تازه سرليکونه
د (روژه مبارکه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د روژې مياشت غنيمت وبولئ!
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 10, 2022
  0

لیکنه : مولوي نورالحق مظهري / تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


د روژې مبارکه مياشت هغه ځانګړی فرصت دی چي هر وخت د بنده نه په نصيب کيږي بناء موږ یې بايد د ځان لپاره غنيمت وبولو او پدې مبارکه مياشت کي خپل ټوله توان په عبادت کي ولګوو.


رسول الله صلی الله عليه وسلم به ددې مياشتي لپاره ځانګړې آمادګي نيوله او تر بلي هري مياشتي به يې پدې مياشتي کي عبادت ته ډېر وخت ورکوی.


ددې مبارکي مياشتي د ارزښت له کبله په حديث شريف کي راځي: بربادي دي وي د هغه انسان لپاره چي د روژې مياشت ورباندي راسي خو دی د الله جل جلاله بخښنه و نه ګټي.


ګرانو وړونو او خويندو! ددې تر څنګ چي پدې مياشتي کي بايد موږ روژه ونيسو ډېر لمونځونه وکړو، صدقات ورکړو، د قرآن تلاوت وکړو، صله رحمي وصل کړو، د هر ډول لويي او کوچنۍ ګناه څخه ځانونه وساتو او په اخلاص باندي توبه وباسو ترڅو د الله تعالی د رحمت او مغفرت مستحق و ګرځو او د اور څخه آزادي مو په نصيب سي.


ماخذ : اسلامي مقالي 


www.taleemulislam.net
 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته