تازه سرليکونه
د (فقهي معلومات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
اسان فقهي اصطلاحات ( لومړۍ برخه: الف)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  August 28, 2023
  0

لیکنه: مولوي محمد اکبر/  تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


اسان فقهي اصطلاحات 

(لومړۍ برخه) 

(الف)


آبق: هغه مريي چي دخيل بادار څخه تښتېدلی وي.

 

آفاقي: هر هغه سړی چي حرم ته دحج او عمری له پاره دمیقات څخه آخوا نه راغلی وي.


اجتهاد: دیو فقیه هغه هڅي او کوښښونه چي دیو شرعي حکم په را استلو کي يې صرف کړي.


اجماع: دنبي کریم صلي الله علیه وسلم تر رحلت وروسته دمحمدي امت مجتهدینو په یوه زمانه کي پر یو شرعي حکم اتفاق ته اجماع ویل کېږي.


احرام: دحج اوعمري له پاره نیت او دتلبیې سره خپل ځان داحرام منع سوو شیانو څخه راګرځولو ته احرام ویل کېږي.


احلال: د احرام څخه ځان خلاصولو ته احلال ویل کېږي.


اداء: واجب پر خپل ټاکل سوي وخت کولو ته اداء ویل کېږی لکه: دسهار لمونځ دسهار په وخت کي کول.


ادب: ښه او غوره کارونه، ځيني خلګ يې تعریف داسي کوی: هر هغه عمل چي دالله رسول صلي الله علیه وسلم کله کړی وي او کله ئې پرېښی وي. لکه: هر مبارک کار په راسته لاس کول.


اذان: په ځانګړو او خاصو کلماتو سره دلمانځه د وختونو په اړه اعلان کولو ته اذان ویل کېږی.


استحاضة: هغه ویني چي د ښځو دمیاشتنۍ او ولادت دوینو پرته وي.


استحسان: نص، اجماع، قوي قیاس، آثار صحابه دضرورت او مصلحت پر بنسټ ښکاره قیاس پريښودل، لکه یو سړی چي د ماښام دوه رکعته ځني تېر سوي وه کله چي امام سلام وګرځوی دی ولاړ سو هغه دوه رکعته وکړه خو په منځ کي ئې ناسته ونه کړه چي باید کړی وای؛ نو د سجده سهوه پرته هم لمونځ صحیح کېږي، ددې صحیح والي حکم استحسان دئ.


استدلال: یو حکم په شرعي دلائلو سره ثابتولو ته استدلال وايي.


استنجاء: د اوبو یا نور پاکوونکو شیانو په مرسته خپل شرم ځایونه پاکولوته استنجاء ویل کېږي.


استنشار: پزه سوڼ کل.


استنشاق:په پزه کي اوبه اچول.


استنقاء:په لاس یا ډبره داستنجاء ځای ښه پاکول تر دې چي بد بويي له منځه ولاړه سی.


اسراف: په روا کار کي تر مناسبي اندازې زیات خرڅولو ته اسراف، په ناروا کي تر اندازې زیات مصرف ته تبذیر ویل کېږي.


اسلام: کوم احکام چي دالله جل جلاله درسول صلي الله علیه وسلم څخه په یقیني توګه ثابت وي دهغوي ټولو تسلیمولو ته اسلام ویل کېږي.


اشهر الحج: دحج میاشتي: شوال، ذوالقعده، ذوالحجة.


اشهر حرم: غوره میاشتي: رجب، ذوالقعده، ذوالحجة او محرم الحرام.


اصحاب الفرائض: اصحاب د صاحب جمع ده او معني يې دڅښتن ده فرائض دفرض جمع ده او معنی يې دبرخي ده او د شریعت په اصطلاح کي هغه میراث خورو ته ویل کېږي چي برخي ئې په قرآن کریم، احادیثو او اجماع سره ټاکل سوي وي.


اصطلاح: د یو لفظ په اړه دیوې خاصې ډلي دلغوي معنی پر ځای پر یوه بلهد معنی را جمع کېدلو ته اصطلاح ویل کېږي لکه: په فقه کي فرض، مستحب یا په نحو کي اسم، فعل او حرف او داسي نور.


اصل: بنسټ، بنیاد چي نور احکام پرې ولاړ وي، اصل دفرع ضد دئ.


اعاده: په یو کار کي دکمی په وجه پخپل وخت کي دوهم واري ادا کولو ته اعاده ویل کېږي.


اعتکاف: په خاص نیت سره دنارینوو له پاره په مسجد کي او دښځو له پاره دخپل کور په یوه ګوښه کي کښینستلو ته اعتکاف وایي.


اقامت: کوم خلګ چي دلمانځه له پاره تیار وي نو د جماعت څخه وړاندي په خاصو منقولو الفاظو سره د جماعت د درېدو اعلان کولو ته اقامت ویل کېږي.


اقلف: هغه سړي ته ویل کېږي چي سنت سوی نه وي.


اقتداء:  د شرعي حکم سره سم خپل لمونځ دامام دلمانځه سره تړل اقتداء بولي.


امام: لارښود مخکښ په ځانګړی توګه چي لمونځ پسي کېږي.


امانت: یو قیمت والا شي د بل چا سره  دساتني په غرض ایښودلو ته امانت ویل کېږي.


اُمُّ القری: لغوي معني يې د کلو کور؛ خو په اسلامي شریعت کي مکې معظمې ته ویل کېږی.


اُمُّ الکتاب: د سورة الفاتحة نوم دئ.


اُمُّ ولد: هغه مینځي ته ویل کېږی چي د خپل مالک څخه يې ماشوم پېدا سي.


اُمُّي: هغه کس ته ویل کېږي چي لیک ولوست نسي کولای.


اَنعام: څاروي یا حیوانات لکه: اوښ، غوا بزې او ....


اهل السنة والجماعة: هغه خلګ چي دقرآن وحدیث او اجماع پیروان وي.

 

اهل ذمه: هغه نامسلمانان چي دیو تړون له مخي په اسلامي هیواد کي اوسي.


اهل کتاب: یهود ونصاری.


ایاس: ناامیدي خو په اسلامي شریعت کي هغه ښځه چي د زوړوالي په وجه دحیض څخه نا امیده سوې وي.


ایام بیض: دقمري میاشتي ۱۳، ۱۴او ۱۵ ته ایام بیض ویل کېږي، په دې شپو کي شپوږمۍ ښه روښانه او پوره وي.


ایام تشریق: د ذوالحجي دمیاشتي د۹ څخه تر دیارلسم پوري ایام تشریق ویل کېږي.


ایام النحر: د ذوالحجي دمیاشتي ۱۰،۱۱ او۱۳ ته ایام النحر ویل کېږی یعني دلوي اختر اوله دوهمه اودرېیمه.


ایصاء: وصیت کول، دخپل مال څخه درېیمه یا تر دې کمه برخه بل چا ته ورکولو ته وصیت یا ایصاء ویل کېږی.


ایلاء: دخپلي ښځي سره تر څلورو میاشتو پوري د کورولی نه کولو قسم ته ایلاء ویل کېږي.


ایمان: نبي کریم صلي الله علیه وسلم چي دکومو احکامو او عقائدو سره رالېږل سوی دئ په زړه کي دټولو منلو ته ایمان ویل کېږي.

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته