لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
موسیقي په اسلام او ساینس کي
(۴)
د موسیقۍ ستر زیانونه
په ټولنه کي موسیقي اوس یو کسب او د ویاړ او توجه سمبول ګرځېدلی دی(العیاذ باالله)، په مخکي وختو کي به موسیقي یواځي په غیر مسلمو ټولنو کي دود وه، خو! افسوس !!؟ چي اوس دا موسیقي په اسلامي ټولنو کي یو ځانګړی ځای لري او ځوان نسل نه دی خبر چي دا موسیقي و ټولني ته زهر او دا لاندي عُمده تاوانونه لري:
۱: هغه اشعار چي د سروز سره ویل کيږي د ځوانانو په ذهنو او دماغو کي ځای پیداکوي او په هغه عمل کوي، کله په دې شعرو کي د نشیي توکو ستاینه وي، کله د انجینو او په مجموع کي د ښځو د ښکلا انځور پکښې وي، کله بیا داسي بربنډتوب او د بې حیایی ولونه پکښې نغښتي وي چي په مطلق اورېدلو سره ئې انسان حیران شي؛ چي په مجموع کي ځوان نسل و لعنتی او د جنسي خواهشاتو و کندي ته غورځوي؛ ډېر داسي کسان په ځانګړی ډول سره مو ځوانان لیدلي دي او پوښتني مو ورڅخه کړیدي چي ولي سګریټ او چلم څکوي، یا نور نشیي توکي استعمالوي، یا شراب خوري ؟؟؟ ځواب ئې یواځي داوي چي ددې څیزونو ستاینه فلانکۍ سندرغاړې کړېد ه او یاهم ددې ستاینه په فلانکۍ غزل کي شوېده؛ چي په لنډ ډول سره ئې موخه او هدف دادی چي موسیقي د ځوان نسل د تباهۍ او ګمراهۍ سبب ګرځي او بس.
۲: دوهم داچي هر ډول موسیقي چي هر څوک یې اوري، دا موسیقي ئې و خپل ځان او روغتیا ته پوره ګواښ دی او د یو لړ روحي ستونځو سره ئې مخامخ کوي، چي بالاخره د انسان و روغتیا ته داسي ګواښ دی چي کله د انسان دماغ تر دې اندازې پوري تر اغیزو لاندي راولي او په سیلابي تورو څپو کي ئې راونغاړي چي هغه به خپل ځان پخپله و وژني، چي دنیا او اخرت ئې دواړه برباد او په صفر کي شي چي وروسته به درته جوته شي او هرڅه به په تفصیل سره ولولئ.
۳: موسیقي چي په هرنامه یا هر سرلیک لاندي وي، په هرو مراسمو کي وي او په هره بڼه سره وي زموږ خالق او مالک جل جلاله او د هغه خوږ استاځي حضرت محمد صلی الله علیه وسلم حرامه او منع کړېده؛ نو د خدای جل جلاله نافرمانې و یوه مسلمان ته هلاکت او ضلالت دی، چي دا و هر انسان ته د ناکامۍاو بدمرغۍ زېری دی او پاته دي نه وي چي د خدای جل جلاله په حُکمونو کي هیڅ شک نشته او هیڅ څوک تصرف نشی پکښي کولای او نه هم څوک دا اختیار لري چي د قرانکریم ایاتونه د خپلي خوښي مطابق تعبیر او تفسیر کړي، هیڅوک یې نلري دا ځکه په قران عزیز کي په ښکاره الفاظو سره راغلي دي:
وَمَا كَانَ لِمُؤْمِنٍ وَلَا مُؤْمِنَةٍ إِذَا قَضَى ٱللَّهُ وَرَسُولُهُۥ أَمْرًا أَن يَكُونَ لَهُمُ ٱلْخِيَرَةُ مِنْ أَمْرِهِمْ وَمَن يَعْصِ ٱللَّهَ وَرَسُولَهُۥ فَقَدْ ضَلَّ ضَلَٰلًا مُّبِينًا (الاحزاب ۳۶)
ژباړه: او کله چي الله جل جلاله او د هغه رسول په یو کار حکم کړی وي هیڅ مؤمن او هیڅ مومني ښځي ته نه وی په کار چي د دوی په کار کي کوم واک ولري که څوک د الله جل جلاله او د هغه له رسول څخه سرغړونه وکړي بې شکه چي هغه په ډاګه لارورکي(ګمراه) دی.
او که باالفرض یو څوک په ښکاره ډول سره د الله جل جلاله او د هغه د خوږ استاځی د اوامرو څخه نافرماني وکړي نو قرانکریم برملا او سپینه خبره کوي:
لَّا تَجْعَلُوا دُعَآءَ ٱلرَّسُولِ بَيْنَكُمْ كَدُعَآءِ بَعْضِكُم بَعْضًا ۚ قَدْ يَعْلَمُ ٱللَّهُ ٱلَّذِينَ يَتَسَلَّلُونَ مِنكُمْ لِوَاذًا ۚ فَلْيَحْذَرِ ٱلَّذِينَ يُخَالِفُونَ عَنْ أَمْرِهِۦ أَن تُصِيبَهُمْ فِتْنَةٌ أَوْ يُصِيبَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ ( النور ۶۳)
ژباړه: (اې مسلمانانو!) په خپل منځ کښي د رسول بلل لکه ستاسي په خپلو منځو کښي د یو بل د بلني غوندي مه ګڼئ، الله جل جلاله په تاسو کښي هغه خلک ښه پېژني چي یو بل ته ځانونه پناه کوي او غلی غوندي په څکېدلو وځي، نو د رسول له حکم څخه سرغړوونکي باید ووېریږي چي په کومه فتنه کښي اخته نه شي یا دردناکه عذاب پرې رانشي.
نور بیا...
www.taleemulislam.net