تازه سرليکونه
د (قران کريم) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د سورت الدخان لنډه پېژندنه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  May 27, 2024
  0

لیکنه: ویس احمد ابراهيم / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

د سورت الدخان لنډه پېژندنه

 
سورة الدخان د مصحف او تلاوت په اعتبار ۴۴ سورة دئ چي د هجرت تر مخه په مکة معظمة کي نازل سوی دئ.


ورة الدخان ۵۹ آية دئ او ۳ رکوع لري.


د دې سورة مبارک نوم د لسم (۱۰) آية څخه اخستل سوی دئ، چي الله تعالی فرمايي:


 فَارْتَقِبْ يَوْمَ تَأْتِي السَّمَاءُ بِدُخَانٍ مُبِينٍ


دخان دود او ګرز ته ويل کېږي.


په سورة الدخان کي لاندي موضوعات ذکر سوي دي


۱-  قرآن عظيم الشان په مبارکه شپه کي نازل سوی دئ، چي په دغه شپه کي هر امر په حکمت سره سرته رسېدلي دئ.


۲-  د الله (عزوجل) ربوبيت او الوهيت.


۳-  الله تعالی د فرعون قوم په امتحان کي اچولی وو، چي کله سيدنا موسی (عليه السلام) ئې ور ته راواستوی چي بني اسرائيل ورڅخه آزاد که.


۴-  الله (سبحان و تعالی) و سيدنا موسی (عليه السلام) ته لاره ور وښودله چي د شپې زما د بنده ګانو سره يو ځای د بحر و خوا ته ولاړ سه.


۵-  بني اسرائيلو ته الله تعالی نجات ورکی او فرعون ئې خپل د قوم او لښکر سره غرق کی او بني اسرائيلو ته ئې په ټوله دنيا کي لوړ علم ور په نصيب کی.


۶-  الله تعالی دا آسمانونه او مځکه عبث او بې ځايه نه دي پيدا کړي.


۷-  د جهنم او جنت بيان.


په سورة الدخان کي الله تعالی د سيدنا موسی (عليه السلام) قصه داسي ذکر کړې ده


او يقيناً موږ د فرعون قوم په کريم (يعني عزت داره) رسول سره امتحان کړ. کله چي موسی (عليه السلام) ور ته وويل چي د الله بنده ګانو (يعني بني اسرائيلو) ته اجازه ورکه چي راسره ولاړ سي. د الله (رب العزة) په وړاندي سرکشي مه کوه، او زما سره ښکاره دلائل (يعني معجزې) هم سته. که په ما باور نه لری نو پرې خو مي ږدئ (يعني په ډبرو مي مه ولئ). بيا موسی (عليه السلام) خپل رب ته دعا وکړه چي دا يو مجرم قوم دئ.


نو الله (عزوجل) موسی (عليه السلام) ته امر وکئ چي زما بنده ګان د شپې وباسه، او د بحر پر لاره ولاړ سه، چي فرعون او قوم ئې غرق کړم.


د فرعون او د خلګو ئې ډېر نعمتونه، باغونه او د اوسېدو ځايونه پاته سول. د دوی پر حال نه آسمان وژړل نه مځکي. ولي چي فرعون او خلګ ئې ظالمان او افراط کوونکي ول.


بيا مي بني اسرائيلو ته په علم کي لوړه رتبه ورکړه او په ځيني نښانو سره مو امتحان کړل.

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته