لیکوال: حامد احمدي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
ژباړه: حمد الله حلمیار
زوی ئې لایټر (اور بلوونکی) ولګاوه او د دې سترګو ته ئې نږدې کړ؛ تر دې چي سترګي ئې سرې سوې. تېزه ساه ئې اخیسته او له وېروونکي خوبه را پاڅېده؛ أعوذبالله ئې وویله او پر شیطان ئې ور توف کړل؛ خو زړه ئې پر ارام نه سو او د خپل زوی اطاق ته ورغله. زوی ئې چي په منګ اوولس کلن و؛ لیپټاپ ئې مخي ته پروت وو او په تیاره اطاق کي ئې پر هینداره رنګینه رڼا لګېدله. مور ئې هینداري ته لږ په ځیر وکتل، نو په لیپټاپ کي ئې داسي څه ولیدل، چي رښتیا ئې هم ووېروله. زوی ئې په داسي حال کي ولید، چي ناوړه فلمونه ئې کتل. غوښتل ئې پر زوی ئې ور چيغي کړي؛ خو چي وئې لیدل، زوی ئې د مور له راتګه نه دی خبر سوئ؛ نو بیرته په لړزېدلو قدمونو راوګرځېدله.
مور چي خپل اطاق ته راغله، نو فکر ئې وکړ، چي پلار ئې په کیسه خبر کړي؛ تر څو پلار ئې په نصحیت وپوهوي. بیا ئې فکر وکړ، چي ورسي او پر زوی ئې لیپټاپ بند کړي او تهدید ئې کړي؛ خو هیڅ ئې هم و نه کړل. یوازي ئې دا دعاء وکړه او بیرته پر بستره وغځېده:
الهي! ته مي زوی له شیطاني لاري راوګرځوې!‼
الهي! ته د سمي لاري هدایت ورته وکړې!‼
سهار چي ئې زوی مکتب ته روانېدی، دا په بېړه ورغله. زوی ئې تنها و، موقع ئې مناسبه وبلله او له زوی څخه ئې پوښتنه وکړه:
زویه! چي یو څوک وږی سي، ستا په نظر باید څه وکړي، چي موړ سي؟
زوی ئې ډېر ساده ځواب ورکړ: هوټل ته دي ولاړ سي او خوراک دي راوغواړي؛ تر مړېدو دې وخوري!‼
مور: ښه! که پیسې ورسره نه وې؟
پسي زیاته ئې کړه: او که دا بې پیسو کس یو څه د اشتهاء ګولۍ هم وخوري، د دې کس په اړه ستا څه نظر دی؟
زوی ئې په بېړه ورته وویل:
دا خو بیا سم لیونی دی، چي پیسې نه لري؛ وږی دی او د اشتهاء ګولۍ هم خوري. دا خو سل په سله کي لېونی دی.
مور: آیا دغه کس ته لېونی ګڼې؟
زوی: هو، بېشکه! دا خو لکه څوک چي پر خپلو زخمونو باندي مالګي دوړوي.
مور ئې موسکۍ سوه او ورته وئې ویل: ته د همدغه زخمي سړي کار کوې!
زوی ئې په حیرانۍ سره وویل: زه؟! مورجاني؟!
مور: هو! په ناوړه فلمونو کتلو سره دي جنسي اشتهاء زیاتوې.
په دې وخت کي زوی پټه خوله سو او له شرمه ئې سر ځوړند کړ.
مور: زویه! ته تر هغه کس هم زیات په لېونتوب اخته يې؛ ځکه هغه خپله اشتهاء د هغه روا شي له پاره زیاتوي، چي ورسره نسته. دا کار که معقولیت نه لري، مګر ناروا هم نه دی؛ خو ته! د داسي څه له پاره اشتهاء زیاتوې، چي ناروا دی.
تا د الله جل جلاله دا قول هېر کړی دی، چي فرمایي: ((قُل لِّلْمُؤْمِنِينَ يَغُضُّوا مِنْ أَبْصَارِهِمْ وَيَحْفَظُوا فُرُوجَهُمْ ذَلِكَ أَزْكَى لَهُمْ… )) [النور:۳۰]
يعني ووایه مؤمنانو ته، چي خپلي سترګي (نامحرمو ته له کتلو څخه) ښکته کړي او د خپلو شرمګاوو ساتنه دي وکړي. دا کار د دوی له پاره پاکوونکی (له ګناهونو) دی.
په دې سره د زوی له سترګو اوښکي رارواني سوې او په ژړا ئې مور ته وویل: مورجاني! زه تېر وتلی وم. ستا خبري بالکل سمي دي او که بیا مي دا رنګه ناوړه عمل تر سره کړ، نو رښتیا به هم تر هغه وږي کس ډېر زیات لېونی او همداراز ګناهکار او ځواب ورکوونکی يم.
دا مي درسره وعده ده، چي بیا به دا عمل نه ترسره کوم.
مور ئې هم ورسره وژړل او زوی ئې په ځان پوري ونیوی.
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله: ۱۹ ګڼه