تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فلسطین څنګه اشغال سو؟
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  February 22, 2022
  0

ژباړه: عبدالرحیم راشد / تعلیم الاسلام ویب پاڼه 

دا له شکه وتلې خبره ده چي د فلسطین سره بې اندازې مینه د هر مسلمان په زړه کي ځای لري. اسلامي نړۍ د ۱۰۵ کلنو راهیسي د فلسطین او د فلسطینیانو لپاره خپل آواز پورته کړی دی.


 هو، کله چي په ۱۹۱۷ زېږدېز کال کي د عثماني خلافت توغ د فلسطین په خاوري کي راوپړځېدی او پر ځای یې د انګرېز توغ ورپېدی، نو په هم هغه کال د برېتانیا د بهرنیو چارو وزیر د برېتانیا د پارلمان غړي او یهودي سیاسي شناند «والتر روتشپلد» ته لیک ولیکه، چي په دې لیک کي یادونه سوې وه، چي د برېتانیا دولت به د یهودو لپاره د یو هېواد په جوړېدو کي د دوی سره هر ډول همکاري کوي. وروسته هغه لیک د «بالفور» په بیانیې شهرت وموند، چي د هغه وروسته  د اسرائیلو د تأسیس لپاره په نړیواله کچه هڅي پیل سوې.


د تاریخ پوهانو له آند، دا لیک په حقیقت کي د هغه پټ تړون عملي کول وو، کوم چي د لومړۍ نړیوالي جګړې وروسته داسي تړون سوی وو:
" لومړی به انګرېز عثماني خلافت ټوټې، ټوټې کوي او وروسته به د یهودو لپاره د فلسطین په تاریخي سیمه کي د یو دولت په جوړولو کي چټک ګامونه اخلي".


انګرېزان ۳۱ کاله د فلسطین پر خاوري واکمنان وه، چي په دې موده کي یې زیاته هڅه دا وه چي د نړۍ په کچه په ځانګړې توګه د لوېدېځ یهودیان د فلسطین خاوري ته راولي، نو کله چي انګرېزانو په ۱۹۴۸ زېږدېز کال کي فلسطین پرېښود، نو د یهودو لپاره د فلسطین د اشغالولو پوره زمینه برابره سوې وه.


دا خبره د یادوني وړ ده، چي د عثماني خلافت د ړنګېدو په دسیسه او د یهودو ځای په ځای کولو کي ځیني عرب هم د انګرېز د دې دام ښکار سول، هغوی چي د واک ترلاسه کولو په ناروغۍ مبتلاء وه، دا سوچ یې کاوه چي د ترکانو د ماتي وروسته به د واک رسۍ دوی په خپل لاس کي واخلي.
 انګرېزانو هم دوی ته دا انګېزه ور کړه وه، چي د عربو په شتون کي څنګه ترکانو د مسلمانانو د خلافت واګي په لاس کي اخیستي دي( که څوک غواړي په دې اړه نور معلومات ترلاسه کړي، نو د شریف حسین چي د شریف مکه په نوم شهرت لري په اړه دي مطالعه وکړي، دی لومړنی سړی وو چي د انګرېزانو د دام ښکار سو). 


خو په ډېر تأسف سره باید ووایو چي اوس هم د مسلمانانو زیاته کچه د اسلام د دښمنانو په تباه کوونکو دامونو کي را ګېر دي، چي یو یې نژاد پرستي ده.


 یهودیانو په ۱۹۴۸ زېږدیز کال کي د فلسطین  ۷۸ سلنه خاوره اشغال کړه او اسرائیل یې د یو مستقل هیواد په توګه اعلان کړ. 


حقیقت خبره دا ده چي انګرېزانو د فلسطین خاوره یهودیانو ته د ډالۍ په توګه ور کړه او د اسرائیلو بنسټ یې کښېښود. 


بیا په ۱۹۶۷ زېږدیز کال کي کله چي عربو د یهودو سره جګړه وبایلله، نو د فلسطین ټوله خاوره د بې رحمه یهودو په لاس کي ولوېده او پوره ۲۰ کاله هیڅ مسلمان دومره جرأت ونه سوای کولی چي پر یهودو لاس را پورته کړي.


په ۱۹۸۷ زېږدیز کال کي د لومړي ځل لپاره د فلسطین مسلمانانو د ډبرو او خښتو په وارونو د اسرائیلو د نامشروع دولت پر ضد پاڅون وکړ، چي تر دې دمه زرګونه فلسطینیان په شهادت رسېدلي او زیات شمېر یې ژوبل سوي هم دي، ډېري کورنۍ یې د خپلو کورونو پرېښودلو ته اړ سوي، چي نژدې او لیرو سیمو کي د مهاجرت شپې او ورځي تېروي او په ډېرو یې کرغېړن زندانونه هم ډک سوي دي، خو تر اوسه یې خپلي مبارزې ته دوام ورکړی دی، چي هیڅ سستي او خستګي یې په ټوټک، ټوټک بدن کي نه تر سترګو کيږي، چي دا ټولي هڅي یې د دې لپاره دي چي د فلسطین پاکه او مقدسه خاوره د اسرائیلو د ناولو قدمونو څخه پاکه کړي او یو ځلي بیا د آزادي خوند وڅکي.


www.taleemulislam.net
 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته