ژباړه: غلام عمرعبدالله / تعليم الاسلام ويب پاڼه
زه خو به ظالم نه یم..؟
الله تعالی دي پر شیخ الاسلام ابن تيمية رحمه الله رحم وکړي، کله چي د دمشق په زندان کي بندي و جلاد ورته راغی.
او ورته ویې ویل: اې زموږ شیخه ماته بخښنه وکړه (زه څه وکړم مجبور یم ) ماته امر سوی دی..!
داسلام شیخ رحمه الله ورته وویل : په الله مي دي قسم وي که چېري ته نه وای دوی به ظلم نه کولای.
پر سفیان ثوري دي د الله رحم وسي یو خیاط ورته راغی ورته ويې ویل : زه هغه سړی یم چي د وخت پاچا ته جامې رغوم (ګنډم) ماته لارښوونه وکړه زه خو به د ظالمانو له مرسته کوونکو څخه نه یم؟
امام رحمه الله ورته وویل : ته خو خپله له ظالمانو څخه يې، د ظالمانو مرسته کوونکي خو هغه څوک دي چي تاته تار او ستن رانیسي..!
ابوبکر المروزي فرمايي : کله چي امام احمد بن حنبل رحمه الله بندي و د زندان مسؤل ورته راغی او پوښتنه يې ځيني وکړل ویل : ایا هغه حدیث صحیح دی چي د ظلم او د ظالم د مرسته کوونکي په هکله راغلی دی؟
امام رحمه الله ورته وویل : هو!
د زندان مسؤل : ایا زه خو به د ظالم له مرسته کوونکو څخه نه یم؟
د زندان په تورو تمبو کي زنداني امام رحمه الله ورته وویل : ویل د ظلم مرسته کوونکی خو هغه څوک دی چي ستا ويښتان کموي، ستا جامې پرېمینځي، تاته ډوډۍ تیاروي، ستا لپاره رانیول او خرڅول کوي ته خو خپله له ظالمانو څخه يې.
دا هغه اقوال دي چي تاریخ له ځان سره ساتلي دي خو موږ هېرکړي دي.
الله تعالی قرانکریم کي فرمايي:
وَلَا تَرْكَنُوٓا إِلَى الَّذِينَ ظَلَمُوا فَتَمَسَّكُمُ النَّارُ وَمَا لَكُم مِّن دُونِ اللَّهِ مِنْ أَوْلِيَآءَ ثُمَّ لَا تُنصَرُونَ [سُوۡرَةُ هُود : 113].
ژباړه : د دغو ظالمانو لوري ته يو بڅرى مه كږېږئ، كه نه نو دوزخ به مو ونغاړي. او تاسي به كوم داسي دوست او سرپرست ونه مومئ چي د الله څخه مو وژغورلای شي او له هیڅ يو ځاى څخه به تاسي ته مرسته ونه رسیږي.
---------------------------------