ولي باید دین ولرو؟
لیکوال: علي الله متوکل الرحمن / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
کوم څوک چي دا پوښتنه کوي شاید موږ د هغوی په هکله فکر وکو چي هغوی څومره بي هوده، له فکره فارغه او ناپوه دي، خو داسي نه ده ځکه هر شی پر چا بغیر له کوم دلیل څخه تپل ظلم دی. او دا موږ له اسلام څخه زده کړي ځکه هرڅه یې پر دلیل بناء دي. نو بیا ضروري ده چي د هغوی جواب د دلایلو په رڼا کي ولټوو.
ګټه په لاس راوړل، خیر غوښتل، له تشویشونو، غلطو افکارو، ناروا کړنو، د فساد او شر مخنیوی؛ د هغه عقیدي په شتون سره کیږي چي زموږ په معنویاتو کي ده. عقیده هغه څه ده چي انسان د ګمراهی څخه د رڼا ورځي په لور را کشوي.
ماشوم معصوم وي، زړه یي د آیني غوندي پاک وي، دماغ یې سپین کاغذ وي او د فکر څپه یي پاکه وي، خو د غټیدو سره یي ذهن تکامل کوي، د شیانو په هکله فکر کوي، د عالم باریکیو ته ځیر کیږي، د کایناتو تصویر جوړه وي او د خپل خالق په لټه وي. نو بیا د هغه شي عبادت شروع کوي چي یا خو ورته ډیر محبوب وي او یا خو ځني بیریږي. چاته ستوري ښایسته وځلیږي عبادت یي شروع کړي، بل څوک بیا له اوره بیریږي نو پر سجده ورته پریوزي، څوک د غوا، څوک د ډبري، څوک د لمر او څوک بیا د کوم بل شي عبادت شروع کړي.
په هر انسان کي دیني حس موجود دی، چي له مخي يې مجبوره کیږي ترڅو د یو دین نه د یو دین پالنه وکړي. که څوک دا دعوه کوي چي په نړۍ کي داسي خلک هم ژوند کوي چي لادینیت یې اختیار کړی، زموږ جواب دادی چي هغوی بي دینه نه سو شمیرلای ځکه یا خو يي تر پلټونو وروسته لادینیت غوره کړی، یا یې د بې غوری او لټی له امله او یا خو د حقیقي دین د نه موندلو له امله لادینیت خپل کړی. چي دغه لادینیت خپله د یوي لاري پالل او تعقیبول سول چي لادینیت یې نوم دی. او دوی دلیل وړاندي کوي چي انسان واښه غوندی را پورته کیږي او د منځه ځي.
اصل کي بې دینه هغه چا ته ویل کیږي چي نه کوم دین ور رسیدلی او نه کومه عقیده. یعني له هرڅه څخه ناخبره او په تورو تیارو کي تم دي. نه یې فکر کړی چي زه د کومه سوم؟ نه یې دا ډار احساس کړی چي څه به راسره کیږي؟ او نه هم دې ته متوجه سوی چي د ژوند دا سفر چیري خپله حوصله د لاسه ورکوي او مرګ حاضریږي؟
عقیده او دین د ژوند تېرولو صحیح او نجات دهنده طریقه ښيي، ایا انسان دغه لارښووني ته اړتیا نلري؟
انسان په خپل عقل کمزوری دی، د ژوند سمون نسي لټولای، د کامیابۍ څرک نسي احساسولای. ایا کله مو فکر کړی دی، چي هر ماشین لارښوود لري؟ د انسان لپاره هم لارښوود ته اړتیا سته، او یوازي اسلام کولای سي چي انسان ته لارښوونه وکړي. ځکه اسلام د کامل نظام (قران الکریم) او د فصیح ښوونکي (حضرت محمد ﷺ) څښتن دی.
خلک پدې فکر دي چي ژوند دوه اړخه لري یا خیر یا شر اوس پدې نه پوهیږي چي خیر او شر څنګه معلومیږي؟
د نړۍ فساد د همدغه وجهي دی چي خیر او شر هرڅوک په خپله خوښه ټاکي، څوک د فرعون غوندي د خدایې دعوه کوي او کله چي غرق کیدل په سترګو وویني نو بیا وایي: امنت برب موسی و هارون. او څوک بیا سر پر سجده د الله ﷻ وحدانیت بیانوي.
هغه څوک چي دین نه پالي هغوی له ځان سره یو ډول د یوازیوالي او تنهایي احساس کوي ، که څه هم د خلکو په رش او ګڼه ګوڼه کي اوسي؛ دلته د یوازیوالي څخه زموږ مطلب فزیکي یوازیوالی نه دی بلکي معنوي او روحي یوازیوالی دی چي په ارامه ارامه انسان خوري او یوه ورځ یې ختموي، نو دین هغه وسیله ده چي انسان د الله ﷻ سره نښلوي، اړیکه یی قایموي او د الله ﷻ د رضا په خاطر د نورو خلکو احسان، کومک، همدردي، احترام او اکرام، میلمه پالنه، ښه سلوک، او انسانیت په لاس راوړي.
د انسان د ګڼو غوښتنو څخه یو هم د روح سلامتي او د رواني حالت سمون دی. له ورستیو څیړنو څخه جوتیږي چي انسان د حقیقي دین په پاللو سره روحي موازینه لاسته راوړي، پر داخلي دردونو او روان بریالی کیږي، معنوي تسکین او د زړه ډاډ مومي او د کبر، وحشت، بي عدالتی، یوازیوالي او غلطو افکارو ټغر د ابد لپاره ټولیږي.