د روژه د سخاوت مياشت
لیکنه: مولوي نورالحق مظهري/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د روژې مبارکه مياشت د سخاوت او پېرزويني مياشت ده، په دې مبارکه مياشت کي نفسونه خپل اصلي خاوند ته نژدې کيږي او هغه څه ته راپورته کيږي، چي دوی د بخالت څخه ورباندي پاک کيږي، چي هغه د ژوند په هره برخه کي سخاوت دئ.
د روژې په مياشت کي چي څوک د بخالت څخه وساتل سو بس هغه کامياب او بريالی دی: الله پاک فرمايي: وَمَنْ يُوقَ شُحَّ نَفْسِهِ فَأُولَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ. [الحشر۹]
ژباړه: هر څوک چي د خپل نفس د بخالت څخه وساتل سو نو بس هغه خلګ کامياب دي.
نو راځئ په لاندي ټولو برخو کي سخاوت وکړو:
۱ - سخاوت د مال په ورکولو؛
۲ – سخاوت د پور په بخښلو؛
۳ – سخاوت د مزدورۍ په بخښلو؛
۴ – سخاوت تر مزدورۍ په ډېر مقدار سره د مال په ورکولو؛
۵ – سخاوت د خلګو د حاجتونو په پوره کولو؛
۶ – سخاوت د خپل رول او نفوذ په مصرفولو؛
۷ – سخاوت د نيک شفاعت په کولو؛
۸ – سخاوت د مشرۍ په وخت کي رعيت ته په يو ډول کتلو؛
۹ – سخاوت د علم او پوهي په ښودلو؛
۱۰ – سخاوت په عفو او بخښنه کولو؛
۱۱ – سخاوت په ښو اخلاقو سره؛
۱۲ – سخاوت په دعوت کولو.
www.taleemulislam.net