ وکړي وروسته خپل خاوند هم راکښینوي، کچیري هغه را وېښ نه سي؛ نو پر مخ یې اوبه وپاشي.{سنن ابي داود}


تشریح: یعني هغه څوک چي د شپي را کښېني لمونځ کوي او خپل کورنۍ هم راکښېنوي الله جل جلاله دي رحم پر وکړي، او پر هغي ښځې دي الله جل جلاله رحم وکړي چي د شپي راکښېني او لمونځ کوي او خپل خاوند هم راکښېنوي؛ تر څو هغه هم لمونځ وکړي، چي دانو ودغه سړي او دغي ښځي ته د نبي علیه السلام مبارک دعاء ده، چي کوم کسان دغه وخت کښیني، راولاړېږي لمونځونه او عبادت کوي الله جل جلاله دي پر ورحمیږي، الله جل جلاله دي خپل رحمتونه پر نازل کړي.


نوکه غواړئ دالله جل جلاله د رحمتونو مستحق سئ او  که غواړئ چي الله جل جلاله مو په خپل نعمتونو او رحمتونو ونازوي نو د شپي د تهجد لمونځ مه پرېږدئ. 


شپږم فضیلت: هغه کس چي د شپي ولاړېږي تهجد کوي الله جل جلاله ورته خاندي یعني ورڅخه خوشحال او راضي دی، ژباړه: د حضرت عبدالله ابن مسعود رضی الله عنه څخه رانقل دي دی وایې: الله جل جلاله و دوو نفروته خاندي، یو هغه کس دی چي د شپي په نمایي کي ولاړسي او دده کورنۍ بیده وي، دی پاکي وکړي بیا ولاړسي لمونځ وکړي نو الله جل جلاله ورته خاندي، او بل هغه کس دی، چي د دښمن سره ملاقي سي نو دده ملګري شکست وخوري او دی ثابت پاته سي ترڅو چي الله جل جلاله شهادت ورپه نصیب کړي.
یعني د هغه چا څخه چي د شپي په داسي حالت کي راولاړېږي چي نور خلک بیده وي او لمونځ کوي الله جل جلاله ورڅخه راضي او خوښ دی. 


اووهم فضیلت: ژباړه: د حضرت ابي سعید خدري رضی الله عنه څخه روایت دی، دی وایي رسول الله صلی الله وویل: څوک چي دشپي کښېني او خپل اهل(کورني) هم کښېنه وي، نو ټوله دوه رکعته لمونځ وکړي دوی به نوشته کړل سي د هغه کسانو څخه چي د الله جل جلاله ډیر ذکر کړي او د هغه ښځو څخه چي د الله جل جلاله ډیر ذکر کوي.{سنن ابي داود}


یعني چي د شپي څوک کښیني او خپله کورنۍ هم کښېنوي او دوی لمونځ هم وکړي نو دوی به د ذاکرینو (هغه نارینه چي د الله جل جلاله ډیر ذکر کوي) او ذاکراتو (هغه ښځو چي دالله جل جلاله ډیر ذکر کوي) څخه نوشته کړل سي، دا څومره ستر فضیلت دی.

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته