تازه سرليکونه
د (اخلاق) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د خوراک او څښاک اداب (دوهمه برخه)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  October 8, 2024
  0

راټولونه: فیض الله فیضان/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


د خوراک او څښاک اداب
(دوهمه برخه)

 

۴۱. دزمزم په اوبونجاست پرېمنځل منع اوناروادئ.


۴۲. دلوښي پرمات سوي ځای خوله ایښوول او اوبه څښل غوره کار نه دئ، باید ځان ځني وژغورئ. (ابوداود- دوهم ټوک)


۴۳. په اوبو کي خوله ډوبول او اوبه څښل ناسم کار دئ، بلکي په لپه او یا لوښي کي باید راوا خیستل سي او وڅښل سي؛ خو د ضرورت او اړتیا په وخت کي دواړه صورتونه صحي دي. (ابوداد و تعلیق المحمود)


۴۴. دشربتو شاتو، شیدو او ټولو مشروبا تو په پیل کي بسم الله ویل سنت طریق ده. (النووي، شرح مسلم)


۴۵. یوازي بسم الله ویل هم صحي ده، خو غوره داده، چي پوره بسم الله الرحمن الرحیم ووایاست. (النووي، شرح مسلم)


۴۶. کله چي د ډوډۍ ګوله خولې ته یوسئ، هغه په ښه توګه و‌‌ژوئ او ترڅو چي مو هغه ګوله په خوله کي وي، بله ګوله مه خولې ته کوئ. (احیاء العلوم)


۴۷. د خوراک لوښي باید دخوراک کولو ورسته پاک کړئ. (ابن ماجه)


۴۸. د مسلمان ورور بلنه او دعوت قبول کړئ. (ابوداود-دوهم ټوک)


۴۹. د داسي لوښي پرخوله باندي خوله مه ږدئ چي د هغه څخه دفعتًا او په یوه ځل ډېري اوبه راځي. (احیاء العلوم)


۵۰. د اوبو څښلو په وخت کي لوی لوی غړپونه مه کوئ. (احیاء العلوم)


۵۱. ترڅو مو توان کيږي یوازي اوتنها ډوډۍ مه خورئ بل څوک هم درسره شریک کړئ. (اداب المعاشرت)


۵۲. په تلوار او ژر - ژر ډوډۍ مه خورئ. (اداب المعاشرت)


۵۳. د ډوډۍ خوړلو وروسته ژر مه بیده کيږئ. (شاه راه سنت)


۵۴. کله چی اوبه څښی لومړی باید ورته وګورئ، چي کم شي پکښي لوېدلی نه وي. (شاه راه سنت)


۵۵. په پو ره ګېډه خوراک مه کوئ، بلکي چی څه مو اشتها ته کيږي باید بس کړئ. (اداب الصالحین)


۵۶. کم خواړه چي موجود وي په هغه خوښ اوسئ او د الله جل جلاله شکر پرځای کړئ، تل د خوندور او عمده خوراک په لټه کي مه اوسي. (اداب الصالحین)


۵۷. لویي لويي ګولې مه کوئ. (اداب الصالحین)


۵۸. د ضرورت او اړتیا څخه پرته ډوډۍ په چاقو یا بل څه مه پرېکوئ. (اداب الصالحین)


۵۹. د پروتي په حالت کي اوبه مه څښئ. (اداب الصالحین)


۶۰. د خوراک په وخت کي چپ مه اوسئ کرار – کرار صحي او مناسبي خبري سره کوئ او د بې ګټي او په زوره - زوره چيغو وهلو څخه ځان وژغورئ. (هندیه، اداب الصالحین)


۶۱. لاس مینځل بایددښي لور څخه پیل کړئ. (اداب الصالحین)


۶۲. کله چي په لوښي یا خوړوکي بل څوک درسره شریک وي دهغه د زیاتو خوړلو قصد مه کوئ، اسلام په هرڅه کي دعدل او انصاف غوښتونکظ دئ. (اداب الصالحین)


۶۳. په دسترخوان باندي باید لوښي لومړی دمېلمه مخته ته کښېښودل سي. (اداب الصالحین)


۶۴. کمه مېوه چي سمه پخه سوې نه وي مه یې خورئ. (اداب الصالحین)


۶۵. دضرورت او اړتیا څخه پرته خواړه مه بوی کوئ. (نفع السائل ولمفتي)


۶۶. غوښه چي بدبویه سي د هغې خوراک ناسم کار دئ. (هندیه)

 

۶۷. خواړه مه پوکئ. (هندیه)


۶۸. د خاوري خوراک نه دئ صحي ځان ځني وژغورئ. (هندیه)


۶۹. په یو ځای او ګډه سره ډوډۍ خوړل سنت طریقه ده. (ابوداود-دوهم ټوک)


۷۰. که په دستر خوان، مېز یا لوښي کي مختلف خواړه ایښول سوي وي هرلوري ته لاس ورغځولای سئ، څه چي مو خوښ وي خوړلایې سئ. (تکمله فتح الملهم)


۷۱. د غوښي د ټوټې څخه په خوله غوښه پرېکول او خوړل صحي دی اوسنت طریقه ده. (ترمذی)


۷۲. دخوراک په وخت کي چي موګوله له لاس څخه ولوېږي هغه بیرته راپورته کړئ او د پاکولو وروسته يې وخورئ او که خرابه سوې وي، نو په کم حیوان يې وخورئ، هم داسي يې مه ضایع کوئ. (مسلم، هندیه)


۷۳. که د خوراک او ډوډۍ خوړلو په وخت کي څوک راسي، دګډون بلنه ورکړئ. (علیکم بسنتي بحواله ابن ماجه)


۷۴. کله چي مو ملګري خوراک کوي تاسي هم ترخپله وسه پوري خوراک ورسره وکړئ؛ ترڅو هغه په پوره اطمینان سره ځان موړ کړي او که مو د کم ضرورت او اړتیا له کبله نه سوای خوړلای، نو بیا هغه ته خپل عذر وړاندي کړئ. (علیکم بسنتي)


۷۵. کم خادم او نوکر چي خواړه پاخه کړي وي هغه هم په خوړوکي درسره شریک کړئ اویا څه برخه ورکړئ. (ابن ماجه)


۷۶. کم خواړه چي زیان در رسوي دهغو خوراک درته نه دئ صحي. (اعلاءالسنن)


۷۷. که پرلاس څه غوړ پراته وي تر مینځلو مخکي هغه پرلاس، څنګلو او یاپښو تېرکړئ. (علیکم بسنتي بحواله ابن ماجه)


۷۸. لومړی باید دسترخوان ټول کړه سي وروسته بیا باید ډوډۍ خوړونکي پورته سي. (علیکم بسنتي)


۷۹. دونده زیات خوراک کول چي دګټي پرځای زیان دررسوي نه دي صحي. (اعلاء السنن)


۸۰. غوره داده، چي د زم زم اوبه په ولاړي وڅښئ. (علیکم بسنتي بحواله ترمذی)

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته