تازه سرليکونه
د (اخلاق) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د غرونو پر څوکو
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  February 16, 2023
  0


د غرونو پر څوکو
 په نېکیو کي یو له بل څخه وړاندي والی کول
دوهمه برخه 

مولوي عبدالرحیم راشد/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


قدرمنو لوستونکو! په تېره برخه کي مو د هغو کسانو اړوند چي یوازي یې د اخروي ژوند د ښکلا ترلاسه له پاره د دنیا خوندونه پرې ايښي او تل په دې هڅه کي ول، چي څنګه یو له بل څخه د نېکیو په تر سره کولو کي مخکي سي، فکرونه وهل ابتدایي خبري وکړې.
اوس به راسو د دې کاروان د څو تنو بې وزلو لارویانو حال وګورو، چي څومره د آخرت په غم کي ډوب ول.

راسئ! چي د ابو هریره، سلمان، ابوذر او بلال رضی الله عنه حال وګورو، چي رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغلل او د شتمنو کسانو څخه یې خپل شکایت ورته وړاندي کړ.

د تعجب خبره داده بې وزله اصحابان مبارکان له شتمنو څخه شکایت کوي.

هو! خو د څه له امله شکایت کوي؟ آیا له دې امله چي د شتمنو خواړه د دوی تر خوړو خوندور دي؟ یا له دې امله چي د شتمنو جامې د دوی تر جامو غوره دي؟ یا له دې امله چي د شتمنو کورونه د دوی تر کورونو لوړ دي؟

نه! هیڅکله د دوی شکایت د دې شیانو څخه نه وو او نه یې په داسي شیانو کي یو له بل سره وړاندي والی کاوه.

دوی د الله رسول صلی الله علیه وسلم ته راغلل او ورته و ې ویل: اې د الله ګران رسوله! ستا لوري ته د دې له پاره راغلي یو چي د شتمنو خلګو څخه خپل شکایت درته وړاندي کړو.
رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: د څه شي په اړه شکایت ځني لرئ؟
دوی ورته وویل: اې د الله رسوله!
شتمنو خلګو زموږ څخه لوړي درجې او مرتبې وګټلې، زموږ په رکم لمونځونه کوي او زموږ په ډول روژې نیسي، مګر د دې سره-سره دوی مالونه او جایدادونه هم لري چي هغه خیراتوي او موږ هیڅ نه لرو، چي خیرات یې کړو.

رسول الله صلی الله علیه وسلم هغو ته وویل: داسي شی در و نه ښیم، چي د شتمنو څخه به وړاندي سئ او ستاسو څخه وروسته هم څوک لاس رسی ورته ونه لري؟

هغو وویل: هو! را و ې ښیاست.
رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل: تر هر لمانځه وروسته ۳۳ درو دېرش واره سبحان الله، ۳۳ درو دېرش واره الحمد لله او ۳۳ درو دېرش(۳۳) واره الله اکبر وایاست.

که چیري مو دا عمل تر سره کړ، نو د هغو کسانو څخه چي تر تاسو مخکي ول، وړاندي والی مو وکړ او ستاسو څخه وروستي کسان به هیڅکله تاسو ته در و نه رسېږي.

اصحابان مبارکان د دې کلمو په اورېدلو سره زیات خوشحاله سول، نو تر لمانځه وروسته د دوی د تسبېح، تحمید او تکبیر آوازونه په مسجد نبوي کي پورته سول.
شتمنو اصحابانو مبارکانو چي کله بې وزله اصحابان مبارکان د داسي ذکرونو په حالت کي ولیدل، نو پوښتنه یې ځني وکړله، چي دا څه شي دي؟
هغو د رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه خبري چي دوی ته یې کړي وې، شتمنو ته وکړې، نو کله چي شتمنو د یادو ذکرونو فضیلت واورېدی، نو هغو هم پیل په وکړ.

هو! حتی ابوبکر، عبدالرحمن بن عوف او زبیر بن عوام رضی الله عنهم هم شروع په وکړله او تر هغه وروسته به ټولو صحابه کرامو که شتمن ول، که بې وزله، یاد ذکرونه تر لمونځونو وروسته ویل. بې وزله اصحابان مبارکان بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورغلل او ورته ویې ویل: اې د الله رسوله! دا خو زموږ شتمن وروڼه هم د یادو ذکرونو له فضیلت څخه خبر سول او دوی یې هم اوس وایي، نو یو بل شی موږ ته راوښیاست؟

رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل: چي دا د الله جل جلاله فضل دئ، چا ته یې چي خوښه سي ورکوي یې.
الله جل جلاله په قرآنکریم کي فرمايي:
ژباړه: دغو كسانو د نېکۍ په چارو کي ځغاستي وکړلې او موږ یې له میلان او بېري سره بللو او زموږ په وړاندي غاړه ايښوونكي ول.
دا واضحه سوله چي انسان باید تل کوښښ وکړي، چي څنګه د یو او بل مسلمان ورور څخه ځان په نېکیو کي مخکي کړي.   

 

موږ که فکر وکړو، دا یوازي په نېکو عملونو کي یو له بل څخه وړاندي والی وو، چي د نېکانو- پرهېزګارانو او الله جل جلاله ته د نژدې کسانو فکر یې مصروف کړی وو او د دوی درجې یې د الله په نزد لوړي کړي وې.
په دنیا کي چي موږ د الله دوستان وینو، چي هیڅ دنیوي خوندونو ته پاملرنه نه کوي، بلکي ټوله هڅه یې دا وي، چي څنګه الله او د هغه رسول خوشحاله کړي او آخرت کي د ځان له پاره لوړي ماڼۍ جوړي کړي، ځکه دوی ته د دې فاني دنیا اهمیت معلوم سوی دئ، چي د الله په نزد ټوله دنیا د یو مچ په اندازه ارزښت نه لري او د لوی څښتن  دا خبره یې په ذهنونو کي وي، چي د دنیا په باره کي د سورت حدید په شلم نمبر آیت کي فرمایي:

ژباړه: ښه وپوهېږئ چي د دنيا دغه ژوند له دې پرته بل څه نه دئ چي يوه لوبه، ساعت تېرى، ظاهري زېب، سينګار، ستاسو په خپلو منځونو کي يو پر بل وياړل، په مال او اولاد کي يو پر بل د مخکي كېدلو هڅه كول دي.

د دې مثال داسي دئ، لكه چي يو باران وسو، نو په هغه سره د را پيدا كېدونكو نباتاتو په ليدلو سره بزګران خوشحاله سول، بيا همغه كښت پخېږي او ته وينې چي هغه ژړ سو، بيا هغه بوس ګرځي. د دې برعكس آخرت هغه ځاى دئ، چي هلته (د دنيا غوښتونكو له پاره چي آخرت ته يې شا کړې وي) سخت عذاب دئ او (د آخرت غوښتونكو له پاره) د الله مغفرت او د هغه رضا ده، نو د دنيوي ژوند د خطا ایستلو له اسباب پرته بل څه نه دئ.


www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته