ايا موږ د ميلې او تفريح هدفونه پيژنو؟
لیکنه: نعمت الله شاکر/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د موټر او موټر سيکل ځغلولو سبب او شرطونه:
که څوک يو ځای زيات ضروري کار ولري او ځنډېدل سخت تاوان ورته کوي، نو هغه کس د ژر رسېدلو لپاره خپله وسيله د دغو دوو اساسي شرطونو په نظر کي نيولو سره ځغلولای سي: لومړی شرط: پر خپل لاس او ټرافيکي جهت ځي. دوهم شرط: پر خپله وسيله باندي کنټرول لرل.
اوس خپلي موخي ته راځو چي د مېلې او تفرېح اساسي هدف دئ، د ميلې او تفريح اساسي هدفونه دادي، چي د جسمي او روحي ارامتيا اسباب انتخاب سي، تر څو د تيري اونۍ ستړياوي ليري سي او د نوي اونۍ لپاره تازه او نشيط سي.
د دغو اهدافو د لاسته راوړلو لپاره مناسبه ده، چي د خپلو وسائلو په ذريعه په ارامي سره پر لاره ولاړ سو، تر څو له يوې خوا د لاري له هوا، دښتونو، غرونو، غونډيو، شيلو، دکاندارانو او لارویانو له ليدلو څخه خوند او لذت واخلو او بله داچي سالم ورسيږو؛ خو له بده مرغه زموږ اکثره ځوانان د ميلې او تفريح د هدف نه پيژندلو په اساس د رخصتۍ وختونه داسي تېروي، چي تر پخوا لا خسته سي، حتی ځيني خو د رخصتۍ څخه د استفادې او تفريح په نيت خپل موټران او موټر سيکلان داسي ځغلوي، چي له يوې خوا د لاري له خوندونو محروم وي او له بله اړخه د نورو لارویانو تر څنګ د لاري اوسېدونکي او دکانداران ورڅخه آزار سي او کله - کله خو د داسي ټکر سبب سي، چي د مالي تلفاتو تر څنګ د ځاني او عضوي تلفاتو سبب هم سي.
د تفريح څخه د استفادې پر ځای تفريح او ميله د هغه او د هغه د فامیل او نورو لپاره دغم سبب جوړ سي. يوازي د ارغنداب او شاه ولي کوټ په ساحو کي د څو ټکرونو شاهدان يو، حتی د يوه ټکر نتيجه خو د وسيلې چلوونکي د مړيني سبب سو.
نوټ: د امنيتي اشخاصو او ارګانونو دا مسئوليت دی، چي د غير قانوني سرعت او وسائل و چلولو مخه ونيسي؛
بل نوټ: د هري کورنۍ مشران مکلفيت لري، چي خپلو تر لاس لاندي کسانو ته تر هغه وخته د وسائلو چلولو اجازه ورنکړي، چي د هغوی له خوا مطمئین نه وي.
www.taleemulislam.net