ژباړه: سمیع الله درانی/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
فطري میلان
په هر انسان کي د یو کار فطري میلان او شوق وي. یعني فطري ئې هغه ته شوق کیږي. بیا د دې میلان په ختمېدو کي انسان ته ډېر مشکلات پیدا کیږي. مثلاً هر پلار غواړي، د زوی میلان دباو کړي، خپل میلان پر مسلط کړي؛ چي بیا ئې زوی د خپل عادت له مخي هغه کار نه پرېږدي. خو پلار ئې وهي، مشکلات ورته جوړوي. ساده مثال ئې لکه جنسي خواهش دئ. هر انسان خپل مخالف جنس ته یعني ښځه نارینه ته، ناریته ښځي ته میلان لري. د دې مشکل حل دا دئ، چي یو څوک بلوغ ته ورسېدی، باید واده ور وکړل سي. ځکه دا میلان یو فطري شی دئ، د انسان په واک کي نه دئ. انسان د دې شوق دپاره بیا غیر اخلاقي طریقه اختیاروي. نن سبا خو داسي معاشره ده، چي واده تر ټولو مشکل کار دئ او زنا تر ټولو اسان کار دئ. مخکیني وختونو کي به واده وختي ورکول کېدی، بیا به دا جنسي مشکلات ډېر کم وه. اوس واده هم ناوخته ورکول کیږي او غربي رسنۍ ټوله ورځ په دې مصروف وي، چي څنګه د یو ځوان خواهش راپورته کړي، ګناه ته ئې وهڅوي؛ چي اوس دا زموږ په ټولنه کي یو مشکل ګرځېدلی دئ. هر څوک حیران وي، چي څنګه له دې فتنې څخه خپل اولاد وساتي.
د دې فطري میلان بل مثال علم دئ. مثلاً بعضي انسانان غواړي، چي دیني علم وکړي، خو پلار ئې مجبوروي، چي له زوی څخه ډاکټر، انجنیر جوړ کړي. نو مور او پلار ته په کار دي، چي هغه د خپل زوی میلان او رجحان له منځه یو نه سي. هغه خپل مخ ته پرېږدي.
خو په دې کي بیا ستونزه دا ده، چي کله نا کله د انسان میلان او شوق داسي شي ته وي، چي پر هغه یو فایده هم نه وي مرتبه. مثلاً ادب او فلسفه. په دې ادب او فلسفه کي که یو څوک تر انتها پوري معلومات حاصل کړي، بیا هم ده ته یو کوچنۍ وظیفه هم نه ملاویږي، ځکه ادب او فلسفه داسي خارجي علم دئ. ډاکټري، انجنیري، دیني علم نه دئ، چي خلک ئې له ځان سره ولګوي. د دې حل دا دئ، چي تاسو د خپلو میلان او شوقو یو لیست جوړ کړئ، بیا په هغه کي فکر وکړئ. مثلاً درې- څلور شیانو ته ستا میلان دئ، بیا که هر یوه باندي فایده مرتبه وه، هغه شروع کړه او هغه فایده، چي نه وه پر مرتبه؛ هغه د طبیعتسازۍ لپاره په فارغه وخت کي کوه. ته دغه خپل میلان په ښه طریقه کي هم پوره کولای سې، په بده کي هم. مثلاً ته د مطالعې شوقي يې، اوس ته د ښو کتابو، د دیني معلوماتو کتابونه هم مطالعه کولای سې او د دې برعکس د جنسي ناولو، منفي خبرو، غیر اخلاقي کیسو کتابونه هم مطالعه کولای سې. نو تاسو باید همېشه ښه لاره انتخاب کړئ.
www.taleemulislam.net