لیکنه: نعمت الله شاکر/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
مدرسه او مکتب څنګه سره يو ځای سول؟
(دوهمه برخه )
د مدرسې ادارې فوق العاده غونډه دائره کړه او د متقاعد معلم صاحب غوښتنه ئې په غونډه کي مطرح کړه. مختلف نظرونه وړاندي سول، چا د متقاعد معلم صاحب غوښتنه د بر کلي د مکتب د استادانو پټه دسيسه وګڼله، چا بيا دغه وړانديز د مدرسې د بريا لپاره يو راز وباله، چي يو باسواده کس هم د مقابل طرف څخه کم سي او د دوی پلوی سي، لویه بريا ده او چا وويل ممکن هغه به د زده کوونکو د افکار او اذهانو د تغير لپاره راځي....
تر بېلا بيلو نظرونو وروسته د غونډي نهايي پرېکړه داسي وسوه، چي متقاعد معلم صاحب ته دي د راتګ زمينه برابره سي؛ خو د هغه له ضررونو څخه د امن لپاره به د هغه په ساعتونو کي په مختلفو وختونو او صنفونو کي د مدرسې مختلف استادان هم کښيني، تر څو د هغه غرض معلوم سي او که ناوړه اقدام وکړي، نو هغه به دفع کیږي....
معلم صاحب راوغوښتل سو او د هغه د وړانديز مطابق ځيني مضمونونه د تدريس لپاره ورکول سول.
دا چي معلم صاحب زيات تجربه لرونکی استاد پاته سوی وو او د خپلي معلمۍ په بهير کي ئې مختلف مضمونونه تدريس کړي وه، نو هغه د تدريس لپاره د مختلفو رشتو مضامين پيشنهاد کړي وه، لکه رياضي، فزيک، کيميا، بيولوژي، جغرافيه، جيولوژي، تاريخ....
معلم صاحب په منظم ډول مدرسې ته راتلی او د خپل مهالوېش مطابق ئې د مختلفو صنفونو او درجو طالبانو ته مختلف مضامين تدريسول او هغوی ته ئې کورني کارونه هم ورکول، نور ئې د مکتب او مدرسې پر ارزښت يا اختلافاتو باندي بحث نه کاوه.
معلم صاحب ورځ تر بلي د مدرسې د طالبانو او حتی استادانو پام ځان او مضامينو ته رااړاوه او د مکتب، معلمانو او متعلمانو اړوند د دوی نظر بدلېدی، اخر ئې يوه ورځ معلم صاحب ادارې ته راوغوښت او د مجلس په بهير کي ئې ورته وويل، معلم صاحب!
موږ خو دا هدف لرو، چي د مسلمانانو بچيان ديني پوهه ولري، تر څو د الله تعالی سره ئې قوي رابطه جوړه وي، د الله تعالی او د هغه د رسول احکام پر ځان، کورنۍ او ټولنه باندي عملي کړي او دا د هر مسلمان شرعي مسئوليت دی.
تاسو د ښوونځيو استادان څه هدف لرئ او څه غواړئ؟ او ....
معلم صاحب موسک سو، داسي معلوميدی لکه هغه چي د دغسي سوال طمع لرله. په جواب کي ئې وويل: موږ او تاسو يو هدف لرو، چي هغه د خپل اولس د علمي سويو لوړول دي. که مسلمان يوازي عصري علوم حاصل کړي، نو هغه د ديني علومو څخه محروميږي، نه خپل مسئوليتونه او وجيبې ورته معلومیږي او نه هم خپل حقوق پيژني، د الله تعالی سره به ئې رابطه قطع وي او د شريعت په احکامو به نه پوهيږي. همدا راز که مسلمان يوازي شرعي علوم حاصل کړي، نو هغه ته به خپلي ديني وجيبې او حقوق معلوم وي؛ خو د دنيوي امکاناتو او وسائلو سره به نااشنا وي، مسلکي زراعت به نسي کولای، طبابت به نسي کولای، ساختماني کارونه به نسي کولای، د کمپيوټر او نورو معاصرو وسائلو او منابعو څخه د استفادې او د توليد طريقې به نه ورته معلوميږي، نو په دغه برخه کي به د نورو احتياج وي.
معلم صاحب زياته کړه، چي د اسلام په پيل کي مسلمانانو دواړه ډول زده کړي لرلې او د مختلفو دښمنانو د قانع کولو يا له منځه وړلو لپاره ئې هر ډول معاصر وسائل جوړول، چي دا ئې د کاميابۍ راز وو. تر ډيرو پيړيو پوري مسلمانان د ديني او دنيوي علومو سرلاري وه او دغه کمال ئې د غلبې او سلطې سبب هم وو. د اسلام دښمنانو دا نقطه معلومه کړه، چي تر څو په مسلمانانو کي مختلفي تفرقې ايجاد نه سي، د مسلمانانو محکوميت ممکن ندی، نو د نورو تفرقو تر څنګ ئې د خپلو مزدرانو په ذريعه په علمي ميدانونو کي هم په ډير تخنيکي ډول تفرقه ايجاد کړله، چي په لومړي سر کي ئې خلکو ته دا قناعت ورکاوه، چي هر علمي بنسټ چي مخصوص سي، هغه په مسلکي ډول ښه پرمختګ کولای سي. د وخت حکومتونو دغه تفرقه پراخه کړه او هر حکومت به د خپل مزاج مطابقو علومو ته زياته توجه کوله، بل حکومت به انتقامي موقف نيوی او پخوانی علمي شعبه به ئې تضعيفوله، چي دغه دسيسه تر اوسه روانه ده.
د مدرسې استادانو د متقاعد معلم صاحب معقولې خبري په ډير دقت واورېدې، قناعت ئې حاصل سو، نو معلم صاحب ته ئې وويل، چي اوس موږ څنګه کولای سو، چي دغه دسيسه ختمه کړو؟
نوربيا...
www.taleemulislam.net