لیکنه: مولوي محمداشرف شرافت/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د شخړي لوی لامل
شخړي او خپل منځي جنګونه زیات لاملونه لري، یو لوی او عمده لامل یې معلومات دي. معلومات په درو حالاتو کي د شخړي د رامنځته کېدولامل ګرځي:
الف. د معلوماتو نشتوالی
ډېر ځله د ځينوکسانو له خوا د يوې موضـــــــــوع په اړه د معلوماتونشتون، د هـــــغوی او نورو هغو افرادو ترمنځ د شخړي د پېښېدو لامل کيږي، چي د موضـــوع په هکله معلومات لري. همدالامل دی چي قران کريم په مـحاجه کي چي د منازعې سره مترادف دی، د موضـــــوع په هکله د علم په لرلو ټينګارکړی، نو ځکه محــــــاجه يامجادله کول د هغې موضوع په هکله چي شخص په کي علم يا معلومات نلري ردوي.
(هاآنْتُمْ هّوءُلاءِحاَجَجْتُمْ فِيْماَلَکْمْ بِهِ عِلْمٌ فَلِمَ تُحَاجُوْنَ فِيْمَالَيْسَ لَکُمْ بِهِ عِلْمٌ وَاللهُ يَعْلَمُ وَاَنْتُمْ لَاتَعْلَمُوْنَ) ال عمران:۶۶
ژباړه:خبردار! تاسي چي د کوموشيانو علم لرئ، په هغو کي خو مجادله کوئ، نو په هغو چارو کي ولي مجادله او بحث کوئ، چي له تاسي سره د هغو په باب هيڅ معلومات نسته. دغه ايت په دې اړه ښکاره دليل دی، چي د هغه څه په اړه چي علم نه لرئ، مجادله مه کوئ.
ب. ناقص،ناسم او درواغ معلومات
دغه ډول معلومات زياتره دافرادو او ان د قومــومونو او ډلو ترمنځ د شخړولامل ګرځېدلي دي، له همدې کبله قران کريم دحــجرات په سوره کي په ډېر وضاحت مسلمانانو ته امر کوي، ترڅو د خبررسونکي ياخبر ورکونکي په اړه معلومات ولری، که خبرورکونکی فاســــــق شخص وي، نو د خبر او معلوماتو په اړه يـې بايدڅېړنه اوپلټنه وسي، هسي نه چي دغه خبر د مسلمانانو ترمنــځ د تاوتريخوالي لامل سي او په راتلونکي کي پښېماني رامنځته کړي. قران کــــــــــريم د الحجرات سورت په ۶ ایت کي داسي فرمایلي دي: ای مومنانو!که کوم فاسق تاسي ته يوخبر راوړي، نو ښه ئې وپلټی، هسي نه چي په ناپوهۍ سره کوم قوم ته تاوان ورسوئ او پر خپلو کړو پښېمانه ياست.
ج. د معلوماتو يا له حده زياتو معلوماتو لرل
ځيني وختونه د معلوماتو لرل هم د شخړي سبب کيږي او دا په هغه صورت کي چي مقابل لوری لازم معلومات ونه لري، لکه دمعلوماتو د نشتوالي په برخه کي چي توضيح سول. کله هــم دمسائلو په اړه د زياتو يا له حده زياتو او ژورو معلوماتو لرل د شخړي د رامــــــــنځته کېدو لامل کيږي. له نوروسره مناظره وکړي،ياهغه له جاهـــــــــــلانوسره دبحث اومباحثې وسيله جوړ کړي ياداچي ځان ته د خلګو پام راواړوي. لنډه داچي، د الله له رضا پرته معلومات يا علم لرل او له درواغجنو معلوماتو ګټه اخيستل او آن تردې، چي مجادله او مناظره که څه هم په حقه وي کول، د رسول الله صلی الله علیه وسلم له لوري رد سوي دي، فرمایي: زه د هغه چا لپاره د جنت په يوه څنډه کي د کورضمانت کوم، چي مراء يا مــــجادله پرېږدي، که څه هم په حقه وي او د جنت په منځ کي د هغه چا لپاره درواغ پرېږدي، که څه هم په ټوکه وي او په اعلی جنت کي د هغه چا لپاره، چي خپل اخلاق نيک او غوره کړي.
www.taleemulislam.net