لیکوال: علي الله متوکل الرحمن /تعلیم الاسلام ویب پاڼه
تر کوچني اختر وروسته سمدستي دوې میاشتي وروسته لوی اختر را ورسیږي. دې اختر ته د پسونو او قربانیو اختر واي، په دې اختر کي مسلمانان کوښښ کوي تر څو د الله جل شانه د رضا او خوښۍ تر لاسه کولو لپاره د خپلي وسعي قربانۍ وکړي.
د اختر موخي او مقاصد
١- اختر د ورورګلوى نښه ده:
د همدې ورځي په برکت سره مسلمانان يو له بله د کيني او بغض اور وژني او د يو اسلامي ورورګلوۍ لاسونه او مبارکۍ يو بل ته ورکوي. او تر دې ورځي فقط یوه ورځ وړاندي د عرفات پر غونډی د نړۍ له هري ګوښي څخه د تور، سپین، غنم رنګه او بېلا بېلو نژادونو خلک راټولیږي او ټولو د سپینو لباسونو په درلودلو سره و لایزال رب ته لاسونه کچکول کړي وي.
و اسلام ته راغلی، د نړۍ تکړه د سوک وهني اتل محمد علي د عرفات د غونډۍ او څرنګوالي په هکله وایي: "هیڅ خوشحالي مي دومره زیاته نه ده احساس کړې لکه د حج په دوران کي د عرفات پر غونډۍ د دریدو خوشحالي، ځکه دا هغه ورځ ده چي خان، غریب، عالم، باچا او واکدار ټول په دوو سپینو ټوکرانو کي د خپل لایزال رب جل شانه په وړاندي دریږي او د مغفرت دوعاګاني ځني غواړی او ددې خوشحالۍ خوند به راسره تل یاد وي.”
٢- اختر د انسانانو د جسمي او روحي غوښتنو پوره کونکى :
تحريف سوي اديان (يهوديت او عيسويت) يوازي و روحي اړخ ته نیمګړې او ناقصه پاملرنه لري او مادي اړخ يې تر شا غورځولى. خو اسلام د يو مکمل نظام په توګه هر څه په نظر کښي نيولي. د خوښۍ ورځي (اختر) ئې د جسمي او روحي ارام لپاره ورته ډالۍ کړی دی.
۳- اختر د يووالي پيغام راوړونکى دى:
په يو هيواد کي مختليف اقوام، نژادونه او بېلي بېلي ژبي ويونکي اوسېږي د اختر په را رسيدو سره ټول خپل رنګ، قوم او ژبه له نظره ليري کوي او يوه متحده اسلامي ورورولي په نظر کي نيسي.
۴- اختر د ټوليدا او ګډ اوسيدو فرصت دى:
د کال په اوږدو کښي د کورنۍ غړي د تعليم حاصلوني، کار او روزۍ په لټه له کوره بهر د مسافرۍ شپې او ورځي سبا کوي خو د اختر په را رسيدو د خوښيو، خوشحاليو او رخصتيو په ګټه اخيستني سره تر خپل کور او کهوله ځان را رسوي او د څه مودې لپاره په ګډ اوسېدلو سره خپله مينه او محبت يو بل ته ورکوي.
الله رب العزت دې راته ددې شپو او ورځو د عبادت توان او توفیق راکړي. آمین
www.taleemulislam.net