تازه سرليکونه
د (ادبي ليکني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
يوه خبر درې مغزونه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  September 18, 2024
  0

لیکنه: عبدالقیوم مینه وال/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


يوه خبر درې مغزونه


يوه فيليسوف وويل: طبعيت د ښکلا ګانو مجموعه ده.           

                                                                                      
  دوهم وويل: ښکلا تر طبعيت لوړ مقام لري.


  دريم وويل: زه د دواړو لپاره يو فکر کوم او دواړه د يوې هستۍ دوه تصويره ګڼم.


لومړي وويل: د ګلاب نازک او له رنګنيو ډک وجود او د ازغيو تېرې او درد وونکي څوکي، د دواړو هستي يوه ده او د ژوند لار يې تر يوې چينې رسېدلې ده.                                       

                                                                        
   دوهم وويل: د کائيناتو هره هستي يو پيل او پای لري. د ګلاب او اغزي پيل يو دی دواړه له يوې مځکي راټوکيږي خو د ګلاب پايله د عطرونو څوڅاکي سي او د اغزيو پايله له څو سوځونکو لمبو وروسته په تور دود او تورو ايرو واوړي.                                                                                                                                                          
     دريم وويل: د کاڼو کلک او ډبرين وجود او نه بهېدونکی خاصيت موږ ته د جبر فلسفه راښيي او  د اوبو نرم وجود، حياتي او بهېدونکی خاصيت موږ  د اختيار په فلسفه پوهوي. که اوبه په ډنډ کي و دريږي او د بهېدلو لاره يې نه وي د بهېدلو او حياتي خاصيت ورڅخه نه ځي مګر په نه بهېدلو سره ورو ورو ورکيږي او که څوک لاره ور کړي او په لښتيو يې سمي کړي . د اوبو دغه حرکت مړو بوټو ته ژوند ور کوي او وچي مځکي زرغونې کوي . 


لومړي وويل: هغه درد چي د مار له چيچلو وروسته پيداکيږي ښه دی تر هغي خوښۍ چي د ګلابونو پر بستر او د عطرونو له وږم سره تيريږي. ځکه: په دښت کي ولاړ ګل د لمر ‌‌ډيرو تودوخو او ډيرو توپانونو ته غېږه ور کوي خو ماته نه مني مګر د سيوري ګل لږ تودوخه هم نه مني او د پاسته نسيم په حرکت سره هم پاڼي پاڼي سي. 


دوهم وويل: ‌ډېر ستړی انسان په لږ ستړيا سره نه ماتيږي او ډېري هوسايي ته لږ ستړيا هم مرګ وي. 


دريم وويل: د اوړي په تودوخه کي د لمرتيزي وړانګي او ګرم بادونه يو ګوچنی غرهم نسي ويلي کولای او نه يوه وړه شکه ماتولای سي مګر لږ ګرمي، سيندونه- سيندونه ډنډ اوبه محوه کوي او ورکوي يې.

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته