تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د عبدالله واده او د محمّد ﷺ مبارک ميلاد (۳۱)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  August 1, 2018
  0

نبوي سیرت (۳۱ برخه)


لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

    د عبدالله واده او د محمّد  ﷺ مبارک ميلاد

اوس نو عبدالله ځوان دى او پلار يې غواړي چي واده ور وکړي نو يې يوه د عزت او شرف خاونده ښځه چي دا هم د عبد مناف بن زهره بن کلاب د اولادې څخه وه ور وغوښتل او  د دې ښځي نوم آمنه بنت وهب ؤ، چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره په نسب کي شريکه او د اسماعيل علیه السلام  د اولادې څخه ده، چي په دې ډول سره رسول الله صلی الله علیه وسلم  د مور او پلار د طرفه د ډېر مشرف او معزز  نسب خاوند دى، د رسول الله صلی الله علیه وسلم  ماما ګانو په یثرِب کي ژوند کاوه او آمنه هم هَلته اوسېدل، عبدالمطلب هَلَته په یثرِب کي د عبدالله واده وکړی او  بيا مکې مکرمې ته راغله، په دغه موده کي آمنه حامله سوه او  د دې تر حمل څو مياشتي وروسته عبدالله وفات سو، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم د مخه تر دې چي دنيا ته تشريف را وړي د پلار د طرفه يتيم سو. 

 

کوم وخت چي د محمّد مصطفْی صلی الله علیه وسلم  د ولادت وخت رانژدې سو مور يې خوب وليدى چي د دې يو کوچنئ پيدا کيږي او د دغه کوچني سره يو نُور يا روښنايي او ځلا ملګرې وي چي د مځکي مخ ډکوي او دغه نُور تر شامه پوري ورسيږي او دا په دغه خوب کي وايي (اُعِيذُهُ بِاللهِ الوَاحِد، مِن شَرِّکُلِ حَاسِد) يعني: ده لره په يوه الله سره د هر حسـد کونکي څخه ساتـنه غواړم، سره د دې چي دوى مشرکان وه خو بيا يې هم دغسي خوب وليدى چي پناه او ساتنه يې په يوه الله جل جلاله  سره غوښتل.

 

 د فيل په کال او د فيل تر واقعې پنځوس ورځي وروسته د ربيع الاول د مياشتي په دوولسمه بلکه په راجحه روايت کي د ربيع الاول د مياشتي پر نهمه د دوشنبې په ورځ سرورِکائنات، اشرف المخلوقات، رحمةٌ لّلعالمين، محمّد مصطفْی صلی الله علیه وسلم  و دنيا ته تشريف را وړى چي دغه مبارکه ورځ د ميلادي سنې د (٥٧١) کال د اپرېل د مياشتي د (٢٠) يا (٢٢) تاريخ سره موافق او برابره ده او  دا چي موږ (۲۰) يا (٢٢) تاریخ وايو دا د هغه وخت په جنتريو کي فرق ؤ، د يوې جنترۍ يا کلینډر په حساب (٢٠) تاريخ ؤ او د بلي جنترۍ په حساب (٢٢) تاريخ ؤ، او د ده  صلی الله علیه وسلم  د ولادت په وخت کي ډېر عجيب او د عادته څخه مخالف واقعات پېښ سوه، چي اوس به د هغو واقعاتو څخه ځيني درته بيان سي خو دا بيان يې په دې سبب نه دى چي د ده صلی الله علیه وسلم  شرف او عظمت په دغو شيانو کي دى چي د ده صلی الله علیه وسلم  د ولادت سره پېښ سوه، یا! 

 

بلکه دا هغه علامې دي چي د ده  صلی الله علیه وسلم  د را تګ زيري پکښې دي که نه اصلاً د رسول الله صلی الله علیه وسلم  عظمت او لويي په هغه رسالت او منهج کي دی چي ده صلی الله علیه وسلم  موږ ته را وړی دی، دغه شيان صرف د ده  صلی الله علیه وسلم  د را تګ زيري او علامې دي.

 

د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د حضور شاعر حَسّان بن ثابت رضی الله عنه  چي د مدینې منورې د انصارو څخه دی وايي: زما عمر اوه کاله ؤ او په دغه ورځ چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  و دنيا ته تشريف را وړى زه په مدينه منوره کي د يهودو په منطقه کي د يهودو سره وم چي د يهودو يو راهب پر قلا ختلى ؤ او داسي نارې يې وهلې: اې یهودیانو! نن د احمد ستورى ښکاره سو، هغه ستورى ښکاره سو چي نه ښکاره کيږي مګر د احمد ﷺ په پيدا کېدلو سره. 

 

يعني: يو ستورى دى چي تر هغو نه راخېژي ترڅو چي خاتِمُ الأنبياء محمد ﷺ پيدا نه سي او  هغه ستورى نن راختلى دى، حَسّان بن ثابت رضی الله عنه  دا شاهدي آداء کوي چي ده دغه خَبَره د يهودو څخه واورېدل او د دې څخه دا هم معلومه سوه چي حَسّان رضی الله عنه  تر رسول الله صلی الله علیه وسلم  اوه کاله په عمر زيات دى. 

 

 د رسول الله ﷺ د مبارک ميلاد د زيرو او بشارتو څخه يو هم دا دى: کوم وخت چي د ده  صلی الله علیه وسلم  مور حامله سوه دغه د دې حمل بېله دردو او بېله تکليفه څخه ؤ، که څه هم تاسي ته معلومه ده چي حمل یا د ښځي د پاره حامله کېدل همېشه د تکاليفو او دردو سره وي، خو د رسول اللهﷺ مور د دغو دردو څخه آرامه او فارغه وه. 

 

د رسول اللهﷺ د ولادت د عجائبو څخه یوه هم دا ده: کوم وخت چي دئ ﷺ پيدا سو پر دواړو لاسو يې تکيه کړې وه او سر يې لوړ نيولى ؤ لکه آسمان ته چي ګوري بل دا چي دئ صلی الله علیه وسلم  مختون و زېږېدى يعني: سنت کړل سوى ؤ او  مسرور و زېږېدى يعني: نُو يې هم پرې سوى ؤ، زموږ د کوچنيانو نُو خو د مور څخه ور پرې کړي او هغه پاته حصه بيا څو  ورځي وروسته لوېږي خو رسول الله صلی الله علیه وسلم  د دغو شيانو څخه فارغه پيدا سو.

 

نور بیا...


ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته