تازه سرليکونه
د (ستاسو ليکني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
مونږ به له شیطان سره څنگه مقابله کوو؟!
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 17, 2022
  0

تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د شیطان د مقابلې لپاره هم الله تعالی په همدې قدسي حديث کې فرمایي،ولئِن سألَني لأعطينَّهُ ولئنِ استعاذني لأعيذنَّهُ (که له ما څخه غوښتنه وکړي نو خامخا به يې ورکوم او که له ما څخه پنا وغواړي خامخا به پناه ورکوم) لږ له ځان سره فکر وکړئ! کله چې الله تعالی مونږ په خپل حفاظت کې وساتي بيا به د شیطان وس راباندې بر سی؟ ! نه ! هېڅکله نه!


کله چې له دې دوو دښمنانو څخه خلاص سوو خو راپاتې صرف دوه دښمنان سول چې يو منافق او بل حربی کافر دی، د همدې حديث په پیل کې الله تعالی فرمايي: مَنْ عَادَى لِي وَلِيًّا فَقَدْ آذَنْتُهُ بِالْحَرْبِ،(کوم کس چې زما له ولي سره دښمني کوي نو زه ورسره د جنگ اعلان کوم) کله چې مونږ د الله تعالی اولیاء له ځانونوڅخه جوړکړو نو بیا به زمونږ دښمنانو ته الله تعالی د جنگ اعلان کړی وي، او څه فکر کوئ؟ کله چې یو بنده د الله تعالی په مقابل کې ودریږي نو الله تعالی به څه ورسره وکړي ؟! يقينا چې ټول نسل او مرام به يې ختم سي.


مجاهدینو وړونو ! دا چې الله تعالی به مو څه وخت ځان ته دومره محبوب گرځوي چې زمونږ دښمن ته د جنگ اعلان کوي، نو دا هغه وخت کېدلی سي چې  مونږ د رسول الله صلى الله عليه وسلم په طريقو باندې مکمل عمل وکړو، چې دا لیکنه په همدې هدف سره ليکل سوې ده چې مجاهد په خپل ژوند کې د رسول الله په طريقو مکمل ځان برابر کړي او له الله تعالی سره خپله رابطه پخه کړي.


راځئ! چې له الله تعالی سره رابطه جوړه کړو! نږدېوالی يې تر لاسه کړو او پخپلو ټولو دښمنانو غلبه تر لاسه کړو.


 ومن الله توفيق


ماخذ :  د اسلام عسكر ته !


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته