تازه سرليکونه
د (اخلاق) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ځانه څخه بې عزم او بې ارادې انسانان مه جوړوئ!
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  July 6, 2024
  0

لیکنه: مولوي نورالحق مظهري/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د ځانه څخه بې عزم او بې ارادې انسانان مه جوړوئ! 


عَنْ حُذَيْفَةَ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- لاَ تَكُونُوا إِمَّعَةً تَقُولُونَ إِنْ أَحْسَنَ النَّاسُ أَحْسَنَّا وَإِنْ ظَلَمُوا ظَلَمْنَا وَلَكِنْ وَطِّنُوا أَنْفُسَكُمْ إِنْ أَحْسَنَ النَّاسُ أَنْ تُحْسِنُوا وَإِنْ أَسَاءُوا فَلاَ تَظْلِمُوا.[سنن ترمذي۲۱۳۸]


ژباړه: د حذيفه رضي الله عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلي الله عليه وسلم وفرمايل: د ځانه څخه بې موقفه (بې ارادې) مه جوړوئ چي تاسو واياست: که خلګو ښه کول موږ هم ښه کوو او که خلګو ظلم کوی موږ هم ظلم کوو؛ بلکي د عزم او ارادې خاوندان وسئ که خلګو ښه کول تاسي هم بايد ښه وکړئ او که خلګو بد کول تاسو نو بيا ظلم مکوئ.


توضيح: يعني د ځانه داسي بې موقفه، بې عزمه او بې ارادې خلګ مه جوړوئ چي په هر شي کي بېله دې چي د ځانه سره فکر وکړی او مثبت لوری په نظر کي ونيسي نورو خلګو ته ګوري، تل د نورو خلګو پسې ځي او ځانونه داسي بولي، چي که خلګو ښه کول موږ هم ښه کوو او که خلګو بد کول موږ هم بد کوو. بلکي ځانونه د عزم، موقف او ارادې خاوندان وبولئ؛ د سالم عقل څخه په استفاده پر ځان باور ولرئ او ځانونه داسي جوړ کړئ چي که خلګو ښه کارونه کول تاسي هم ښه کارونه وکړئ او که خلګو بد کارونه کول تاسي نو بيا بد کارونه او ظلم مکوئ.


د دې حديث څخه له ورايه ښکاري، چي انسان بايد هيڅ وخت په بدکار کي د نورو خلګو پسې ولاړ نسي او هيڅ وخت د بدکار په کولو کي د نورو خلګو کړه وړه د ځان لپاره دليل ونه ګرځوي بلکي په ښه کارونو کي دي د خلګو پسې ځي خو په بدو کارونو کي دي د نورو خلګو پسې نه ځي.

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته