تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د څلورو بدو عادتونو ميوه او نتيجه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 27, 2024
  0

لیکنه: مولوي نورالحق مظهري/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د څلورو بدو عادتونو ميوه او نتيجه


ذَا النُّونِ، يَقُولُ: أَرْبَعُ خِلَالٍ لَهَا ثَمَرَةٌ: الْعَجَلَةُ، وَالْعُجْبُ، وَاللَّجَاجَةُ، وَالشَّرَهُ، فَثَمَرَةُ الْعَجَلَةِ النَّدَامَةُ، وَثَمَرَةُ الْعُجْبِ الْبُغْضُ، وَثَمَرَةُ اللَّجَاجَةِ الْحَيْرَةُ، وَثَمَرَةُ الشَّرَهِ الْفَاقَةُ.[شعب الايمان۷۸۶۵]


ژباړه: ذوالنون وايي: څلور عادتونه دي چي ميوې لري: تلوار دی، تکبر دی، تضاد دی او ډېر حرص دی؛ د تلوار ميوه پښېمانتيا ده، د تکبر ميوه بغض دی، د تضاد ميوه حيرانوالی دی او د ډېر حرص ميوه لوږه ده.


يعني څوک چي په کارونو کي ډېر تلوار کوي هغه به ارومرو يو وخت پښېمانه کيږي ځکه چي په کارونو کي به خطاوځي او پر خپل وخت او ځای به يې نشي کولای، څوک چي تکبر کوي هغه به ارومرو د بغض او قهر سره مخامخ کيږي په دې خاطر چي د نورو خلکو کارونه د ده په طبيعت برابر نه وي، نو دی به د نورو خلکو سره بغض کوي او چي خلګ د ده ناوړه چلند او بې اعتباره کار ته ګوري د ده سره به نور خلک بغض کوي او قهر به يې ورته را پورته کيږي، څوک چي د نورو خلکو سره تضاد کوي هغه به ارومرو د حيرانتيا او وارخطايۍ سره مخامخ کيږي؛ ځکه چي ضديت خپله د وارخطايۍ زېږوونکی دی او څوک چي ډېر حرص کوي هغه به ارومرو وږی کيږي ځکه د حريص زړه او سترګي دواړي وږي وي او چي څومره مال ولري بيا هم د آرامۍ احساس نشي کولای.

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته